مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-03-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دمسواک ګټي کتاب چاپ سو

شریف الله دوست سرواني

 


پښتو ژبي له خپل پیدایښته تر پایښته پوري خپل لمن له علمي اثارو غني (ونه) لیده لاهم ددې بډایي ژبي ډیری ویونکي نالوستي دي.
پښتو ژبه چي دخپلو زیاتو هیجایی تورو په لرولو سره دنړی د شاوخوا(۷۰۰۰) ژبو په کتارکي دسرلاري ځای لري خوبیاهم دعادلانه ویش دنه شتون له مخي په یادشمیرکی ویل کیږي (۴۸)ځاي لیري داچي پښتوژبه ولي دومره خواره ده علت یې په دې ژبه کي دعلمي اثارونشتون او په ډیر شمېر کي ددغي خوږې ژبي نالوستوب دی هغه چي دبدبختئ سیاسي،فرهنګي اواقتصادي ریښې یې پیړیو ته رسیږي چي لایې هم داخواره اوبېزاره ژبه ترځپنی لاندی ده.
که غواړو چي شته بدمرغی په نیکمرغی واړو پښتون ټبر باید ځان دعلم اوپوهي په ګاڼه  وپسولي اوپه دې لاره کي دبري لاري را لنډي کړي ځکه سخت کار سختي اررادې ته اړتیا لري اوهیڅ لوی کارونه له لويي ارادو پرته نه سي ترسره کیدای او دعلم په لاره کی اراده هغه روحي عمل دی چی دسختو کارونو دترسره کولو لپاره یوازینی اغیزمنه لار ده.
پورتنی څو اړیني کرښي د آر(اصلي) مطلب سره تړو چي یوه ژبه دعلمي اثارو په ژباړه سره هم بډایه کیږي او دسیال سره سیالیږي چي په دې سیالی کي دهلمند ولایت تکړه لیکوال ،شاعر اوژورنالیست ښاغلی احمدشاه پاڅون هم په دې سیالی کي سیال سو، پاڅون دخپل دیني اوپښتني رسالت په حق ادایني سره د(مسواک ګټي کتاب) هغه چي د اردو ژبي عالم (محمد سعد شاهد نعماني) لخوا دارزښتناکه دینی اومذهبي سرچینو څخه په ګټه اخیستني لیکل سوی دی او اوس- اوس داحمدشاه پاڅون له خوا خوږې پښتو ته و ژباړل سو او دټاپ اوچاپ په ګاڼه سمبال او دمینه والو تر مړوندو ورسید.
که څه هم دا دښاغلي پاڅون لومړنی کتابي ژباړه ده خوله دې مخکي یې هم تیت وپرک ژباړي کړي او ترډیره یې ژباړه پخه سوې ده او راتلونکې هغه به یې له دې هم ښه وي.
پاڅون دژباړي دمسلکي فنونو په مټ دیاد کتاب دژباړلو هاند کړی ،دکتاب ژباړه روانه،سلیسه ، ترډیره معیاري  د پیچلواو پیچومو، ژبني تکالیفو پاکه او لوستل يې دهر لوی اوکوچني لپاره اسان او روان دي دکتاب پاڼي کمي خو منځپانګه یې ډیره پیاوړې اوګټي اخیستني ده ددې اثر مبارکي وایو او دبلي داسي هڅي لپاره یې دعاګوی یو.
کتاب پیژندنه:
نوم:دمسواک ګټي
لیکوال:محمدسعدشاهدنعماني
ژباړن:احمدشاه پاڅون
کاغذ:منځنی کچه
مخونه:۲۹
خپرندوی:علامه محمودطرزي ټولنه – هلمند
چاپ چاري:دعوت خپرندویه ټولنه- جلال اباد
چاپ کال:۱۳۹۱ – حوت
چاپ شمېر: ۱۰۰۰ټوکه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery