مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-03-14   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

افغانستان له سکاټلينډه د کرکټ څلور ورځنۍ لوبه وګټل

د انټر کانټنينټال کپ سياليو په لړ کې افغانستان د کرکټ په څلور ورځنۍ لوبه کې هم سکاټلينډ ته ماتې ورکړه. د افغانستان او سکاټلينډ ترمنځ دغه څلور ورځنۍ لوبه د کب په ٢٢مه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پيل شوې وه او نن له غرمې مخکې پاى ته ورسېده. د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې سکاټلينډ ته د لوبې بلنه ورکړه. د افغانستان د تېز توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د سکاټلينډ ټوله لوبډله په خپل لومړي وار (اننګز) کې په اته دېرشم اوور کې په ۱۲۵ منډو وسوځېده. د افغانستان له لوري عزت الله دولتزي ډېره په زړه پورې لوبه وکړه او د سکاټلينډ شپږ لوبغاړي يې وسوځول. دغه راز ميرويس اشرف درې او سميع الله شينواري يو لوبغاړى وسوځاوه. د افغانستان ملي لوبډله په خپل لومړي اننګز ٢٧٥ منډې جوړې کړې او پر سکاټلينډ يې ١٥٠ منډې واړولې. د افغانستان له لوري رحمت شاه ۶۷، شهزاد محمدي په ۴۱ ، شبيرنوري ۳۳، نوروز منګل ۱۹ او اصغر ستانکزي ۴۱ منډې جوړې کړې. د سکاټلينډ لوبډله په خپل دويم وار کې په ١٤٥ منډو وسوځېده او دغه راز افغانستان دا لوبه په يوه اننګز او پنځو منډو وګټله. د افغانستان له لوري عزت الله دولتزي يو ځل بيا ښه لوبه وکړه او د سکاټلينډ څلور لوبغاړي يې وسوځول، دولت ځدراڼ څلور او ميرويس اشرف يو لوبغاړى وسوځاوه. له دې بريا سره افغانستان ته ٢٠ نومرې ورکړل شوې او د انټرکانټنينټال کپ سياليو د نومرو په جدول کې د ٦٤ نومرو په لرلو سره يې دويم مقام خپل کړ. ايرلينډ په ٦٧ نومرو سره په لومړي مقام کې ځاى لري. د افغانستان له لوري عزت الله دولتزي په دې لوبه کې ١١ لوبغاړي وسوځول او د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو. افغانستان تر دې مخکې په اماراتو کې له سکاټلينډ څخه دوه يو ورځنۍ او دوه شل اووريزې سيالۍ ګټلې دي. افغانستان د ٢٠١٠ او د ٢٠١١ کلونو لپاره د انټرکانټنينټال سياليو اتلولي خپله کړې وه او دغه ځل يې تر اوسه څلور لوبې کړې دي، دوه يې ګټلي، او دوه يې مساوي شوې دي. په دغو سياليو کې ايرلينډ، سکاټلينډ، افغانستان، نميبيا، متحده عربي امارات، هالنډ، کينيا او کاناډا برخه اخيستې ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery