مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-03-17   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ملګري ملتونه د امریکاپرجرمونوسترګي پټوي

ژباړونکی : عزیز احمد خوارمل
سرچینه : لنست

 

دملګروملتونوسازمان دبشری حقونوشورا دامریکا او دناټوپر جګړیزو جرمونو او تیریو باندی سترګي پټوی:

په انګلستان کې د«لنست» مجله یوه انګلیسی خپرونه ده او دیو یادداښت په خپرولو سره دامریکا ځواکونودجنایتونوپه اړه چې په دا وروستیو دوو لسیزو کښې دنړی په مختلفو سیمو کې ترسره کړی دی لیکلی دی :چې دملګرو ملتونودبشری حقونو نړیوال سازمان ددغوټولوجنایتونو اوتیریو څخه يې سترګي پټی کړی دی او دامریکا پرضد یې په هیڅ ډول سره کوم پریګړه لیک نه دی صادر کړی .

د«لنست» انګلیسی مجلی په یو رپوټ کې ولیکل ، هغه یرغل او پوځی لاسوهنه چې په ۲۰۰۳ زیږدیزکال کې دامریکا په قوماندی سره پیل سو (او دناټو ځواکونه هم په رسمی توګه په ۲۰۰۴ زیږدیزکال کې دخپلوزده کړو په درلودلو سره ورسره یوځای سو)،چې د دوي ددغه یو ځای کیدلوپه پایله کې، تر ۲۰۰۶زیږدیزکال پوری ډېرتره ترشپږسوه پينځه شپته زره،۶۶۵۰۰۰ تنه دغیر وسلوالو او دعادی اوسیدونکو دمنځه وړلو او دمړه کیدو سبب وګرځیدی . مخه تر هغه په ۱۹۹۱ زیږدیز کال کې د«طوفان صحرا»یا دبید یا دطوفان په نوم په عملیاتو کې چې لمړی دامریکا تر قوماندی لاندی او ددی عملیاتو په پایښت سره دناټو دځواکونو په ګډون سره دملګرو ملتونو دپریګړه په بنسټ ترسره سو ، د دووسووزرو ۲۰۰۰۰۰تنوغیر وسلوالو اوعادی اوسیدونکو دمنځه وړلو او دمړه کیدو سبب وګرځیدل . مګر وروسته ددی ډلیزی وژنی څخه ځواب ورکوونکی څوک وو؟،نه ددی کړنی پرضدکوم پریکړه لیک صادرسو؟،نه کوم دحقایقو دلاسته راوړلو،پوښتنو اوګړویزونه دپاره کومه کمیټه جوړه سوه او نه «پیلای» د(ملګروملتونودسازمان دبشری حقونو جګ پوری کمیشنر) په دی اړه بیانه صادر ه کړه ؟ .
لیکوونکی لیکی :پر لیبیا باندی دیرغل په وخت کې هم وویل سو چې دغه انسان دوستانه عملیات ،دخلکو دآزاده ولو او د«معمر قذافی» ترواک لاندی ددی رژیم څخه د دوي خلاصیدل دی . مګر په عمل کې دغه ادعا ثابته او ژوته نه سوه او دلیبیا هیواد داسی بمبارډ سو چې دصیقل سنګ د دوری ترپلوی پوری ورسیدی .او وروسته دهغی څخه دملګروملتونو دسازمان دبشری حقونودشورا لخوا په ډېره عجله او ګړندیتوب سره په دوه سوه ۲۰۰ پاڼوکې دامریکا او دناټو دپوځی لاسوهنو په هکله یو رپوټ نشر اوخپور کړسو چې هغه غیر شفاف لیکل سوی وو او په هغه کې دناټو دجرمونو په هکله هیڅ کومه جمله هم نه وو لیکل سوی دناټو حقوقی مشاور«پتر اولسون» د۲۰۱۲زیږدیز کال دفوریه دمیاشتی پر ۱۵ پينځلسمه نیټه باندی دملګروملتونو دسازمان دبشری حقونودشورا دپلټنی دکمیټی دمشر «ناوی پیلای» په ادرس په یو لیک کې دلیبیا په هیواد کې د ناټو « دتاوتریخوالی » په هکله ولیکل او دهغه څخه یې وغوښتل چې هرومرو دی دغه ډول ترسره سوی پيښی په ګزارشونو اورپوټونوکې ولیکل سی او په ګزارش او رپوټ کې دی لحاظ ونه سی ،هغه په دی لیک کې چې دپیلای دچوپتیا سره مل وو، لیکلی ووموږته دزغم او تشویش وړ دی او څارنه کوو چې دناټو «تصادفی تیروتنی » دکمیسون په رپوټ او ګزارش کې دیو لړ هغوپيښو په اړه لیکلی سویدی چې دهمدی کبله وهغوی ته جرم او دقانون ترپښو لاندی کول تشخیص اوځانګړی کوی ،په همدی شان دی په نظر کې ونیول سی .

دلنست دمجلی لیکوونکی ددی مطلب په پایښت او ادامه سره دغه پوښتنه رامنځته کوی چې ولی دانګلیس لمړی وزیر په دی هکله هيڅ کوم کاريې تر سره نه کړ او اقلآ دغه خبری نه مطرح کوی ؟. لیکوونکی وروسته په اشاری سره لیکی په ۲۰۰۶ زیږدیز کال کې دملګروملتونو دسازمان دبشری حقونودشورادلمړنی پيل اوجوړیدوڅخه تر دا اوسه پوری دوودیرش ۳۲ پریکړه لیکونه د اسراییلو پرضد و دی شورا ته تللی دی او حتی په نهو ۹ پریکړه لیکونو کې داسراییلو دولت یې غندلی دی او محکوم ښودلی دی اما هر ځل امریکا هملته وو او دغه پریکړه لیکونه یې وتو کړیدی .
لیکوونکی په دی اړه زیاتوی : حتی یو پریکړه لیک هم دامریکا او دناټوپر ضد دملګروملتونو دسازمان دبشری حقونووشوراته ندی وړل سوی او ددی شورا ګزارش او رپوټ وروسته دلیبیا دجګړی په هکله هم یوازی پردی شورا باندی دوه مخی توب او دوه ګونی پالیسی په ښکاره توګه واکداره دی .


دامریکا او ناټو جرمونه اوجنایتونه په عراق کې
په ۱۹۹۱ زیږدیز کال کې امریکا یی جګړیزی الوتکی دیو «سلو شلوزرو۱۲۰۰۰۰»الوتنو په ترځ کې دوه سوه پنځه شپته زره ۲۶۵۰۰۰بمونه یې پرعراق باندی واچول .او وروسته د۱۹۹۱ زیږدیز کال څخه بیا تر ۲۰۰۳ زیږدیز کال پوری امریکایانو یو څلویښت زره، ۴۱۰۰۰ الوتنی یې تر سره کړ او ددغو الوتنوپه ترځ کې يې د ۲۷۰۰۰، د اوه ویشت زرو بمونوڅخه يې کار واخیست . په عراق کې دامریکایانو عملیاتونه داسی ستونزی او پرابلمونه واوسنی عراقی نسل ته یې پرځای پریښود چې ټول يې د روحی او جسمی ناروغیو سره او د ژوندانه دنور ستونزو او پرابلمونو سره یې همد اوس مخا مخ کړیدی . په ۱۹۹۱ زیږدیز کال کې دامریکی ځواکونه داته سوه ۸۰۰ ټنه بمونو او او ډېر تره تر یو میلیون ګولیو څخه کار واخیستل چې ټول یې درادیواکتیف په تشعشعاتو باندی لرل سوی وو اودغه ټوله پرځای پاته دی چې ددغو رادیو اکتیف دتشعشعاتو دکبله ټول کوچینیان چې زیږه ول کیږی ټول یې معیوبه دچا سر غټ دچا سترګی غټ اوکاږه واږه بدنونه يې دی ،دچا نس پړسیدلی او دډېرو زړه معیوبه وي چې دا ډول زیږیدنی وټولو اوسیدونکو ته خورا ډېری ستونزی يې رامنځته کړیدی .
په ۲۰۱۰ دوزره لسم زیږدیز کال کې د«اولستر» پوهنتون په خپل یو رپوټ کې یې ولیکل : دنوې زیږه ول سوی کوچینیانو مړنی کوم چې نوې زیږه ول کیږی دمادر زادی ستونزو دکبله ،دوینو دسرطان دکبله دعراق په «فلوجه »کې چې مری او د منځه ځې شمیر یې او ارقام یې تر «هیروشیما» او «ناکازاکی» چې په ۱۹۴۵ زیږدیز کال کې اټومی بمبارډ ورباندی صورت وموندل خورا زیات دی . بل داچې په عراق کې یو شمیر د دولت مخالف کسان يې وسلوال کړیدی تر څو په دی ډاډمن او وسی چې هیڅکله هم په دی هیواد کې سوله او آرامتیا را منځته نه سی او په عین وخت کې يې یوه ډله دمحافظینو تر نامه لاندی وسلوال يې دبهرنی پانګواو دغلاو او چور ولودامکاناتود رامنځته کولودپاره په دی هیواد کې ځای پرځای کړیدی .

جمهور ریس جورج بوش (پلار) د ۱۹۹۱ زیږدیز کال په جګړه کې دستور ور کړل چې دعراق ټول حیاتی او اقتصادی جوړښتونه او تر کار لاندی جوړښتونه دی ویجاړ او دمنځه یوړل سی . او دغه بهیر بیله دا چې دعراقیانو لخوا کوم عکس العمل ښودل سی او یوه کوچنی دفاع هم صورت ونه موندل دغه ورانی او ویجاړی ۴۲ دوڅلویښت ورځې یې پایښت وموند. جګړیزی الوتکوپه خپلویوسلو لسو زرو، ۱۱۰۰۰۰ الوتنو سره اته اتیا زره ۸۸۰۰۰ ټنه بمونه یې پرعراق باندی ور وغورځول چې ددغو بمبارډونو واک او طاقت اووه ۷ چنده زیات دهیروشیما تر اټومی بم څخه ډېر وو چې هیر وشیما یې ویجاړ کړ. په سلو ۱۰۰کې درونهوی ۹۳ فیصده ددغو بمونو څخه چې ددری زره ۳۰۰۰ متره لوړوالی څخه دعراق په اسمان کې به را ایله کیدل پرټاکلی اهدافو او نخښی او نښانیو باندی ندی لویدلی اوندی لګیدلی او په سل ۱۰۰ کې اووه ۷ فیصده یې ندی چاودلی پرخپل ځای پراته دی چې دغه ډول بمونه الکترونیکی کنترلی خاصیت او قابلیت هم درلودل ،چې پينځه ویشت ۲۵ په سلو کې پرغلطه تللی دی او دقیق ځای يې ندی ویشتی او په تیروتنی سره په نور سیمو کښې رالویدلی او تراوس پوری معلومه نده او ندی مشخص سوی چې څومره تاوانونه یې رامنځته کړیدی . چې اکثره ددغو بمبارډونو موخي او هدفونه تر کار لاندی ښاری جوړښتونه وه . بیا راوروسته پنتاګون وویل چې لږ تره تر اوو ۷ فیصدو پوری بمونه یې چې په عراق کې يې کار ورڅخه اخیستی دی «هوښ لرونکی بمونه وه » . دغه هوښ لرونکی بمونه شااوخوا داتیا ۸۰ څخه بیا د۹۰نهوی پوری په سلوکښې ټاکل سوی نخښی یې ویشتلی دی ،په داسی حال کې چې نور کارول سوی بمونه دبمبارډ په وخت کې په عراق کې په سلو کې پينځه اویا ۷۵ فیصده خپلی ټاکل سوی نخښی یې ندی ویشتلی په خطا اوغلطیو باندی تللی دی . په ټولیزه توګه داسمانه چې دعراق پرمخ بمونه رالویدلی دی په سلو ۱۰۰کې اویا ۷۰ فیصده یې په تیروتنی سره په نور سیمو کښې رالویدلی دی او پرټاکل سوی موخو اوهدفونو باندی ندی رالویدلی ،عینی شاهدان اوڅارونکی وایی چې دناټو د ګدو یا ایتلافی ځواکونو دبمبارډونو شمیره هم ددغی شمیره په شان یو ډول او په یوه اندازه وو .
یو شمیر جوړښتونه چې په دی یرغل کې نښانی او هدف نیول سوی وه او دمنځه تللی دی عبارت دی :
* دبرښنا دتولیدلو او ویشلو استیشنونه او اډی
* داوبو دذخیره کولو ،دتوزیع کولو اودتصفیه کولو پمپاژونه اوسیسټمونه
* دتیلیفون مرکزونه ،برجونه او درادیوی اړیکو دساتلو جوړښتونه او ځایونه
*تولیدی کارخانی ، دزیرمو جوړه ولواو دزیرمو دساتلو جوړښتونه، دخوړواو غذایی موادو لوی مارکیټونه اوهټي ، او همدارنګه دوچو شیدو دجوړه ولو کارخانی اوصنعتی دستګاوی دحیواناتو دواکسین جوړه ولو جوړښتونه او کارخانی او د اوبو رسولو مرکزونه او جوړښتونه
*د اور ګاډو دتګ او راتګ جوړښتونه ، دښاری سرویسونو او بسونوتم ځایونه ، پلونه، عمومی او ټولیز واټونه لاری او کوڅي ، داورګاډی قطارونه او وسایط اود اتوبوسونودوړلو او راوړلو تم ځایونه او جوړښتونه
*دنفتو څاګانی او پمپ استیشنونه ، دنفتو دلیږلو جوړښتونه اونل لیکی ،پالایشګاوی ،تانکرونه ،دنفتو زیرمو ،دبنزینو پمپونه او استیشنونه
* دښاری فضلاتو سیسټومونه
یو شمیر کارخانی چې ښاری مصرفی کالی او شیان یې جوړولواو په دی چاروکې يې فعالیت کول دمنځه یې یوړل سول ،دنساجی فابریکی او دموترو جوړه ولو فابریکی دباستان شناسی او ترویزم مرکزونه هم دمنځه ولاړل
همدارنګه په زر ګونی اوسیدونکی بی اوبو سول، تبی او اسهال خورا زیات سول او یوشمیر ناروغی داوبو دککړتیا څخه راپیدا سول او دروغتیایی خدمتونو او دطبی درملونشتوالی ، دلوږ ی او استرس دکبله یوشمیر وګړی او اولسونه خپل ژوند یې دلاسه ورکړ. دښاری تر کار لاندی جوړښتونو دمنځه وړلو دکبله اوسیدونکی ته دسونګو دموادو دنشتوالو دکبله دپخلی او تودوالی دپاره ،دغذایی موادو دساتلو دپاره ،ټيلیفون ،راډیو او دتلویزیون دکار اخیستلو دپاره دبرښنا دنشتوالی لا امله و وړلو او راوړلوته او دتګ او دراتک سیسټمونونه دمنځه ولاړل او ویجاړ سول او په دی هکله ډېری ستونزی عراقی اوسیدونکو ته رامنځته سول ، اودغه امر او ګړنه غذایی سرچینی یې محدوده کړ ، ښوونځي وتړل سول ، د بیکاری او بی وزګارتیا سبب وګرځیدی ، اقتصادی فعالیتونه ډېر محدوده سول او راکښته سو او ددی سبب وګرځیدی تر څو روغتیایی مرکزونه او شفاخانی وتړل سی . دبیلګی په توګه عراقیانو د۱۹۹۰ زیږدیز کال په لمړیو اوو ۷ میاشتوکې دوه زره پینځه سوه ۲۵۰۰ ټنه وچی شیدی یې مصرف کړی وه. مګر د ۱۹۹۰ زیږدیز کال دنوامبر دمیاشتی څخه بیا دفوری تر اوومه ۷مه نيټی پوری او د۱۹۹۱ زیږدیز کال پوری يې اولس ۱۷ ټنه وچی شیدی يې را وارد کړی وو.
ددی هیواد د داخلی تولید واک په کلی ډول دمنځه ولاړ او ویجاړ سو،ډېری عراقیان په دی باوری او عقیده من سول چې بوش غواړی د دوي نوې زیږ ه ول سوی کمکیان او کوچینیان دمنځه یوسی ځکه خو د دوي خوراکی او غذایی زیرمی يې تر یرغل او بمبارډ لاندی نیولی دی او دمنځه یې وړی دی . دعراق سره صلیب اټکل کړی وو چې یوازی د ۱۹۹۱ زیږدیز کال دفوری دمیاشتی تراوومه ۷ نیټی پوری دری زه، ۳۰۰۰ کمکیان او کوچینیان دوچو شیدو او د درملو دنشته والی دکبله مړ سوی او دمنځه تللی دی . دامریکا هیواد په دی جګړه کې دملګرو ملتونو دسازمان منشور ، دلاهه او دژنو ،دنورمبرګ دمنشور او نور نړیوال قوانین یې تر پښو لاندی کړ او هغه یې نقض کړی دی . او بیا هم په هیڅ ډول سره ددی کړنو او ویجاړیو پرضد کوم ګزارش او رپوټ ونه لیکل سو او خپور نه سو .

دنړیوال سوداګری دسازمان پربرجونوباندی د سپټامبر دیوولسمی ڼيټی یرغل په دی سبب تردی سرلیک لاندی توجهی کیږی په داسی حال کې چې پرافغانستان باندی دیرغل او دپوځی لاسوهنی دپاره ګته ورڅخه واخیستل سو، چې ټول الوتکی تښته ونکی دسعودی عرب یا عربستان اوسیدونکی وو او دهغوی د ډلی څخه هیڅوک یې هم دافغانستان اوسیدونکی نه وو.
ددی مطلب لیکوونکی بیا وروسته دامریکایی ځواکونو ویوشمیر زیاتو جنایتونو ته اشاره کوی چې په افغانستان ، پاکستان،یمن ،لیبیااو په سومالی کې ترسره کړی دی او په دی هکله لیکی : دناټو او امریکایی ځواکونو جرمونه هغه پيښی دی چې عادی اوسیدونکی هم په دغو پيښو خبر دی او اطلاع ور څخه لري . اما کوم وخت چې یو شمیر سازمانونه چې د دوي دندی دسولی رامنځته کول دی او په دی هکله حکم هم ور کولی سی ، دوی هم ددغو جرمونو څخه سترګی پټه وی اونه يې وینی او خپله پاملرنه دیوی کوچینی هیواد وخواته نه راګرځوی ، دا په دی معنا دی چې دغه جرمونه پټوی او پرده پرغوړه وی او داسی وایی چې نړی دحرکت ‎په حال کې دسولی پرلورروانه ده .
کوم وخت چې لویدیز هیوادونه داقتصادی نړیدو سره مخامخ وی ، موږ ټوله پوهیږو چې د دوي په فکر اوسوچ کې دلوټولو ا وغلا کولو دیو ی نوې پړاو پیل دی . او تل هم په دغه مورد کې اسیا او افریقا د طبیعی زیرمو څخه ډک دی ، چې د دوي اصلی موخی شمیرل کیدی سی .
ددی مطلب لیکوونکی په پای کې پرچین او پرروسیی باندی هم ددی موضوعاتو په اړه چې په هیڅ دلیل سره نه غواړی چې پر امریکا او ناټو باندی د دوي ددغو سرغړونو په نسبت پریګړه لیک صادر کړی ګوت نیونی یې کړی دی او لیکی که نړی واقعآ غواړی چې د عدالت پر لوری مخته ولاړه سی او پرمختګ وکړی ،هرومرو دی تر څیړنی او تحقیق لاندی دی ونیو ل سی ./
پای
یو بل مهم مطلب د نوموړی موضوعاتو او پيښوسره یو شان دی :
دفارس نیوز څخه
دکوچینیانواو کمکیانو دعام وژنی څخه یو کال تیر سو
دقندهار دکوچینیانواو کمکیانودعام وژنی څخه چې دامریکایی فوځی ځواکونو په لاسونو ووژل سول یو کال تیرسو
دیو کال په تیریدو سره دقندهار ولایت دښځو او کوچینیانو ډلیزه وژنه چې دامریکایی فوځی ځواکونوپه لاسونو سره مړه او وژل سول ،اوتر دا اوسه پوری وروستنی حکم هم د دی جنایت دعاملینو په هکله صادر سوی ندی

د۱۳۹۰ لمریز کال د کب دمیاشتی پریوویشتمه ۲۱ورځ دسهار پرمهال امریکایی منصبدار یا افسر«رابرت بیلز» دافغانستا ن په سویل کې دقندهار ولایت د پنجوایی په سیمه کښې شپاړس ۱۶ تنه غیر وسلوال ملکی اوسیدونکی دهغه جملی څخه ښځی او کوچینیان يې په ډلیزه توګه و وژل .
او دغه«رابرت بیلز» په خپل انسانی ضد پیل او کړنی سره دوژلوسویو غیر وسلوالو دمړووجسدونه ته اور واچول او ټول یې وسوزه ول او په ډېر هوسا ډول سره دجنایت دځایه څخه وخپل اډی ته راستون سو .
په قندهار کې دامریکا دځواکونو قوماندان سمدلاسه نوموړی يې دمحاکمه کول تر نامه لاندی دافغانستان څخه وایستل اما دهغه وخت راهیسی تر دا اوس پوری په دقیقه توګه دهغه د دوسیی څخه څیړنه او پوښتنی صورت موندلی ندی اوپایله يې څرګنده سوی نده .
سربیره پردی چې دغه امریکایی سرباز څو ځلی ومحکمی ته غوښتل سوی دی اما تر اوس پوری دمحکمی وروستنی حکم دده په هکله ندی صادر سوی . یوشمیر څیړونکی په دی باور دی چې دامریکا فوځ دوخت په تیره ولو سره په دی هیله دی چې ددغه امریکایی فوځی دوسیه دی په کلی ډول سره پای ورسوی او دمنځه یې یوسی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery