مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-03-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

نړیوال سازمانونه چاپ شو!

سیدعبدالله ولي زی

 

د نړیوالو اړیکو د پيژندنې په برخه کې د حقوقو د څانګپوه محمد نظیم سمون ژباړل شوی «نړیوال سازمانونه» کتاب چاپ شو.  په دغه کتاب کې بېلابېلې نړیوالې ادارې او سازمانونه سپړل شوي دي او د هغوی په اړه هر اړخیز مالومات را ټول شوي دي. دغه کتاب له ژباړلې، سمون او اوډنې وروسته د ویښ افغان ټولنیز اصلاحي تحریک له خوا په ښه صحافت او ښه کاغذ خپور شوی دی. کتاب ټولټال ۲۸۰ مخه لري چې په لویه کچه (۱۸×۲۵) کې چاپ شوی دی.  د کتاب مالي لګښت د سیدانو کلتوري ټولنې وړکړی او په خپله یادونه کې چې په دغه کتاب یې لیکلې ده لیکي: چې د دغه کتاب مالي ملاتړ یې د ارواښاد سیدمجیب احمد د مړینې د اووم تلین په یاد کړی او په همدغه یادونه کې یې د نوموړي بشپړ ژوندلیک هم لیکلی دی. په کتاب د خپرندویې ټولنې د یادښت پرته، د سیدانو کلتوري ټولنې یادونه، د ژباړن خبرې، د لیکوال مخکېوینه او د ډاکټر سیدنصیراحمد له خوا سریزه لیکل شوي دي.
د علمي کتابونو له دود سره سم د کتاب لومړۍ پوښتۍ په هندسي اشکالو ښکلې شوې، د پوښتۍ په پیل کې لیکل شوي «له نویو زیاتونو سره». دا چې د کتاب د اولسم چاپ ژباړه ده نو لیکوال او ژباړن دواړو ځینې اړینې زیاتونې په اصلي کتاب کې کړي دي. د هغې لاندې د کتاب نوم «نړیوال سازمانونه» لیکل شوی دی. په دایروي شکل کې دننه د نړۍ نقشه ښکل شوې ده. په لاندینۍ برخه کې د لیکوال او ژباړن نوم او د چاپېدو کال «۱۳۹۱ لمریز» راغلی دی.
د کتاب د وروستۍ پوښتۍ په پیل کې په انګریزي ژبه د کتاب پيژندنه ده او د ملګرو ملتونو نښان په تت حالت کې په شا کې یې راغلی دی. د هغې لاندې د خپرندوی «ویښ افغان ټولنیز اصلاحي تحریک» نښان او بشپړ نوم راغلی دی.
دغه کتاب کولای شي د حقوقو او نړیوالو اړیکو د محصلانو لپاره ښه لاسوند وي.
د کتاب چاپ چارې په ننګرهار کې مومند خپرندویې ټولنې کړي او د کتاب مینه وال کولای شي دغه کتاب په ننګرهار کې د مومند خپرندویې ټولنې او په نورو ولایتونو کې د همدې ټولنې له څانګو او نورو کتابتونونو ترلاسه کړي.
زه د دغه کتاب د چاپېدو له امله خپرندویې ټولنې، افغان ولس او ګران ملګري سمون صاحب ته مبارکي وړاندې کوم او هیله مند یم چې سمون صاحب د مسلکي ژباړې دغه چارې ته ادامه ورکړي تر څو د پښتو ژبه په علمي کتابونو نوره هم بډایه شي.
په درنښت

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery