مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-04-02   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د کرکټ د اوسمهال تر ټولو جذابه پېښه څنګه ده؟؟؟

لیکنه او ژباړه: حکمت سروش

  که تاسو د کرکیټ او په ځانګړي ډول د لږو اورونو یانې شل اوریزو لوبو مینوال یاست، که چیرې مو د څلوریزو او غټو شپږیزو هیجانې خوند ته زړه کیږي. که له تېزو بالونو، د ویکیټې د غورځېدو او په یو دم د زرګونو خلکو د خوشالۍ له چیغو خوند اخلئ نو ستاسې انتظار په ختمېدو دی، ځکه چې ای پي ال ۶ په شروع کېدو دی.
د ۲۰۱۳ م، انډین پریم لیګ سیالۍ چې په مخفف یانې آی پي ایل مشهوره دي، په ۲۰۰۷ کې پیل شوې او دا یې شپږم پړوا دی.
په دې سیالیو کې به نهه لوبډلې لوبې کوي چې د اپریل له دریمې نیټې به پیل او د می تر ۲۵ مې به روانې وي.
د پرانیستې مراسم به یې د اپریل پر دوهمه د هند د کلکتې ښار په سالټ لېک لوبغالي کې ترسره شي، چې د هند مشهور فلمي ستوري شاه رخ خان، کترینه او ډیپیکا به په کې ګډا کوي.
د دې تر څنګ به انګلیسي سندرغاړی پیټبول هم د خپلو مستو سندرو سره پروګرام مستوي.
شاه رخ ویلي چې د آی پي ایل د شپږم پړاو پرانیستونکی مراسم به داسې مراسم وي چې تر اوسه به چا په هند کې نه وی لیدلي.
په دې کې له نڅاګرو نیولې، تر اتش بازیو پورې هر څه وي.
د دې سیالیو د تېر کال اتل د شاه رخ خان لوبډله کلکته نایټ رایډرز ده چې په پایلوبه کې یې چنای سوپر کینګز ته ماتې ورکړې وه.
راځئ په دې سیالیو کې د لوبېدونکو لوبډلو او لوبغاړو په اړه مالومات ولولو، په تېر پړاو کې یې له کارګردکۍ او پر راتلونکې هغه یې له تاثیراتو خبر شو.
کلکته نایټ رایډرز

روزونکی: ټریور بایلیس
د ۲۰۱۲ کارکردګي:
په وروستیو ۱۳ لوبو کې د ۱۰ په ګټلو سره یې د دې سیالیو تاج خپل کړ او اتل شو.
روح روان:
شاه رخ خان، نه نه ټوکې کوم، که جدي ووایو د دې لوبډلې مهم سړی باید سنیل نراین وبلل شي چې تېر کال یې په ۱۵ لوبو کې ۲۴ لوبغاړي وسوځول او همدارنګه دې نومونه لا پسې خطرناک کړ چې توپوهونکی یې نه شي لوبولای او نه یې په چل پوهیږي.
ټوله لوبډله:
براډ هډین، برینډن مکالم، بریټ لي، دیباراتا داس، ایون مورګن، ګوتم ګمبیر، اقبال عبدالله، جاکیس کالیس، جېمز پټینس، لکشمي پتي بالاجي، لکشمي رتن شوکلا، منوج تیواري، منویندر بیسلا، محمد شامي، پردیپ سانګوان، رجت بتیجا، ریان مکلارن، ریان ټن دوسچاتي، سچیترا سینانایک، سرابجیت سینګ لدا، شکیب الحسن، سنیل نراین او یوسف پټان.

چنای سوپرکینګز

روزونکی: سټیپن فلیمنګ
د ۲۰۱۲ کارکردګي:
چنای لوبډله د تېر پړاو په پېل کې ډېر کمزوري ول، هیڅ به دې زړه ته نه لوېده چې کله له کلکته نایټ رایډرز سره په پایلوبه کې میدان ته راووتل. لوبه یې وبایلله، خو دا افتخار یې وګټی چې په ډېر زبردست ډول په پنځه کلونو کې د څلورم ځل لپاره پایلوبې ته راووتل.
روح روان:
رویندرا جډېجا، د دوو میلیونو امریکايي ډالرو سړی ( په دې بیه لوبډلې اخیستی) که څه هم په چینای سوپر کینګز کې د خپل دې قیمت سره سم کار ونه کړ، خو موږ په دې هیله یو چې دا ځل به په ښه توګه رامخته کیږي. نوموړی په خپله ملي لوبډله کې ښه وځلېدی خو دا ځل باید په ای پي ایل کې، په پوره ۱۰ لوبو کې تر ۱۲ ویکیټو اخیستلو او ۱۹۱منډو جوړولو ډېر څه وکړي.
ټوله لوبډله:
اکیلا دنانجیا، البي مورکل، انیرودا شریکانت، انکیت سینګ راجپوت، بي اپاراجیت، بین هیلپینهای، بین لاغلین، کرسټوپر موریس، ډیک نانیس، ډاین براوو، فرانکوس دو پلیسیس، امتیاز احمد، جاسن هولډر، مایکل هسي، موهیت شرما، مهیندرا سینګ ډهوني، مورلي ویجې، نووان کلاسیکارا، آر کارتیکیان، روي چندرا اشوین، رویندرا جډېجا، رونیت موري، شاداب جکاتي، سوبرمنیم بدرینات، سرېش راینا، ویجې شنکر، وریدیمن ساها.

ممبی انډینز

روزونکی: جان رایټ
په ۲۰۱۲ کې کارکردګي:
په تېر پړوا کې یې دریم مقام وګاټه، د یوې نه هیرېدونکې شیبې سره چې د چنای سوپرکینګز په وړاندې یې په وروستي بال لوبه پای ته ورسېده. له ۱۶ لوبو څخه یې ۱۰ وګټلې.
روح روانان:
لسیت ملینګا او کیرن پولارد ته باید د ممبی انډینز مهمې څیرې وویل شي. سریلانکايي ملینګا د آی پی ایل تر ټولو خطرناک بالر دی، تېر کال یې په ۱۴ لوبو کې ۲۲ ویکیټې واخیستې نوموړي د ۱۶.۶۳ په اوسط سره ۸۳ لوبغاړي سوځولي.
ټوله لوبډله:
ابو نسیم احمد، اکشر پاټیل، ادیتیا تار، ایډین بلېزرډ، امباتي رایدو، امیتوزي سینګ، دوال کولکرني، دینېش کارتیک، دواین سمیت، ګلېن مکسویل، هربجن سینګ، جاکوب اورام، جلال سکسېنا، جېمز فرنکلین، کیرن پولارد، لسیت ملینګا، میشل جانسن، مناف پاټېل، نتن کولتر نیل، پیلیپ هګز، پوان سویال، پراګیان اوجا، ریکي پونټینګ، ریشي دوان، روهیت شرما، سچین ټنډولکر، سوریا کمار یادو، سوشانت مراټې، یوزویندرا سینګ چهال.

ډهلي ډېر ډیویلز

روزونکی: ایریک سیمونز
په ۲۰۱۲ کې کارکردګي:
په لومړي یا د لیګ په پړوا کې لومړۍ شوه، خو په پلې افس (حذفي) پړاو کې یې مزه نه وه او له کتاره ووته.
روح روان:
ښکاره خبره ده چې د دې لوبډلې مهمه څېره ویریندر سېواګ دی چې تېر کال یې په ۱۶ لوبو کې ۴۹۵ منډې جوړې کړي. خو موږ د دې لوبډلې روح روان انموکت چاند بولو، د هند د نولس کلنو ځوانانو د ملي لوبډلې کپتان چې تېرکال یې نړیوال جام وګاټه، دا ځل باید ده ته موقع ورکول شي چې وګورو څه کولای شي.
ټوله لوبډله:
اجیت اګرکار، اندر رسل، اریشت سنګاوي، اشیش نیهرا، سي ایم ګوتم، ډېویډ وارنر، غلام بودي، عرفان پټان، جیون میندیس، جیسي رایډر، جوهان بوتا، کیدر جیدې، کیوین پیټرسن، مهیلا جیوردنا، منپریت جونیجا، مورني مورکل، نومان اوجا، په ون نیګي، ریلوف وان در میروي، رایسټون دیاس، سیدارت کاول، سوجیت نایک، شهباز ندیم، اومېش یادو، انموکت چاند، ورون ارون، وینوګوپال راو، ویریندر سېواګ، یوګېش ناګر.

کینګز ایلېون پنجاب

روزونکی: ادم ګیلکریست
په ۲۰۱۲ کې کارکردګي:
پنجاب لوبډله په مهمو او حیاتي لوبو کې ښه نه وه. له دریو کلونو څخه په پرله پسې ډول په دې نه دي توانیدلي چې مهمې لوبې وګټي. تېر کال یې د بایللو او ګټلو لوبو شمېر برابر و، او همدارنګه ویې نه شوای کولای چې پرله پسې دوې لوبې وګټي.
روح روان:
اظهر محمود د دې لوبډلې داسې څېره ده چې د ټولو سترګې به ور اوړي، زموږ ټولو خوښ دی، د نوموړي شتون په لوبډله کې هیجان جوړوي او مقابل لوبډله له ویرې سره مخ کوي. اظهر ښه فلیډ، بېټینګ او بالینګ درې سره کولای شي. په ۲۰۱۲ کې یې په ۱۱ لوبو کې ۱۸۶ منډې جوړې کړې او ۱۴ ویکیټي یې واخیستې، اوس برتانوی پاسپورټ لري او کولای شي په آی پي ایل کې ولوبیږي.
ټوله لوبډله:
ادم ګیلکریست، انکیت چودري، اظهر محمود، بارګې بټ، بیپول شرما، ډېویډ هسي، ډېویډ میلری، ډیمیتري ماسکارنهاس، ګورکیرات من سینګ، هرمیت سینګ بنسال، لوک پومېرسباش، منان اوهرا، مندیپ سینګ، منپریت ګوني، نیتین سایني، پریویندر اوانا، پاول والتایتي، پیوش چاولا، پروین کمار، آر ستیش، ریان هریس، سندیپ شرما، شان مارش، سیدارت چیتنیس، سني سینګ.

سن رایزرس حیدرآباد

روزونکی: ټام موډي
په ۲۰۱۲ کې کارکردګي:
دا لوبډله تر دې وړاندې ډیکن چارز نومېده، تېر کال له منځه دویم شو، چې رښتیا شي هیڅکله یې هغه مقام ته ځان نه دی رسولی چې په کار وه.
روح روان:
زبردست بالر ډېر سټېن، چې تېز دی، خطرناک دی او ظالم دی. د نړۍ په هر کونج او د کرکیټ په هر فارمټ کې یې ویکیټي اخیستي. او بې له شکه چې اغېزناک او ګټور بالر دی. تېر کال یې په ۱۲ لوبو کې ۱۸ لوبغاړي وسوځل. ښه شهکاري یې د دریو لوبغاړو په سوځولو سره یوازې د ۸ منډو ورکول و.
د ده تر څنګ شېکر دَون هم د پام وړ دی، خو د هغه زخمي کېدا به ټیم ته لوی زیان وي او کېدای شي د دې پړوا په ځینو لوبو کې ونه لوبیږي.
ټوله لوبډله:
اکشت ریډي، امیت مشرا، اناند رجن، انکیت شرما، اشیش ریډي، بیپلاب سمنترې، کامیرون وایټ، کریس لین، کلینټ مک کي، ډېر سټېن، ډېرن سامې، دوارکا روي تېجا، هنوما ویهاري، ايشانت شرما، جېن پاول ډومني، کرن شرما، کومار سنګکارا، نتن مکالم، پرتیو پاټېل، کوینټن دي کوک، سچین رانا، شېکر دَون، سودیپ تیاګي، تلایون سرګونم، تیسارا پیرېرا، وير پرتاب سینګ.
بېنګلور رویل چېلنجرز
روزونکی: رې جینینګز
په ۲۰۱۲ کې کارکردګي:
د دوی د بېټنګ انتظام ته په کتو سره، تېر ځل پر پنځم مقام ختمېدل بدخونده کیسه وه، خو هغوی په پلې آفس یا حذفي لوبو کې د خپلو منډو د اوسط له لاسه وبایلله، او دا خبره داښيي چې ولې باید د لوبو د څوکه په څوکه ختمولو مخه ونیول شي.
روح روان:
په ۱۵ لوبو کې یې ۷۳۳ منډې جوړې کړې، ۴۶ یې څلوریې ووهلې او ۵۹ هم شپږیږې، سټرایک رېټ یې ۱۶۰.۷۴ و. دا سړی له ویسټ انډیز څخه دی، چپ لاسی توپ وهونکی دی، ښه خوندسرده او خوش طبع دی، کریس ګېل یادوو.
ټوله لوبډله:
اې بي ډیولرز، ابیمنیو میتون، ابینو موکونډ، اندریو مکډونالډ، ارون کارتیک، چیتیشور پوجارا، کرییس ګېل، کریسټوپر بارنویل، ډېنېل کریسټین، ډېنېل ویټوري، هرشل پاټیل، جېدېو اونادکت، کې پي اپننا، کرون نایر، مایانک اګروال، مویسي هینرینکس، ورلي کارتیک، موتیا مورالیترن، پنکج سینګ، پرشانت پرمېشور، آر وینې کمار، روي رامپال، رودرا پرتاپ سینګ، ایس ارویند، سندیپ واریر، سوراب تیواري، شیلډون جکسن، سني سوهال، سید محمد، تيلاکرانتي دیلشان، ویجې زول، ویرات کوهلي، ظهیر خان.

پونې واریرز
روزونکی: پروین امري
په ۲۰۱۲ کې کارکردګي:
د دې لوبډلې په اړه یوازې یو شی د خلکو په یاد دی، چې کله سورو ګنګولي د ویکیټ تر اخیستلو وروسته منډې وهلې او ورېښتان یې باد اخیستي ول او په ډېر زحمت یې په ده پسې ځان رساوه. بله یې لا دا چې مایکل کلارک هم دا کال د زخمي کېدو له امله په دې لوبو کې برخه نه شي اخیستلای.
روح روان: پروېز رسول، په دې سیزن کې ډېر ښه ولوبېدی او وځلېدی. نوموړی له جمو کشمیر څخه لومړنی لوبغاړی دی چې په آی پي ایل کې برخه اخلي. نوموړي د اسټرالیا د دورې پر وخت اووه ویکیټې واخیستې، که څه هم د آی پی ایل بال له هغه څخه فرق کوي، هیڅوک نه پوهیږي چې دی باید څنګه خپلې لوبډلې ته یو څه ورکړي. خو بیا هم د دې لوبډلې د مینوالو تمه ده چې ګوندې دی به په دې پړاو کې څه کمال وکړي.
ټوله لوبډله:

ابیشیک نایر، اجنتا مینډیس، علي مرتضی، انګیلو ماتیوز، انوستوپ ماجومدار، اشوک ډینډا، بووینشور کمار، دیراج جیدې، ایکلاویا دویدي، هرپریت سینګ، ایشور پانډې، کېن ریچارډسن، کریشناکانت اوپادې، لوک رایټ، مهېش راوت، منېش پانډې، مارلون سېمولز، مایکل کلارک، مېشل مارش، میتون منهاس، پروېز رسول، راهول شرما، رایپې ګومز، روبین اوتاپا، راس ټېلر، شریکانت واګ، سټیو سمیت، سومن، تمیم اقبال، اودیت بیرلا، یووراج سینګ، واین پارنیل.

راجیستان رویلز
روزونکی او کپتان: راهول ډرېویډ
په ۲۰۱۲ کې کارکردګي:
تېر کال یې اووم ځای خپل کړ، خلک دا ځل بیا هم هماغه فکر کوي چې راجیستان رویلز به هیڅکله د ۲۰۰۸ غوندې د دې سیالیو اتل نه شي، چې د ټول سیزن جام خپل کړي.
روح روان:
شېن واټسن به پوره هڅه وکړي چې کرکیټ اسټرالیا ته ثباته کړي چې تر درملنې وروسته روغ شوی او لوبه کولای شي. که چیرې نوموړي په لوبه کې هماغسې اور ولګوي لکه د هغه هیواد چې یې غواړي بیا خو نو په ضمانت کولای شي چې د راجستان پیټی پر اوږو یوسي.
ټوله لوبډله:
اجینکیا رانې، اجیت چندېلا، انکیت چَوَن، امیت سینګ، اشوک میناریا، براډ هوګ، دیشانت یاګنیک، فیډل ایډورډز، هرمیت سینګ، جېمز فالکنر، کیون کوپر، کوسال جانیت پیرېرا، اویس شاه، پره وین تامبې، راهول ډرېویډ، راهول شوکلا، ایس سریشانت، سچین بېبې، شرییاتس ګوسوامي، سیدارت تریویدي، ستارت بیني.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery