مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-04-02   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

افغانستان د کرکټ اسيايي سياليو پاى لوبې ته ووت

لودين
په نيپال کې د کرکټ اسيايي سياليو په نيمه پاىلوبه کې افغانستان هانګ کانګ ته په ماتې ورکولو سره د دغو سياليو پاىلوبې ته لار پيدا کړه. د لسو اسيايي هېوادونو په ګډون د کرکټ شل اووريزې سيالۍ د وري په ٦مه په نيپال کې پيل شوې دي. د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وويل، د دې لوبې پچه افغانستان وګټله، خو لومړى يې د هانګ کانګ لوبډلې ته د لوبې کولو پرېکړه وکړه. هوتک وايي، چې د هانګ کانګ لوبډله په نولسو اوورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ١٠٩ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١١٠ منډو هدف وټاکه. د افغانستان له لوري حمزه هوتک د هانګ کانګ درې، سميع الله شينواري ٢، محمد نبي او افتاب عالم يو يو لوبغاړي وسوځول. د کرکټ بورډ وياند وويل، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دغه هدف په ډېرې اسانۍ سره په اتلسم اوور کې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله. د افغانستان له لوري نجيب ځدراڼ ٣٧، فضل الرحمن ٢٣، محمدنسيم ١٥، کريم صادق ١٤، او محمدنبي لس منډې جوړې کړې. له دې بريا سره افغانستان د نيپال د روانو سياليو پاىلوبې ته لاره ومونده، چېرته چې د نيپال او اماراتو ترمنځ د ګټونکې لوبډلې سره پاى لوبه کېږي. افغانستان تر دې مخکې په ٢٠٠٧، ٢٠٠٩ او ٢٠١١ کلونو کې د دغو سياليو اتلولي خپلې کړې او دا ځل به له خپلې اتلولۍ څخه دفاع کوي. د نيپال په سياليو کې دوه لوبډلې د شل اووريز نړيوال جام لپاره غوره کېږي، افغانستان د يو ورځني کرکټ دريځ په لرلو او د اماراتو د کوربه توب له امله لا دمخه دغو سياليو ته لاره پيدا کړې ده. دا سيالۍ پر دوو ګرپونو وېشل شوي، په الف ګروپ کې نيپال، ماليزيا، هانګ کانګ، مالديف او سنګاپور او په ب ګروپ کې افغانستان، امارات، عمان، کويټ او بحرين شامل دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery