مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-04-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په كريكټ بورډكې دسوال د پيسو حساب نه كيږي

یاسر

 افغان كريكټ لوبډله د شل اوريزو اتلولي وكټله ، وياړونه خپل كړ،شمله يې اوچته كړه مات زړونه ټكور كړل افغان بيرغ يې ورپاوه . ملي يوالي يې راجوړ كړ د افغان كهول ته يې د سولې هيله راوړه جكړې دګر ته يۍ د توپك او مرمــۍ پر ځاي بيټ او بال راوړ ، وژل او ټپي كيدو پرځاي اوټ او رن اوټ راوښود دكورونو د ورانولو او خرابول پرځاي يې د څلوريزې او شپيږې خوند راوړ د سولې سفيرانو بريا مو مبارك شه افغان لوبډلې بريا مو مبارك شه
 خو د كريكټ لوبغاړو!
تاسۍ خبرياست چې ستاسو مشران ستاسو په سر او ستاسوپه نوم كاربار كوي (د يولسم صنف څخه فارغ كړل شوى د قبائيلو په چارو كې د ولسمشر سلاكار شهزاده اود كريكټ بورډ(چرمين) د كريكټ بورډ اوسني سلاكار او پخوانى اجرائيوي مشر ښاغلي نسيم الله دانش چې تر پرون يې د كريكټ بورډ په پيسو خپل كورنۍ اوماشومانو ته په دوبۍ او نورو هيوادونو كۍ چكرونه وركول او په مياشت كې تر شپيته زرو زياتو افغانيو د موبايل كريدت مصارفاوه په سمبوليك امتحان او د ښاغلي دانش په خوښه او پيسو ټاكل شوى اجرائيوي مشر (ډاكترنور محمدمراد) د پيسو د كټلو يو مثلث رامنځه ته كړى دوي يوازې پيسې پيژني ستاسو په نوم او ستاسو په وياړونو پيسۍ ګټي دوي هر ورځ هر سوداګر،شركت او كمپنۍ ته كچكول په لاس ورځي وائي(( زمونږ لوبغاړلو اود افغانستان كريكټ سره مرسته وكړئ حال داچې كريكټ ته ځانكړي شوي پيسې چې اتصالاتو مخابراتي شركت يې وركوي نه شي مصرولاي هغه پيسې پريږدي او له نورو سوداګرو او شركتونو پيسې غواړي داچې ولې؟ ځواب يې اسان دي دغه مثلث كه چيرې له اتصالات يا نورو هغو پيسوڅخه چې سرچينې او دركونه يې معلوم دي درغلي وكړي ممكن يو ورځ ورسره حساب وشي خو له سوداګرو، شركتونو او نامعلومو دركونو څخه ترلاسه شووپيسو حساب ځكه نشي كيداي چې دركونه يې نه دي معلوم دغه پيسۍ نيع په نيغه د دغو چارواكو جيبونو ځي حال داچې دغه پيسې د افغان لوبغاړو په نوم اخيستل كيږي كه څه هم د ښاغلي شهزاد سر د كريكټ بورډ په ډيرو معاملو نه خلاصيږي خو وزير د دانش هغو ډاليو ته سخت خوشحاليږي چې دانش يې د دوبي او نورو هيوادونو تر چكر ورسته وزير ته راوړي په متحده عربي اماراتو كې د سكاټلند سره په لوبو كې شل اوريزې سيالۍ د كريكټ د نړيوالۍ شورا په تقسيم اوقات كې نه وو شامل خو په كريكټ بورډ كې اوسنۍ مافيا (مثلث) په چل او فريب په متحده عربي اماراتو له هغو سوداګرو پيسۍ وشكولې چې له افغانستان اودافغانستان له كريكټ او افغانانو سره مينه لري او دغه پيسې ترستوني تير كړل حال دا چې د افغانستان كريكټ بورډ ته له پراختيايي بوديجې پرته په كال كې شپږ سوه زره ډالره د اتصالاتو مخابراتي شركت وركوي اووه سوه زره د كريكت له نړيوال شورا څخه ترلاسه كوي او يو ميلون ډالره د دولت له بوديجې څخه كريكټ بورډ ته وركول كيږئ خو بيا هم د كريكټ بورډ د كاركوونكو معاشونه كله كله تر درې مياشتو او كله تردې زيات ځنډيږي د كريكټ بورډ اداره ديادو شوو پيسو ترڅنګ له اتصالاتو مخابراتي شركت څخه د پراختيايي بوديجې په نوم هم پيسۍ ترلاسه كاوه په ۲۰۱۱ كال كې نسيم الله دانش او ډاګتر مراد د اتصالاتو له مخابراتي شركت څخه د كريكټ د يوه اكاډمۍ اوجيم جوړولو په نوم دوه سوه پنځوس زره ډالره واخيستل خو نه اكاډمي جوړه شوه او نه جيم خو كريكټ بورډ ته د وركړل شوي پيسې نادرك شوې همدا وو چې د اتصالاتو مخابراتي شركت خپله پراختيايي بوديجه په كريكټ بورډ بند كړه
 ددې تر څنګ هره مياشت كې د كريكټ بورډ د مامورينو او كاركوونكو له معاشونو څخه ماليه اخيستل كيږي خو درې كاله كيږي چې د مالې پيسې د مالې وزارت ته نه دي سپارل شوي
 په تيرو كلونو كې د افغان لوبغاړو د برياوو لمانځ غونډې په انتر كانيننتل هوټل كې ترسره كيدې خو اوس ورته غونډې په نوروهوټلونو كې نيول كيږي داچې ولې؟
 دليل يې دا دي چى ښاغلى نسيم الله دانش له كريكټ بورډ څخه پيسي اخيستي خو پيسي په خپله مصرف كړيدي او د انتركانټيننټل هوټل ته يې نه دي سپارلي
 اوس چې هر ورځ انتر كانتيننتل پيسې غواړي نو دوي ځانونه ترې پټوي او له شرمه هلته تلاي نشي نو ځكه ورته لمانځ غونډې په نورو هوتلونو كې نيول كيږي
 په كريكټ بورډ كې د فساد او داسې په سلګونه د لوبغاړو له نوم څخه داستفادې بيلګې شته چې بيا به يې در سره شريك كړو
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery