دخپریدو نیټه : 2013-04-20 مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار
غزني کې پاڅون کوونکو شل وسله وال وژلي
لودين
د غزني چارواکي وايي، چې د ولسي خلکو او وسله والو طالبانو ترمنځ کې د يوه قوماندان په ګډون ٢٠ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په دغه ولايت کې د ۲۰۳ تندر قل اردو د درېيمې لوا وياند نظيف سلطاني وويل، چې تېره شپه د مقر ولسوالۍ د عزيز کلا په سيمه کې د وسله والو طالبانواو ولسي پاڅون کوونکو ترمنځ نښته رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، چې د نښتې پر مهال د ملي اردو ځواکونه هم د ولسي پاڅون کوونکو مرستې ته ورسېدل او جګړې پنځه ساعته دوام وکړ.
سلطاني وايي، چې د دې جګړې په پايله کې د يوه قوماندان په ګډون ١٢ وسله وال طالبان ووژل شول او د دې ډلې د مرستيال قوماندان عبدالقهار په ګډون شپږ نور ټپيان شوي دي.
نوموړي وويل، چې د وژل شوو طالبانو جسدونه اوس د مقر ولسوالۍ په روغتيايي کلينيک کې پراته دي او په نښته کې ولسي خلکو او ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د يو بل خبر له مخې، تېره شپه د غزني په اندړو ولسوالۍ کې هم د وسله والو طالبانواو ولسي پاڅون کوونکو تر منځ نښته شوې، چې په ترڅ کې يې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسي وال وويل، چې کېداى شي د وسله والو د مرګ ژوبلې شمېره ډېره وي، خو د اتو تنو جسدونه په سيمه کې پاتې دي.
پرون په اندړو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې ١٣ پاڅون کوونکي وژل شوي وو.
وسله والو طالبانو په اندړو ولسوالۍ کې د خپلو ملګرو وژل کېدل رد کړي، خو په مقر کې يې د خپلو دوو طالبانو وژنه منلې ده.