مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-04-23   مخپرونکئ : 050 - دبېنوا خبریال - کابل

د لوګر پوهنې رياست او د شمال ټلوالې ناسمه سيالي

محمدنسيم ستانكزى
لوګر چې په تيرو يولسو كلونو كې د هر ډول ناخوالو او بدمرغيو شاهد وو، او لا هم ددغه اور په لمبو كې سوځي، او هر څوك چې ورته راځي نو د خپلو جيبونو په ډكولو او د نورو ستونزو تر زيږولو وروسته بيرته ورڅخه ځي. خو په دي منځ كې ډير كم شمير په هيواد، ولس او وجدان مين انسانان هم شته چې نه غواړي په دغه ولايت كې د فساد او نورو داسې كړنو چې زيان يي لومړى ولس او بيا دولت ته رسيږي شتون ولري، چې له دې ډلې يو هم د لوګر ولايت د پوهنې رياست مشر انجنير محمداكبر ستانكزى يادولي شم، په لوګر كې د ګڼو چارواكو دناسمو كړنو او په فساد كې د لاس لرلو په اړه ګڼ شمير ليكوالانو ليكنې وكړې، د مطبوعاتو د كورنۍ غړو انځوريز او غږيز راپورونه ورباندي جوړ كړل خو خداى شته چې چا ورباند غوږ هم ونه ګراوه، همداسې يي د لوګر د پوهنې رياست په اوسنى مشر انجنير محمد اكبر ستانكزى پسې ناسم او داسې راپورنه خپاره كړل چې پايله به يي نه يوازي زده كوونكو بلكي په لوګر كې به د پوهنې په نظام د زهرو په شان بده اغيزه وكړي، چې جبران كول به يي بيا لويه ستونزه وي، همدغو انديښنو او سوچونو پسې اخيستې وم مجبور شوم چې لاړشم لوګر ولايت ته او دغه حالت له نږدي وڅارم، له څو تنو ښوونكو او زده كوونكو سره مې خبرې وكړي خو هيچا راته دا خبرې سمي ونه بللي ټولو ويل دا هسې يو پروپاګند او له حقيقت څخه لري خبره ده، خداى شته ډير خواشينې شوم چې دا كار څوك او د څه لپاره يي كوي؟ بلاخره مې د محمداغې ولسوالۍ په يو ښوونځى كې يو تن ښوونكي پيدا كړ او هغه راته داسې وويل چې دا كار د يوې مافيايي ډلې چې په شمالي ټلوالې پوري تړلي، هغوي نه غواړي چې د لوګر د پوهنې په برخه كې يو سم او بډې نه اخيستونكې كس شتون ولري، ځكه په وينا يي د لوګر ولايت د پوهنې رياست د نوي مشر له ټاكل كيدو مخكې دوې د پوهنې په برخه كې كوم نا قانونه كار چې ووايي كاوه يي او هيچا هم تري پوښتنه نه كوله، اوس چې انجنير محمد اكبر ستانكزى د لوګر د پوهنې د مشر په توګه ټاكل شوي، له دي امله چې يو ريښتينى، پاك او ايمانداره په كار پوه شخصيت دي او د پوهنې په برخه كې يي په قانوني اصلاحاتو لاس پوري كړي نو ګڼ شمير رقيبان يا سيالان يي نه غواړى چې داسې وشي ځكه دوې بيا نشي كولاي چې نا قانونه كارونه وكړي چې كيدايشي تاسو ته هم پوښتنه پيداشي چې دا ډله څوك او ولئ داسې كوي؟ په دې كار كې د پوهنې رياست پخواني كاركوونكي او د محمداغې ولسوالۍ د پوهنې مدير او يوشمير نور امرين چې خوله يي خوږه اموخته شوي او اوس ورته سپوره مړۍ خوند نه وركوي ښكيل دي، د لوګر ولايت د پوهنې نوي رييس اوس مهال د يوشمير داسې نا قانونه كړنو مخه نيولې چې هم يي ټولنې او هم هيواد ته تري زيان رسيده، نو سيالان يي رنګا رنګ تورونه پوري كوي او ناحقه تبليغات يي پيل كړي ترڅو د پوهنې رييس ګوښه او پرځاي يي د ځان په شان خاين كينوي او ورسره ددوې هم غوا لنګه شي نور يي ددوې پر بلا چې ولس باندي څه كيږي، د هيواد بچى څنګه روزل كيږي، دوې خو بس په هغو زرګونه افغانيو پسې خپه دي چې پخوا به يي د حق الزحمې او په نورو پلمو او بهانو اخيستې او خپلو جيبونو ته به يي اچولي، او ددې ترڅنګ هركال لسګونه كسانو ته جعلي شهادت پاڼۍ جوړوي او پيسې تري اخلي، ياد ښوونكي همدارنګه ورته لسګونه نورو ستونزو ته هم اشاره وكړه او وويل چې ټوله ستونزه د پوهنې رياست د نوي مشر په پوره ايماندارۍ او ريښتونولۍ سره كار كولو جوړه كړي، خداي مه كړه كه ستانكزى صاحب هم په فساد كې ډوب واي او هرچاته يي هرډول يي چې خوښه واي كارونه ترسره كولاي نو د لوګر د پوهنې په برخه كې به هيڅ ستونزه هم نه وه، اوس چې دا نانندرۍ پيل شوي يوازينى لامل يي د ټلوالې څو تنه لوټماران او په فساد ككړ كسان دي، چې غواړي له حقيقت څخه لري تورونو په لګولو او ناسمو تبليغاتو په كولو سره د لوګر د پوهنې په نظام كې بيا ګډوډي جوړه او خپل ځان ډير ښه او صداقت كاره معرفي كړي. خدای دې هغه ورځ راولي، چې د فساد او فسادګرو لمن ټوله او رښتيني ولسپاله انسانان د چارو واګې په لاس کې واخلي. ستاسې ورور محمدنسيم ستانکزی
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery