مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-04-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په بګۍ کې اوس بهرمیشتې افغانان سپریږي

همایون بابر / کندوز

 

۲۶/۰۴/۲۰۱۳

دهیواد په شمال اوشمال ختیزو ولایتونو کې دآسونو ساتنه د ډیرې  پخوازمانې نه  رواج او دود ده د نوم نښان خلک آسونه ساتې دوی له آسونو نه په وزلوبه اوکله ناکله په شخصې سورلۍ کې کار اخلي د دوی مېنه د آس سره په ټولنه کې دخپل ځواک ښودنې اونفوذ له امله ده ،دلته آس ساتنه اوښه آس لرل  د شان شوکت او درناوی نښه ده، له بل اړخه لکه څنګه چې دغه ولایتونه پراخه کرنیزې ځمکې او ورشوګانې لری نود آس ساتنې چارې هم د نورو ولایتونوپه پرتله ساده دی ان غریب خلک هم کولې چې یوآس وساتي.
خو ځینې بیوزله او یا هغه شمیر خلک چې اقتصاد يي چندان پیاوړی ندی پر آسونو باندی ځان ته یوه مړۍ روزی پیدا کوي،آس يي د دوه عرادو پورې تړلې وی اوسورلې پری کوی چې ورته بګۍ یا ټانګه وايي ۳۷ کلن صفرمحمد هم د کندوز په ښار کې ټانګه وان دی ، پرلاره د تلوپرمهال مې ناڅاپه مې پرټانګه سترګې ولګیدي په کوچنیتوب ډير په کې ګرځیدلې یم ملګری می راته وویل، راځه نن د ریکشا پرځای په بګۍ کې لاړشو تیر یاد به تازه کړو ما هم ورسره ومنله پرنیمه لاره ملګری رانه کوز شو زه چې یوازې پاتې شوم او شاته سیټ کې  ناست وم د ټانګوان ماما سره  د مجلس په نیت مخ سیټ ته را واوښتم، خدای شته په ټانګه کې ډیر وخت نه وم سپورشوي ددغه څو دقیقه یي چکرنه مې پوره خوند واخیست، پر لاره مې صفرمحمد چې د کندوز ښار اوسیدونکې  او د شلوکلنو راپه دیخوا يي آس اوبګۍ سره سروکاروو وغږاوه، هغه د خپل آس د ډنګرتوب لامل داسې را ځواب کړ، دلته دانسان قدر نشته پریږده د څاروی! دا  د صفرمحمد نه زما دهغې پوښتنې ځواب اوریدل و چې ورته ومې ویل ولې دی دا آس دومره ډنګر دی؟

 
 هغه ویلې پخوا د کندوزپه ښار کې بګۍ زیاتی وی خو اوس په کې څوک نه ګرځې ځینې چې راسره سپریږی استدلال کوی اوراپوری ملنډی وهي هغوي وايي اوس د لاکسیس او دوهزار ګاډو وخت دی نه د بګۍ  ددی وخت اوس تیر شوي ، خو صفرمحمد ویلې هغه افغانان چې بهر هیوادونوکې ژوند کوي کله چې  کندوز ته راځي هسې د خوند وړلو لپاره راسره سپریږي هغوي بیا راته ښه مزدورې  راکوی ځکه د هغوي اقتصاد تر موږ ښه دی.
نوموړې د ترافیکو نه هم چندان راضی نه و ما ورځنې پوښتنه وکړه آیا ترافیک تاسې نه هم پیسې اخلی؟ هغه سمدستې ځواب راکړ،ويي ویل نه   منظور مې دا نه دی چې هغوی رانه پیسې اخلئ خوچې کوم تم ځای کې دریږو راته وايي دلته مه دریږی بیځایه مو زوری ممکن پیسو ته به يي جوړه کړی وی.!
 صفرمحمد زده کړی نه وی کړی خود تاریخې آثارو ساتنې خیال یا به ښايي د خپلې ګټې لپاره اویا هم داخلاص له کبله ورسره خورا پیاوړی و، هغې ویل نور هیوادونه خپل تاریخې اوقدیمې آثارد خپلو راتلونکو نسلونو لپاره د پیسو په مقابل کې  ساتې خودلته يي خلک په لوی لاس له منځه وړی، دهغه باور داو چې د نن سبا ټول لوکس اود لوړی بیی ګاډي د بل چا اوبل هیواد تولید دی نو افغانانو ته نده بویه  چې د بل په کمال ویاړې اوکبرنه ډکې خبرې وکړئ دغه راز هغه بګۍ دریکشا اونور نقلیه وسایطو په پرتله د چاپیریال ککړتیا په برخه کې ونډه کمه وګڼله.
 د صفرپه خبره خپله په ستن کې سوری نه شي ویستلې اوخبرې ېې هسک راغورځوي که چیرې د یوګاډیوان فکرکې زمونږ روڼ اندو سره مل وايي بیا هم ښه و.
اوسمهال د کندوز په ښار کې د شلوپه شاوخوا کې بګۍ شتون لری چې ددغه ولایت په امام صیب ولسوالۍ کې  چې یوه ګڼ نفوسه ولسوالۍ ده بیا شمیريي سلګونو ته رسی خوداسې لیدل کیږی چې د ترانسپورت دغه نسبتاْ ارزانه وسیلې دود مخ په ورکیدو ده.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery