مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-04-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دسمون ادبي اوتعليمي ټولنې د ۱۷مې غونډې ريپوت

ابوساحل

دسمون ادبي اوتعليمي ټولنې د ۱۷مې غونډې ريپوت
دسمون ادبي اوتعليمي ټولنې خپله ۱۷مه غونډه د۱۳۹۲لمريزکال دغويې دمياشتي په مه ۶دجمعې په ورځ په ۲ بجو او۱۵دقيقو ددې ټولنې دغونډو په تالار کې پيل کړه.
دغه ټولنه چې له نوم څخه يې څرګنده ده،غواړي په خپل چاپيريال کې دعلم اوپوهې تخم وکري،په چاروکې سمون راولي او يواځينۍ موخه يې خپلو خلکوته خدمت اوله هغوى سره دهغوى په ستونزوکې مرسته او همکاري کول دي ، له څلور مياشتو راهيسې،دلغمان ولايت،قرغيو ولسوالي،عزيزخان کڅ په منصور کلي کې خپلي اوونيزي غونډي ترسره کوي ،ګڼ شمير مينه وال اوګډون کوونکي لري،چې ډېر يې شاعران ،ليکوالان اودشعر اوشاعر مينه وال وي.
د۱۷مي غونډي پرانيسته دقاري صفي الله بنګش لخوا دعظيم الشان قران دمبارکو ايتونوپه تلاوت سره وشوه.
ورپسي عبدالطيف خالص چې دسمون ادبي اوتعليمي ټولني داداري هيت غړي او دغونډو ويانددى ، لخوايې دټولني مشر بريالي انتظار ته بلنه ورکړ شوه ترڅو ګډونوالوته ښه راغلاست ووايې،ښاغلي انتظار دښه راغلاست  او روغبړترڅنګ خوښي وښوده چې نننۍ غونډه هم دتېرونورو هغوپشان ښکلې اوګډون وال يې ډېر دي ،په راتلونکې کې يې هم دهمدغه شان له وياړه دډکو غونډو هيله وکړه،عبدالحق ابراهيمي دسمون ادبي اوتعليمي ټولني لخوا د جوړو شويو روزنيزو کورسونو ،شاګردانو،استادانو او موخوباندي خبري وکړي اوډاډ يې ورکړ چې ورځ تربلي يې دشاګردانو اومينه والو شمير زياتږي هغه دغونډي له ګډون والو ،قومي مشرانو او دمنطقي له نورو اوسيدونکېو هيله وکړه ترڅو ورسره په دغه برخه کې هر اړخيزي مرستي وکړي اوخپله ټولنه دسمون په لوري بوځي نه داچې په خپله د خپلواولادونو پښي ووهي ،دجهالت کندو ته يي وغورځوي اودپرمختګ مخه يي ډپ کړي،چي بدبختانه موږ ځينې دغه شان مغرض ،ځان غوښتونکي ،دعلم او پوهي ښکاره دشمن اشخاص اوکړۍ  لرو.
له نثري خبرو وروسته مشاعره پيل شوه چې،خطاب الله بنګش،عمران خان،صديق الله لمر،عبدالبصير،شيرازخان، رفيع الله روشن، تورخان،جهانګير او نورو ډېرو ګډونواولو لخوا په زړه پوري خپل او دنورو شاعرانو شعرونه،ادبي ټوټي او ټوکې وويل شوي ،همدارنګه دعبدالطيف خالص په شمول څوتنو ځونانو ښکلي او داوريدلو وړ ترنمونه وکړل چې واقعاً شاعرانه احساسا ت يې په خپلو نازکو حنجرو سره راوپارول ،چې د ګډون والو لخوا په تودو چکچکو او ګرمو ولولو سره بدرګه کېدل.
دمشاعري په پاى کې د غونډي د ارزولو لپاره له کابل څخه راغلي شاعرليکوال او ژورناليست رفيع الله روشن را غوښتل شو،روشن لومړي دټولني له رهبري مقام څخه مننه وکړه ، هغوي ته  يې  ددي لوي خدمت او درانه مسؤوليت ته د اوږي ورکولو په خاطر د لا برياوو هيله څرګنده کړه،بيايې ګډون وال مخاطب کړل ورته وويې وويل،تاسي هريو   دالفت دګلبڼ ګلونه ياست،همدا تاسو ياست چې دګل پاچا الفت نوم به  ژوندى ساتئ،پکار ده چې همدا شان په  غونډوکې په تکرارالمکرر ډول برخه واخلئ،غونډه تر بلي مو تعداد زيات کړئ تاسوهر يومکلف ياست ترڅو دخپل نفوس دډېرولو لپاره هلې ځلې وکړئ،دا ضرور نده چې تاسو هريو بايد دلته  شعر،مقاله،کيسه،ټوکه اويا بل څه ووايئ ووايې،مګر دا ضرور ده چې تاسو په هره غونډه کې برخه واخلئ ترڅو ډېرڅه خپلوذهنونوته وسپاري،روشن په خپلوخبروکې په کابل کې دافغان ادبي بهير،ننګرهار کې د ختيځ ادبي بهير ،جلالکوټ ادبي خوځښت،په لغمان کي ، لغمان ادبي بهير اونورو بهيرونو اوغونډو ته په اشارې سره وويل چې دهغو ګډون وال هم په سر کې ستاسوپشان تنکې ځوانان ول همغوي وو چې خدمت يې وکړ اوخپلي ټولني اوبهيرونه يې په ملي اوبين المللي کچه دشهرت تر پوړۍ ورسول اوتر ننه لا دوام لري،هغه زياته کړه چې دغه شان بهيرونه او غونډي  دمکتب او پوهنتون حيثيت لري ،څه چې تاسو هلته يادوئ له هغي دلته ديرڅه يادوئ،که تاسو دلته هر وخت راشئ اولته دڅو نفرو همزولو په منځ کې خبرې وکړي نو هرو مرو به سبا د لويانو او لوړ پوړو چارواکو په مخ کې بي له ستونزي او ويري خبري وکړي،نو لازمه ده ټول هڅه وکړئ ترڅو غيرحاضرئ ونکړي،يوځل يې بياتکراروم دغه ځاى ښوونځى اومدرسه وبولئ ،نو هره غونډه کې حاضرشي،روشن دخپلو خبرو په پاى کې له هغوى سره دخپل توان مطابق دمرستې ټټر وواهه،هغوى ته يې وويل چې دهرې غونډې ريپوټ به يې پخپله وليکي او په چاپي ،صوتي اوانلاين رسنيوکې به يې نشر او نور هېوادوال به ستاسو له خدمت،فعاليت اوسرښندنې څخه خبر کړي.
غونډه د صبغت الله بنګش لخوا ددعايې په لوستلوسره د مازيګر په څلور بجو او دېرش دقيقو پاى ته ورسېده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery