مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-05-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په کندوز کې د مطبوعاتونړیواله ورځ ولمانځل شوه

benawa afghanistan
همایون بابر

 

۰۲ /۰۵ /۲۰۱۳
په کندوز کې د مطبوعاتو نړیواله ورځ  د یاد ولایت په شمول د بغلان تخار ولایتونو خبریالانو،لیکوالانو ، مدنې او کلتورې ټولنواستازو، اویوشمیر دولتې چارواکوپه ګډون د د کندوزپه هوټل کې  ولمانځل شوه.
په دغه غونډه کې شاوخوا دری سوه تنو ګډون کړی و،چې ډیری ویناوالود خبریالانود ستونزو اود کار په مخکې شته خنډونو اوننګونوته پخپلوخبرو کې ځای ورکړی و.
 برخوالو وویل، په یاد ولایت کې اوس هم خبریالان له بیلابیلو ستونزو سره مخ دی ځينې دولتې ادارې د پیښوپرمهال پرخپل وخت مالومات له رسنیو سره نه شریکوي اوځینې يي پټوي، د ځینو رسنیو دامکاناتو کمښت له کبله ډيری مسلکې اوپه کارپوه خبریالان بې روزګارې لورته روان دی، چې ترڅنګ يي د خبریالانو د تاوتریخوالې ستونزه هم ورځې تربلې مخ پرزیاتیدو ده. 
په کندوز کې یوتن خبریال ذبیح الله مجیدی وویل، خبریالان اوس هم د ځینو دولتې مسوولنیو سره د معلوماتو پرمهال ستونزي لری خبریالان نشي کولې مالوماتوته  په وخت لاسرسۍ ومومي اوپه ځینو مواردو کې خبریالان دپیښې ځای ته اړونده مسوولینو لخوا نه پریښودل کیږي.
مجیدی همدغه راز زیاته کړه، د تیرکال راپه دیخوا کوم ارقام چې د زون په کچه د خبریالانو د تاوتریخوالې په اړه زمونږ سره په واک کې دی ۱۵ مورده دی چې یوشمیرخبریالان د بیلابیلو ډلو اواشخاصو لخوا ګواښل شویدي چې غیرمسوول وسلوال هم خبریالانو د کار په مخ کې پریو لوی خنډ باندي په  وروستیو کې اوښتې ځکه خبریالان نشي کولې د خبرې پوښښ لپاره د یاد ولایت خان آباد ولسوالۍ ځينو برخوته په ډاډه زړه تګ راتګ وکړئ اودعام ولس ستونزي له نږدی نه وڅارې.
نوموړی انديښنه څرګنده کړه که چیرې د خبریالانو ژوند اوکار ته پاملرنه ونشی ښايي راتلوونکې تاکنې به هم د خبرې پوښښ نه پاتې راشي.
داپه داسې حال کې ده چې په وروستیوکې د خبریالانو د تاوتریخوالې کچه په ټول هیواد کې زیاته شویده یوه میاشت وړاندي په تخار ولایت کې  د یک خصوصې ټلویزیون یوتن کمره مین د پولیسولخوا وهلې شوی و، اود سپرلې ګاډی ښیښې  ورماتې کړی وي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery