مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-05-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان نولس کلنې ملي لوبډلې اماراتو ته ستره ماتې ورکړه

 

 د افغانستان نولس کلنو لوبډلې د اسیا په ایلیټ جام سیالیو کې د ۱۰ هیوادونو لوبډلو ترمینځ ګډون کړی چی نن یی په خپل الف ګروپ کې د عربي متحده اماراتو پروړاندې دویمه لوبه ترسره کړه.
د لوبې پچه (ټاس) د اماراتو لوبډلې وګټله خو د توپوهنې بلنه یی د افغانستان ملي نولس کلنو لوبډلې ته ورکړه. د افغان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۴۶ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یی د ۲۴۷ منډو هدف وټاکه.
 د افغان نولس کلنو لوبډلې له لوري په توپوهنه کې حشمت الله شهیدي ۹۳ ناسوځیدلې، رحیم منګل ۵۵ او شاهدالله ۳۶ منډې جوړې کړې.
 په ځواب کې د عربي متحده اماراتو لوبډلې ونشول کړای چی د افغان لوبډلې له لوري ورکړل شوي هدف ته ځان ورسوي. د ټولو لس لوبغاړو په سوځیدو یی یوازی ۸۵ منډی وکړی چې له همدې سره یی د افغان لوبډلې له لوري یې په ۱۶۱ منډو ماتې وخوړه.
 د افغان نولس کلنو ځوانانو لوبډلې له لوري په توپ اچونه (بالینګ) کې حشمت الله شهیدي ۳، ظاهر شهزاد او ضیاالرحمن دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
 د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ریس شهزاده مسعود او اجراییوي ریس ډاکټر نورمحمد مراد د یادې بریا مبارکي تولو هیوادوالو ته وویله . ډاکټر نورمحمد مراد زیاته یی کړه چی د افغانستان نولس کلنو لوبډله به وکړای شي چی له یادو سیالیو څخه هیواد ته ډک لاس راستنه شي او پدغو سیالیو کې به له خپلې اتلولې هم په سمه توګه دفاع وکړي. ډاکټر مراد د اماراتو پروړاندې لوبه کې د خپلو ټولو لوبغاړو لوبه وستایله او د حشمت الله شهیدي ۹۳ ناسوځیدلې منډې او درې لوبغاړي سوځول یی خورا ګټور وبلل.
 د افغانستان نولس کلنو لوبډله به د اسیا ایلیټ جام سیالیو په لړ کې خپله راتلونکې لوبه د دوشنبه پر ورځ د ټایلینډ پر وړاندې ترسره کړي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery