مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-05-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ختیځ فرهنګیانو مجیدالله قرار په یوه غونډه کې ولمانځه

بازمحمد عابد

د غونډې وياند او راپور ليکوونکي

ختيځ فرهنګيانو په جلال اباد کې وتلی ليکوال او شاعر مجيدالله قرار د يوې غونډې په تر سره کولو سره ولمانځه. دغه غونډه چې د پنجشنبې په مازيګر د ننګرهار د قومونو او قبايلو د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په يو شمير ننګرهار ميشتو فرهنګيانو سربير...ه په کې له کابل څخه راغليو ليکوالو هم برخه لرله. غونډه د قرآن مجيد په څو آياتونو په تلاوت سره داود عربزي پرانيسته او په سر کې د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد او د ننګرهار د رسنيور کور ميديو تيک مشر محمد داود وفا وينا واوروله. نوموړي له راغليو مليمنو څخه مننه وکړه چې په لنډ تنګ وخت کې يې بلنه منله او غونډه يې په خپل ګډون ښايسته کړه. استاد مجيدالله قرار د تيرو شلو کلنو فرهنګي هڅو د ستايلو تر څنګ وويل: (( قرار صيب چې کوم هنر د پښتو ژبې ادب او سياست په برخه کې لري، هغه زموږ د وطن فرهنګ راتلوونکي ته ډير ارزښت لري.او زه فکر کوم چې دغه ارزښتونه د قرار صيب په وجود کې تقريباٌ تر بل هر افغان زيات ښکاري او داسې فکر کوم چې قرار صيب د خپل وطن په وړاندې تر بل هر چا دغه مسووليت ډير لوړ ادا کړی دی او لا يې هم دغه ملګرتيا ته، وطن پالنې ته دوام ورکړی دی.)) استاد محمد داود وفا زياته کړه: (( موږ وينو چې د تيروڅو لسيزو راهيسې افغانستان له داسې ستونزو سره مخ دی چې هم يې سرحدونه ګواښيږي، زموږ سياست ګواښيږي او هم زموږ راتلوونکي مترقي ژوند. په دغسې يوه حالت کې چې ټول د ژوندي پاتې کيدو او بقا لپاره مبارزه کوي، او يو څوک راپاڅيږي او د خپل ملت د ژوندي پاتې کيدو او بقا لپاره مبارزې پيټې په اوږو اخلي، نو زه فکر کوم چې هغه په ډيره لوړه پيمانه ونمانځل شي. دغسې شخصيتونه په ديره لوړه کچه او په ډيره شانداره مراسمو کې لمانځل کيدی. قرار صيب د کډوالۍ په دوران کې د افغان ادبي بهير او نورو ادبي ټولنو له لارې په فرهنګي ډګر کې نه هيريدونکي خدمتونه کړي او بيا په تيرو پنځو کلونو کې چې دغه انټرنيټي لړۍ مخ په وده ده، په دې کې د قرار صيب هڅوونکي رول او اغيز او د افغانستان د ملي ګټو لپاره د دوی مبارزه او د افغانستان د دښمنانو په وړاندې د دوی په فصاحت او بلاغت سره د دوی چلند هغه څه دي چې زموږ د راتلوونکي افغان ځوانان خپل وطن، خپل فرهنګ او خپلې مېنې خدمت ته هڅوي. تر استاد محمد داود وفا وروسته د ننګرهار د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد شيرحسن کمالزي په خپلو خبرو کې وويل: (( د قرار صيب په خدمتونو که څومره مقالې او ويناوې واورول شي، بيا به هم د دوی د خدمتونو په وړاندې کم وي. ځکه چې ده دير دروند رسالت ته اوږه ورکړې ده او هغه ښه په اخلاص او ايماندارۍ تر سره کوي. )) سيد عمر پهلوان هم يو له هغو کسانو څخه و چې په دغه غونډه کې يې ګډون کړی و. نوموړي په خپلو خبرو کې وويل: (( خوشحاله يم چې د داسې يو علمي ادبي او سياسي مفکر په لمانځل غونډه کې برخه اخلم. پخوا تر دې ما قرار صيب نه پيژاندو او دا ځکه چې زه ادبي سړي نه يم بلکې ولسي سړي يم. د استاد وفا له خبرو نه مې د قرار صيب شخصيت او عليمت وپيژانده، خو خوشحاله شوم چې زموږ په ځوانانو کې د قرار صيب په څير ويښ او بيدار کسان هم شته چې د خپل دريدلي او ربړيدلي ملت غم ورسره وي. قرار صيب چې کومه مبارزه پيل کړی، پر ځای ګام يې ځکه پورته کړی چې زموږ ملت ته له هرې خوا نه ګواښونه متوجه دي، دا چې نن سبا انټرنيټ يوه پراخه ميدان دی، په کار ده چې قرار صيب په دې ميدان کې يوازې پاتې نه شي او د ده په شان نور په سلګونه او زرګونه ځوانان چې انټرنيټ ته لاسرسی لري، راووځي او د دغه ستر خدمت په تر سره کولو کې د قرار صيب ملا وتړي. د پهلوان سيدعمر له خبرو وروسته، ښاغلي او وياړلي مجيدالله قرار ته د ختيځ فرهنګيانو له اړخه د وياړ پګړۍ هم د سيدعمر پهلوان، استاد وفا، استاد شيرحسن کمالزي، استاد ميرويس شينواري او ضيا الدين همتمل په لاسونو په سر کيښودل شوه. بيا قرار صيب ستيج ته راغی او خپله وينا يې داسې پيل کړه. (( ما چې په تيرو پنځو کلونو کې د انټرنيټ پر مټ کومه خبره له ملګرو سره شريکه کړې، نو ډيرو راته ويلي دي چې همدا خو زموږ د زړونو خبرې دي، نو له دې نه مالوميږي چې موږ او تاسو ټولو سره د افغانستان د راتلوونکي لپاره يو فکر يو دي. دغه کومه د وياړ پګړۍ چې تاسو زما په سر راوتړله، دا زما د فکر په سر راتړل شوې ده او دا چې زموږ او ستاسو فکرونه سره يو دي په دې وياړ کې ټول سره شريک يو. خو بيا هم زه ډيره مننه کوم د خيتځوالو فرهنګيانو سره چې زه يې د دې دروند وياړ له پاره غوره کړی يم.)) په غونډه کې استاد شيرحسن کمالزي، جعفرخان او ضيا الدين همتمل شعرونه هم واورول. غونډه نيږدې ماښام پای ته ورسيده.                     

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery