مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-05-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ننګرهار ولایتي لوبډله د اتصالات بابای ملت ایلیټ جام سیالیو اتل شو

هوتک

د اتصالات بابای ملت ایلیټ جام سیالیو پای لوبه د سلګونو نندارچیانو په هڅونې د ننګرهار ولایتي لوبډلې په بریالیتوب پای ته ورسیده. د لوبې پچه (ټاس) د ننګرهار ولایتي لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د بیټ وهنې پریکړه وکړه. د ننګرهار ولایتي لوبډلې په ۲۷ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۳۳ منډې جوړې او د پکتیا لوبډلې ته یې د ۱۳۴ منډو هدف وټاکه.
د ننګرهار له لوري شوکت زمان ۳۴، شبیر نوري ۲۸ او باطن شاه ۲۳ منډې جوړې کړې. د پکتیا له لوري رحمت شاه زرمتي ۴ او ظاهر خان ۳ لوبغاړي وسوځول.
د پکتیا ولایتي لوبډلې ورکړل شوای هدف پوره نه کړای شو او په ۲۷ اور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۷۸ منډې جوړې کړې. له پکتیا څخه عامر منګل ۲۱ او غمي ځدراڼ ۱۶ منډې جوړې کړې. ننګرهار توپ اچونکو له ډلې نسیم او ضمیر درې درې لوبغاړي وسوځول.
د پای لوبه چې د سل ګونو نندارچیانو په نارو او د خوږ ژبي سندرغاړي ویان هنرجو په ښکلي غږ بدرګه کیده، د جمهوري ریاست سلاکار او د پکتیا ولایت والي جمعه خان همدرد، سلاکار وزیر او د کرکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود، د ولسي جرګې محترمو غړو، د چاپیریال ساتنې رئیس مصطفی ظاهر، د اتصالاتو مخابراتي شرکت استازو د کرکټ بورډ چارواکو په ګډون یوې رسمي غونډې په واسطه پای ته ورسیده. د غونډې په ترڅ کې ظاهر خان چې د پکتیا ولایتي لوبډلې تکړه توپ اچونکی دی د سیالیو غوره توپ اچونکي جایزه ورکړل شوه. همداراز د پکتیا ولایتي لوبډلې تکړه توپوهونکي فضل ځاځي ته د غوره توپ وهونکي جایزه او د کابل ولایتي لوبډلې کپتان الطاف ته د سیالیو غوره لوبغاړي جایزه ورکړل شوه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery