مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-05-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ناروي پلازمېنې اوسلو کې د ادبي ناستي د درويشتمي غونډي راپو ر

پوهنمل محمد وارث


 پرون د شنبي ورځ د ۲۰۱۳ زيږديز کال د مي د مياشتي په ۱۱ نيټه د ناروي هيواد په پازمينه اوسلو کې د افغانانو
 ادبي ناسته جوړه شوه په دی ادبي ناسته کي د اوسلو او د هغه شاوخوا سيمو ليکوالانو شاعرانو اديبانو څيړونکو او فرهنګيانو ګډون کړي ؤ .
 .
برسيره پر دی په دي غونډه کې يوي نوم ؤتي ديکلیماتوري آغلي زرلښتي حبيب او تکړه شاعر ښاغلي حفيظ ماليار چی
 د ډنمارک او اطريش هيوادونو څخه يې تشريف راوړي ؤ هم ګډون درلود غونډه د ښاغلي الحاج غلام ګل مصلح له خوا د کلام الله مجيد د څو ايتونو په تلاوت سره پيل او د دريځ
 چاري د محترم انجير محمد اسمعيل سعيدي په غاړه وي .
په پيل کی ښاغلي دلجوه حسيني ددغه راز ادبي ناستو د اهميت په اړوند ګټوره او پرانيستونکي وينا وکړه او هم يې د افغانانو تر منځ د ملي يووالي په اړوند خبري وکړي .
 

ورپسي ځوان شاعر او ليکوال ښاغلي اجمل اټک يوسفزي د دريځ مخي ته راغي او د غونډي برخه والو او ميلمنو ته يې دښه راغلاست برسيره د دغه ډول ادبي ناستو اهميت
 په لنډو ټکو کې وستايه مشاعره د تکړه شاعر او ليکوال حبيب ماليار په شعرونو پیل شوه چی د شعرونو برسيره يو څو هايکو يې هم د غونډي برخه والو ته وړاندي کړي چی په
 
ګرمو احساساتو بدرګه شوي. ورپسي آغلي زرلښت حبيب دريځ ته راوبلل شوه او څو شعرونه يې په پښتو او دري ژبو ديکلمه کړل چی غونډي ته يې لا ښکلا وربخښله او د غونډي د ګډونوالو د ګرمو وو سره مل وه .
 

آغلي زرلښت حبيب او ښاغلي حفيظ ماليار چی د غونډي ميلمانه وو د ګلانو په ګيډيو ونازول شو
 د غونډي بل برخه وال چی د دریځ مخي ته راغي ښاغلي حيات الله ايمل وو نوموړي د خپل وطن پرستي او ملي احساس له مخي لمړي د افغانستان په خاوره کی د پاکستان د بی شرمانه لاس وهنو او نظامی تاسيساتو جوړولو ته په اشاري د
 
ټولو افغانانو څخه غوښتنه وکړه چی د خپل ګران هيواد څخه په دفاع کی چی د هر افغان ملي وجيبه ده کوټلي ګامونه واخلي او دښمن ته ددي حق ورنه کړي چی زمونږ په حريم
 بی شرمانه تجاوز وکړي او د وينا په پاي کی يې د شهيد محمد قاسم روح ته دعا وکړه
او دهغه اتلوالي يې وستايله .

دمشاعري په لړ کی لاندي درنو شاعرانو او ليکوالانو هر يو : اغلي لينا احمد ، ښاغلي ناقد ، ښاغلي غظيم الدين حليمي ښاغلي پوهنمل محمد وارث ، ښاغلي احمد پائيز، اغلي عاطفه رضا ، اغلي ليزا رسولي ، ښاغلي جنرال رباني وطنيار ښاغلي عصمت عطائي تره خيل ، ميرمن انیسه ژواک رحيمي ، اغلي سحر رحماني ، داکتر جاويد رباني وطنيار
 

ډګروال محمد اسحاق امانزي ، داکتر پائيز او ښاغلي شکران الدين خوشال يوسفزي
خپل شعرونه ولوستل چی د غونډي د برخه والو د احساساتو او بدرګي سره مل وو .
همدارنګه ښاغلي هادي رودوال خپله يوه ادبي ټوټه د غونډي ګډون کوونکو سره شريکه کړه چی په تودو احساساتو بدرګه شوه .
 

د غونډي په ورستيو شيبو کی محترم محمد سالم يوسفزي د کابل دحبيبي ليسي پخواني ښوونکي خپله د زړه خواله په خورا لنډو ټکو بيان کړه او دغه ډول غونډي يې د ادب او فرهنګ د ودي او تکامل او همدا راز د افغانانو د يو موټي توب يوه بيلګه وبلله .
 

په پاي کی غونډه ښاغلي دين محمد کارواني د کابل پوهنتون پخواني استاد په خپله ارزښتناکه او عالمانه وينا و ارزوله او ددغه راز غونډو جوړول يې چی د افغانانو د اصلي فرهنګ او ادب ژباړنه کوي ارزښتناک وبلل .
 
غونډه د ماښام په ۸ بجو د دعايې په لوستلو پاي ته ورسيده .
په درناوي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery