مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-05-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان څخه د وتلو ريښتنى لار!!!

پاچا ­ ¬ کليفورنيا ­ امريکا
سرچینه : فارن افيير


١٧ مۍ ­ ٢٠١٣

The Right Way Out of Afghanistan
داسى يو هيواد وروسته پريښودل چى پخپله يى اداره کړى شى.
Foreign Affairs (Magazine, July, August 2012)

دا لکينه د ښاغلو سټيفن هيډلى او جان پوډسټا لخوا ليکل شوى او د فارن افيير يعنى بهرنيو اړيکو په مجله کى د
 ٢٠١٢ کا ل د جولائى/ آګست په مياشتو کى په انګريزى ژبه خپره شويده.

سټيفن هيډ لى د متحده ايالاتو د سولى په انسټيټوټ کى کار کوى او د ولسمشر جارج بش د ملى امنيت سلا کار وو.  جان پوډسټا د امريک د پرمختيايى مرکز مشر او د ولسمشر بل کلنټن د دفتر مشر وو. په ٢٠١١ کال دي دواړو ته ددي کار وظيفه ورکړل شوه چى په ګډه سره د متحده ايالاتو پاليسى د افغانستان او پاکستان په اړه د څيړني لاندى ونيسى چى خپلي لاسته راوړني يى پکى  ارزيابى کړيدي.
ددى ليکنى د خپريدو څخه څه کم يو کال تير شويدى خو بيا هم د افغانستان د اوسنيو شرايطو سره ډډه لګوى.   
په دى ليکنه کى زما توجه ځينو ټکو ته اوښتى چى د يوى لنډه کۍ تبصرى په کولو سره يى روښانه کول غواړم. دى دواړو ښاغلو د پاکستان د کړنو څخه د افغانستان او هم د امريکا په مقابل کى سرونه ټکولي دي خو سره د هغى هم د پاکستان څخه دهمکارۍ غوښته او زارۍ کوى او داسى ښکارى چى امريکا سره د ټولو ناټو هيوادونو د پاکستان په مقابل کى ددوي زور او قوت ناتوان ښکارى. که دا ليکنه سر تر پايه ولوستل شى هر څه به روښانه شى. بله خبره داده چى په ليکنه کى د افغانستان د جنګى جنايتکارانو، جنګسالارانو او د بشر د حقوقو د ناقضينو په باره کى حتى يو ټکى هم نه دى ياد شوى، چى دا ماته ډيره د حيرانتيا خبره ده. ځکه چى د امريکا د ملګرو ملتونو سازمان (د امريکا د ملګرو ملتونو سازمان ځکه وايم هلته چى هر تصميم نيول کيږى نو که د امريکا په خوښه وى منل کيږى او که نه د امريکا د ويټو د تبرګى سره مخامخ کيږى) هميشه چغي او ناري سوري وهى چى هغه او دغه هيواد، هغه جنګى ډله او يا هغه زمامدار اويا هغه سړى په هغه او دغه مسئله کى د بشر د حقوقو څخه سر غړونه کړى چى بايد يا پرى تحريمات ولګول شى او يا هم د هاګ نړيوالى محکمى ته په زور او يا رضا راښکل شى.  
١بله خبره داده چى دي ښاغلو د ايران د آخوندى رژيم د لاسوهنو په باره کى چى هميشه يى د افغانستان د ګوډاګيانو پواسطه سره د افغانستان په کورنيو چارو کى د ژبى، مذهب او حتى د افغانستان په ځينو ولايتونو لکه هرات او نورو باندى د خپل ملکيت دعوى کوى هيڅ نه دى ويلى. اوس دا تاسو او دا د هغوي د ليکنى ژباړه.


"دافغانستان او امريکا تر منځ د ملګرتيا ستراتيژيک  تړون د افغاننستان د جنګ په سختو شرايطو کى د مۍ په مياشت کى په داسى حالت کى لاسليک شو چى د ناټو او ايساف ځواکونه په دى باندى کار کوى چى د هيواد د امنيت چاري افغان حکومت ته وسپاري، چى ددي تړون د طرحى  پر بنسټ به په راتلونکى وخت کى د اوږد مهالى همکارۍ لپاره لاره جوړه کړى، خو مهمه داده چى د امريکا متحده ايالات د ٢٠١٤ کال څخه وروسته په څومره اندازه د پيسو او ځواکونو ژمنه کوى. له بله طرفه ترهګران خپلو بريدونو ته په ټول هيواد کى  د  نړيوالو شخصيتونو او د حامد کرزى د حکومت ملاتړو وژلو ته په لويه کچه ادامه ورکوي. همدا راز د امريکا او افغانستان حکومت ترمنځ بى باورى هم په زياتيدو ده چى علت يى د افغان ملکى خلکو مرګ ژوبله، د افغان عسکرو لخوا په امريکايى او نړيوالو ځواکونو د حملو زياتوالى دى چى علت يى د امريکايى عسکرو  لخوا غلطياني دي چى په يوه هوائى اډه کى يى د قران د نسخو سوځول وو.
سره ددي د اوباما اداره، طالبانو او پاکستان ته په دى نيت لاس غځولى دى چى د خبرو اترو له لارى د حل لار ولټوى خو د متحده ايالاتو د انتقال ستراتيژى ددى پړاو سره  د ډپلوماسۍ پر ځاى عسکري کړنو (فعاليتونو) ته لومړيتوب ورکوي.
څرنګه چى واشنګټن خپل ځواکونه اوباسى په عين حال کى يى د افغانستان منظم او غير منظم ځواکونه په وسلو سمبال کړيدي چى ترهګر قوماندان او نور سرزوري (افراطيان) په افغانستان او پاکستان کى په نخښه کړي. عسکرى عملياتو ډيري لاسته راوړڼى کړيدي چى په ځانګړى ډول يى القاعده ماته کړى  او په سيمه کى يى د هغوي لوړ پوړى رهبرۍ له منځه وړي، چى په دى عمل سره د امريکا ملى امنيت خوندى شوى، د طالبانو ترهګرى کمزورى شوى چى د افغان حکومت د سهيل په زياتو سيمو ښايسته ښه حاکميت لرى.
خو امنيت ته په لمړيتوب سره سره د امريکا متحده ايالاتو د کرزى په حکومت باندى د ډير فشار څخه کار نه دى اخستى چى يو قانونى افغان حکومت جوړ کړى چى په قانون باندى ولاړ او د حکومتى ادارو سره حساب او کتاب وشى او ازادو او روښانه ټولټاکنو ته لاره هواره شى.

٢


همدا راز دا افغانستان اداره به د يو سخت انتقالى سياسى بدلون سره مخامخ شى په ځانګړى ډول د امريکا متحده ايالات او ملګري يى لکه څنګه چى يى د قدرت انتقال ته خپله توجه اړولى وه په هم هغه اندازه بايد دامنيتى چارو سپارلو ته هم  لمړيتوب ورکړى. د افغانستان د اساسى قانون له مخى کرزى ديته اړ دى چى د ولسمشرۍ د ټولټاکنو څخه چى په ٢٠١٤ کال کى تر سره کيږى د واک څخه ګوښه شى. د ټولټاکنو دا مرحله بايد په بشپړ ډول يو قانونى سياسى سيستم ته لار هواره کړى. تر اوسه پورى سياسى ډلي په هيواد کى کمزوري او يوى خواته دي، د رايو ثبتول کافى نه دي اود هيواد د ټولټاکنود ادارو د اختيار د ضمانت نشتوالى دى. سياستوال په ٢٠٠٩ او ٢٠١٠ کلنو کى د ولسمشرۍ او پارلمانى ټولټانکو ته چى افغانستان د بى ثباتۍ سره مخامخ او په به فريبکارۍ سره تورن وو نور هغسى حالت ته تيار نه دي.
د مسئلى د خرابوالى په صورت کى د متحده ايالاتو او پاکستان تر منځ بد ګمانى خپل اوج ته رسيدلى ده. د (نړۍ) هيوادونه د افغانستان سياسى جوړښت ته په منفى نظر ګورى او خپل مؤقف يى په سيمه کى د امنيت انډول ته اړولى دى.متحده ايالات په نسبى ډول د يو با ثباته افغانستان غوښتونکى دى چى بيا د نړيوالو ترهګرو ګروپونو په ځاله بدل نه شى او نه هم د پاکستان زروى ځواک بى ثباته کړى. له بله اړخه پاکستان غواړى چى په افغانستان کى خپل نفوذ زيات او د هندوستان اثر او رسوخ کم کړى، په دى کار سره پاکستان غواړى چى د اکثريت پښتنو طالبانو ننګه وکړي. سره ددى  متحده ايالات او پاکستان دواړه ديته ليواله دي چى د هيوادونو باالقوه ګټي پکى همغاړي کړي چى د هغه پوسيله سره د تروريزم خلاف د اتومى وسلو ساتنه يقيني کړي.
د ٢٠١٤ کال نه وروسته امريکا ديته ضرورت لرى چى خپل يو څه ځواکونه په افغانستان کى د ناکراريو څخه د مخنيوى په خاطر ولري.  خو په اوسنى وخت کى د بهرنيو ځواکونو زيات شتون د نا محدود وخت لپاره غوره لار نه ده. سره ددي امريکايى او متحدو ځواکونو په تيره لسيزه کى په مسلکى ډول خپله بهادرى ښوولى ده، اوس دا د افغانستان او پاکستان په رهبرانو پورى اړه لرى چى د خپلو هيوادونود سمسورتيا او امنيت لپاره ګامونه پورته کړي.
په دي اساس متحده ايالات ديته اړتيا لرى چى په افغانستان کى  خپل عسکرى ځواک او اقتصادى پانګونه را کمه او کورنيو سياسى مسئلو ته د حل لار هوراه کړى.  که چيرى ځوکونه په غير منظم ډول وايستل شى نو دا به د افغانستان کمزورى دولت او امنيت ته يو لوى خطر متوجه کړى. دا کار به د افغانستان دولت د سقوط سره مخامخ او د وينو توئيدل به جارى شى او هم به په افغانستان کى دننه وګړي په  لويه اندازه د خپلو کورونو څخه بيځايه او يا به ګاونډيو هيوادونو ته کډوال شى چى داکار به جنګى ډلواو ترهګرو   (ترورستانو) ته پراخه سيمه خالى پريږدى چى په دي سره به په سيمه کى د امريکا منافع او ستراتيژى د خطر سره مخامخ شى.
٣


د اړودوړ(بحران) هيواد
نړيواله ټولنه ديته ژمنه ده چى په افغانستان کى د انتقال مرحله د افغان امنيتى ځواکونو او د کابل حکومت په ځواکمنتيا پورى مشروطه وى. خو دا حکومت ژوري نيمګړتياوي لرى، او احتمال لرى چى نړيواله ټولنه نوري خپلى مرستي په دى خاطر چى کوم لوى خطر منځته رانه وړى ودروي. د اساسى قانون سيستم (طريقه) چى د حکومت د اجرائيوى قوى په لاسونوکى غير له دى نه چى په حقيقى توګه سره موازنه  او تطبيق شى لويدلى چى دا کار پخپله د واک څخه د ناوړى ګټى د اخستلو په معنى ده. حکومتى مامورين هميشه دولتى مؤسسي ديته اړ باسى چى ددوي د آمرونو څخه په رسمى ډول پيروى وکړى چى دى کار ادارى فساد (رشوت)، واسطى، قوم پرستۍ او خويش خورۍ ته په ملى او محلى کچه لاره پرانستى ده.
کرزى په دى کى پاتى راغلى چى خپله د اصلاحاتو آجندا پر مخ بوزي او يا دا چى د لياقت په اساس دولتى مامورين وټاکي. په عوض کى د هغه حکومت ځينو څانګو ته پوره واک او اختيار ورکړى چى د معيارونو څخه په پراخه پيمانه سر غړونه و کړى. د پارلمان، قضايى او محلى ادارو کمزورتيا په دى معنى ده چى  د ولسمشرۍ د ماڼۍ څخه بهر نور چينلونه هم شته چى د هغه مسؤلو کړيو يا مشرانو په باره کى  چى حساب کتاب بايد ورسره وشى د  تصميم نيولوبهير د خپل اغيز لاندى راوستى دى.
د روښانه او مؤثر قانون او قضايى سيستم نشتوالى ددى سبب شوى چى طالب ترهګرو ته ددى زمينه برابره کړىچى په ازاده توګه سره کورني مخالفين د افغان دولت په مقابل کى وپاروي. د طالبانو وړتيا په دى کى ده چى هغه ناراضى او وروسته پاتى ټولني سره منظمى کړى چى د طالبانو د ارتجاعى کړيو لپاره د پولى پوري غاړه په پاکستان کى د پناه خوندى ځاى پيدا کړى. علاوه پر دى هغه څوک چى ګټه وکړى  بايد هڅه وکړى چى يو سياسى مرکزى سيستم منځته راولى چى د افغانستان د ټاکنو ټولي سيالى ډلي سره په يو مرکز راټولي کړي. که چيرى مخالفين دا لاره غوره نکړى او واک د يو بل سره شريک نکړي نو په دى کى هيڅ شک نشته چى د قدرت څخه به غلطه ګټه پورته شوي وي.
که فرض کړو چى افغانستان يو سياسى مرکزى سيستم هم ولرى په څرګندو ټکو بايد وويل شى چى دا هيواد په حقيقت کى دومره لږ امکانات لرى چى د خپل ځان ساتنه پخپله وکړى. سره ددى د افغانستان اقتصاد د ٢٠٠٢ کال راهيسى دوه چنده شويدى چى حکومت ددى توان لرى چى ماليه او  ګمرکى عايدات راغونډ کړى، د کابل حکومت لا تراوسه هم د نړيوالي ټولني په مالى مرسته تکيه کړى چى په هغي سره زياتره خپله اداره، د مامورينو تنخواه او نور خد مات سرته رسوي. د څو کلنو راهيسى د افغانستان د اردو او پوليسو ټول لګښت د ڼاټو د روزونکو لخوا ورکول کيږي چى دى کار د حکومت ټوله ملى بودجه د خپل سيورى لاندى راوستي ده.
٤


د امريکا متحده ايالات او نوري مرسته ورکونکي ټولني نور نشى کولى چى د يوى نا ټاکلي مودى لپاره دا لګښتونه وزغمي. د نړيوالى اقتصاد نااميدى، په بهرنيو کارکوونکو باندى د افغانانو حملي او د امريکا او افغانستان تر منځ جنجالي بحثونه د کابل حکومت لپاره دا ستونزه راولاړه وى چى نور نشى کولى چى په بهرنۍ مرستي باندى هميشه تکيه وکړى. د افغانستان حکومت د خپل ځان د ساتنى لپاره بايد خپلى جرړي دننه په هيواد کى په سياسى او اقتصادى لحاظ ټينګي کړي. د يو ښه سياسي مهارت څخه بايد کار واخستل شى چى په هغه کى منظم اصلاحات را منځته کړى چى پکى د حساب ورکولو او ناجايزه کارونو څخه د مخنيوى لپاره يوه مرکزى اداره رامنځته کړى.
 که د افغانستان دولت وغواړى چى د کلنو نا آراميو څخه خلاص شى نو بايد چى د هغه مخالفو ګروپونو سره چى په زور زياتى کى يى برخه نه وي اخستى، د افغانى ټولنى نور اړخونه او همدا راز نورووسله والو ډلو سره د سياسى جوړ جاړى په خاطر خپلي اړيکي ټينګي کړي.
د ستراتيژى همغاړه کول
دا بايد له پامه ونه غورځول شى چي د افغانستان د سياست کمزورى اډانه به په قوى احتمال  وروسته له ٢٠١٤ کال څخه د امنيت په لحاظ ګډه وډه شى. متحده ايالات يوى ځواکمني سياسى ستراتيژۍ ته اړتيا لرى چي په ډيره چابکۍ سره د افغان حکومت  د قدرت د ليږد(انتقال) لپاره قانوني لاري چاري برابري کړي چى د سياسى جوړ جاړى لپاره د افغانستان د سياسى لوبغاړو لپاره چى د اوسنى بهير نه بهر پاتي دى       ( هغه طالبانو  چى غواړي پکى برخه واخلى) او هم د سيمي په لحاظ پاکستان پکى راګډ کړى.
لمړى دا چى يو ډير ښه قانونى افغان حکومت منځته راوړل شى د امريکا متحده ايالات او نور ملګري يى دا بايد يقينى کړي چى په ٢٠١٤ کال کى د ولسمشرۍ بهير په پوره ارامۍ سره پر مخ ولاړ شى اود اساسى قانون پا اساس کرزى بايد د واک څخه ليرى شى. په لنډه موده کى د امريکا متحده ايالات بايد دا روښانه اود ستراتيژيک تړون د شرطونو په اساس تضمين وکړى چى کرزى بايد يو قانونى منتخب ځاى نيونکى ته قدرت وسپارى. کله چى کرزى د واک څخه ليرى شى، هغه او د هغه کورنۍ  ته بايد د حفاظت تضمين ورکړل شى، د هغه نيږدى ملګري او طرفداران د حکومت نه بايد و نه ايستل شي او هغه (کرزى) په آبرومندانه ډول له دفتر څخه رخصت شى. هغه ته بايد يا په افغانستان کى او يا هم بلى کومى يوى نړيوالى ادارى کى عالى مقام ورکړل شى چى ددي ويري احساس ونکړى چى د واک څخه ليرى کړل شويدى، چى په دى صورت که به  نورو سياسى څيرو ته دروازه خلاصه شى.

٥

 

يو ريښتنى او وسيع دموکراتيک بدلون ته لاره هوارول چى په هغه کى سياستوال برخه ولرى او همدا رنګه نړيواله ټولنه بايد په دى باندى زور واچوى چى دټولټاکنو لپاره د اصلاحاتو يوه ښه پرمختللى لاره چى په ٢٠١٤ او ٢٠١٥ کى تر سره کيږى رامنځته کړى. ددى کار په کولو سره بايد د راي ثبتولويوه مؤثره  ملى اداره  جوړه شى چى د افغانستان  دوو مهمواورګانونو ته د ازادو او روښانو انتخاباتو ضمانت ورکړى شى. د زياتو ګوندونو د ثبت بهير اوغير له دى نه چى د يواځينيو رڼو رايى اچولو طريقه په کار واچول شى چى رايى اچونکي د پارلمانى ټاکنو د چوکيو (سيټونو) لپاره چى کانديدان يى سلهاو ته رسيږى په بل القوه ډول د رايى اچولو يو ځل حق و لرى، په دي کار سره به د پارلمان  د پخوانيو وکيلانو زور کمزورى کړى چى نور سياسى ګوندونه په مؤثره توګه د افغانستان د ګټو نمايندګى وکړى شى.
د مالى  اولوژستيکى اصولو په اساس د افغانستان د ټولټاکنو په بهير کى بايد مرستي وشي. امريکا، ملګري ملتونه اونوري نړيوالي بسپنه ورکوونکي ټولني بايد ددى غوښتونکي واوسى چى د ٢٠١٤ او ٢٠١٥ ټولټاکني د ښو  معيارونو په اساس وي نه لکه چى پخوا يى د انتخاباتى مبارزو واک د افغانانو په لاس کى وو.
متحده ايالات ديته اړتيا لرى چى په اوږد مهاله ډول د خپل ټول ځواک څخه کار واخلى او په دوامدار ډول د کنټرول يو انډوليز اصلاحات رامنځته کړى چى په هغه کى به مخالفو قوتونو ته د سياست په ميدان کى د ګډون  زمينه برابره شى. په دى کار سره به د افغانستان حکومت د حساب ورکولو په برخه کى چى په نړيوالو کنفرانسونو او د ستراتيژک ټرون په برخه کى يى سپارښتنه شويده ژمن واوسى. نړيواله ټولنه په واضح او قانونى ډول بايد خپله توجه  کورنيومخا لفينو اود مدنى ټولنو سازمانونو پيژندلو ته واړوى او هغوي ديته تشويق کړي چى د قانون په چوکاټ کى د سياسى ګوندونو په پروګرامونو کى  فعاله ونډه واخلى. افغانستان يوى ځواکمنى سولى ته چى په ښه توګه سره يى اداره کړى اړتيا لرى، د امريکا متحده ايالات بايد پارلمان ديته وهڅوى چي د دولت د مآمورينو په ټاکنو کى فعال رول ولوبوى چى د هيواد ملى انکشافى بودجه تصويب کړى شى. افغانستان يواځى په دى ډول اصلاحاتو سره کولى شى چى خپلو وګړو او نورو پخوانيو جنګى ډلو ته واضحه کړى چى دوي يواځى په وړتيا او لياقت سره کولى شى چى خپلي ګټي لاسته رواړي نه د زور د لارى.


٦

 

 

برسيره پر دى متحده ايالات بايد پخپلو مالى مرستو سره د افغانستان سياسى ليږد(انتقال) تقويه کړى، دا هم بايد يقينى کړى کله چى بهرنۍ مرستي کميږى هيواد به د اقتصادى کمزورتيا سره نه مخامخ کيږى. په تيره لسيزه کى د پراختيا لپاره ډير پروګرامونه په لاره اچول شوي وو لکه د ملى يووالى پروګرام اود روغتيا د اساسى خدمتونو کارونه چى د ټولنى په ګټه دي او هغه پراختيايي پروژي چى د ملى متخصصينو لخوا په نظر کى نيول شويدي بيا راژوندۍ شى. واشنګټن ته ښايى چى په مهمو وزارتونو کى لکه د مالي او معادن او صنايع وزاراتونو  کى اداري ټيمونه تقويه کړى. همدا راز واشنګټن بايد خپله يوه زياته اندازه مالى مرسته د افغانستان بودجى ته ورکړى، که نه نو  بهرني قرارداديان چى بيدريغه پيسي مصرفوى حکومت به د يو لوى ادارى فساد پر مخ بوځى.  د قانونى تعقيب دا  لايحه بايد د هغه لوړ رتبه مآمورينو په مقابل کى په کار واچول شى چا چى په دى تازه وختونو کى د کابل بانک د سقوط سره مخ کړ چى په دى کار سره به ټولو ته واضحه شى چى د قانون په مقابل کى ټول يوشان او د جزا څخه نشى معاف کيدلى.
په نتيجه کى که چيرى يوه ناکامه هڅه وشى او طالبانو سره تماس ونيول شى امکان لرى چى ځيني ګټي لاسته راوړي.
دوهمه دا چى د امريکا متحده ايالات بايد د افغانستان د مخالفو فراکسونونو (په ګوندونو کى کوچنۍ ډلي) يوى سياسى روغى جوړى ته راغب کړي. د پخلاينى لپاره چى د هرى يوى ستراتيژۍ څخه کار اخستل کيږى بايد د افغانستان ټول مخالف ګروپونه دا کوشش وکړى چى طالبانو ته لاس وراوږد کړى. ددى هلو ځلو مؤفقيت د اعتبار څخه يو څه ليرى ښکارى: ځکه چى طالبانو په وار وار د افغانستان د حکومت سره خبري کول رد کړي دي، دوي داسى يو پلان لرى چى په قطر کى خپل يو سياسى دفتر پرانيزى چى دا کار به يواځى د خبرو اترو لپاره وى نه ددوي د (سياسى) اصالت په معنى. د امريکا متحده ايالات بايد کوشش وکړى چى د بنديانو د ادلون بدلون کار چى سختى مرحلى ته رسيدلى دى منسجم کړى. د افغانستان حکومت او ياغيان دواړه ټوټه ټوټه شويدي او کرزى هڅه کوى چى د خبرو اترو بهير کنټرول او پخپل لاس کى واخلى. په افغانستان کى د مخالفينو (ياغيان) قوماندانان او جنايتکاران غواړى چى د اوسنى جنګى حالت څخه ګټه واخلى، همدا رنګه د سيمى خرابکار هيوادونه لکه ايران او پاکستان د خبرو اترو دا بهير لا نور هم ستونزمن کړيدى.

٧

 


خو ددى سره سره بايد نهايى کوشش وشى چى دا ناکامى هلي ځلي هم کيدى شى يو څه لاسته راوړني ولرى. د خبرو اترو د پرمخ بيولو لپاره د امريکا متحده ايالات کولى شى چى د افغانستان او پاکستان د مختلفو سياسى لوبغاړو نيت او اراده معلومه کړى، دا بايد ښکاره کړى چى د طالبانود کوم خوځښت (تنظيم) نماينده د مذاکراتو لپاره د وړتيا صلاحيت لرى او همدا رنګه د افغانستان د راتلونکى کى په اړه بايد د پاکستانى رهبرانو نظر معلوم شى. که چيرى امريکا اود افغانستان دولتونه پخپله دا هڅي پر مخ بوځي نو په دى کار سره به ياغيان کمزوري شي. تازه راپورونو څخه داسى معلومه شويده چى د طالبانو او امريکا تر منځ خبرو اترو د هغوي (طالبانو) روحيه (مورال) ښکته کړى اود ياغيانو د صفونو تر منځ يى اخ و ډب او ګډوډي رامنځته کړيده.
په اصل کى د طالبانو سره د سولى د سياسى هوارى طرحه د کلنو راهيسى په نظر کى نيول شويده. طًالبان بايد د افغانستان اساسى قانون ته احترام ولرى، د وسله والى مبارزى څخه لاس واخلى او بايد د القاعده سره خپلي اړيکي وشلوي. سره له دى چى ددى اړيکو په خوځښت کى د يو قرارداد په بڼه د پر مختګ يو څرک لګيدلى دى. خو د يو بريالى هوارى لپاره چى د ٢٠١٤ کال په رارسيدو او يا  له هغه وروسته بايد وشى په تمامه معنى لمړيتوب اود زړه له کومى ژوره علاقه وښودل شى.
په لمړى قدم کى د متحده ايالتونو ملکى او عسکرى مآمورين بايد خپلي هڅي دوه چنده کړى او د خبرو اترو يوه داسى طرحه جوړه کړى چى په هغه کي نه يواځى متحده ايالات بلکه د طالبانو او د کرزى د حکومت ګډون او همدا راز نور برخه اخستونکي لکه پارلمان، کورني مخالف ګروپونه، د ښځواو ملکى ټولنو سازمانونه برخه واخلى. په ټوله کى که ددى پاي که هرڅه وي د افغانستان د تولو ټولنو د هوساينى په موخه بايد ددى بهير سره چى د طالبانو سره يوى موافقى ته ورسيږى ګډون وکړى. که چيرى خبري اتري روښانه نه وي نو هر يو ګډون کوونکى دا شک کولى شى چى مخالف لورى په خبرو کى صادق نه دى او د يو بل کوم ځاى سره اړيکه لرى. د نظريو دا اختلاف به د دواړو غاړو هيلي کمزوري او هغه مشران چى د خپلو حاميانو په نمايندګۍ په مذاکراتو کى يواځى د خپلو ګټو لپاره ګډون کوي د مذاکراتو څخه ليرى کړى شى. هر ډول خبري اتري چى کيږى بايد د ملګرو ملتونو، قطر، سعودى عربستان او يا نورو منځګړو د سرپرستۍ لاندى تر سره شى. ګتورو خبرواترو ته يواځى په هغه وخت کى راښکل امکان لرى چى ټولي خواوي هغو ته ژمن واوسى.


٨

 

د واشنګټن څخه هم دا غوښتنه کيږى چى د سولى د خبرو لپاره يو څه د اطمينان معيارونه په لاره واچوى.د طالبانو مشران او د افغانستان حکومت بايد خپلو طرفدارانو او اتباعو ته دا په ډاګه کړى چى ددوي ګټي يواځى د خبرو اترو په واسطه خوندى کيدى شى نه د توندلارۍ او تشدد له لارى. د دوه اړخيزاطمينان په موخه چى د پخوا راهيسى ورباندى خبري رواني دي  مذاکره چي ډلو ته پوره تضمين برابر کړى او هم د بنديانو د تبادلى په اړه مؤثر ګامونه واخستل شى. که چيرى مخالفينو په يقينى ډول مثبت ګامونه واخستل او په جدى  ډول د کرزى د ادارى سره خبرو ته کښينى او همدا راز د دولتى مآمورينو د وژلو او حملو څخه لاس واخلى، نو په دغه صورت کى به د امريکا متحده ايالات د ملګرو ملتونو د تور لست څخه د طالبانو د ځينو غړو په ايستلو کى مرسته او ملاتړ وکړى، هغه ګروپونه چى د القاعده د غړو سره تړاو لرى په هغوي باندى به نړيوال تحريمات برقرار وساتل شى.
دريم، په افغانستان کى به د هر هغه سياسى حل ملاتړ وشى چى په پراخه پيمانه يواځى د ټولى سيمى په موافقى سره تر سره شى.په ځانګړى ډول پاکستانيان بايد په دى کى راګډ کړل شى او د اړتيا په صورت کى د امريکا متحده ايالات هم بايد چى دى کار ته اوږه ورکړى.
پاکستان په افغانستان کى د اوږد مهالى سولى په راوستو کى خنډونه اچوي او په دي لاره کى د ترهګرو ډلو سره مالى مرسته او هم پناه ورکوى چى ددى کار موخه يي په افغانستان کى د هندوستان آثر او رسوخ کمول او کمزورى کول دي. د امريکا د متحده ايالاتو مآمورين بايد د پاکستان د غير نظامى  رهبرانواو امنيتى مقاماتو سره ډيپلوماتيکي اړيکي ونيسى او سپيني او بى پردى خبري ورسره وکړي او دا معلومه کړى چى د پخلاينى په کوششونو کى دوي څه ډول رول (نقش) لوبولى شي. پرته له دي خبرو اترو څخه دا ناشونى ده چى پاکستان دى خپل اثر او رسوخ په جنګي ډلو  وشيندي او د مذاکراتو ميز ته يى راولى.  دا حتمى ده چى د کرزى حکومت به ددي خبرو اترو يوه مهمه برخه وي.
د پاکستانى مقاماتو او جنګي ډلو سره پراخي خبري اتري به دا روښانه کړي چى کومي ډلي په رښتيا سره غواړي چي د خبرو اترو په بهير کى برخه اخلي او نوري کومى ډلي دى چى خبرو ته غاړه نه ايږدي چى بيا به د هغوي په مقابل کى د زور څخه کار واخستل شى. د امريکا متحده ايالات بايد يو سيمه ايز ځانګړى استازى وټاکى چى مارک ګروسمن ته چى د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ايالاتو خاص نماينده دى خپل راپور وړاندى کړى، په ځانګړى ډول به ددى استازى دنده دا وى چى افغان او پاکستانى مقاماتو سره په ګډه يو پلان طرحه اوطالبان په مذاکراتو کى را ګډ کړي. د امريکا متحده ايالات بايد د پاکستان په مقابل کى  هم د زور او هم د رضا څخه کار واخلى چى هغه ترهګري ډلي چى نه غواړى مذاکراتو ته غاړه کښيږدى ددوي په مقابل کى اغيز ناک عمل وکړى.

٩

 

د سيمى (ګاونډ) ساتنه
د پاکستان او د ټولو نه زيات د افغانستان راتلونکى به د سهيلى اسيا د سولى په ټينګښت کى مرسته وکړى او همدا راز به د متحده ايالاتو په ملى امنيت باندى ډير لوى اغيز واچوى. نو له دى امله په افغانستان کى د متحده ايالاتو لوي لاسته راوړني به دا وي چي پاکستان په راتلونکى وخت کى د بى ثباتۍ سره مخامخ نه شى، خو د افغانستان جنګونو د پاکستان په ټولنه او رهبرۍ باندى دومره ډير فشار اچولى چى د واشنګټن او اسلام اباد تر منځ يى چى کله خبره په پاکستان کى د امريکا ګټو ته رسيږى د يو لو ى خنډ سره مخامخ کړي دي. دا ګټي په درى ډوله دي:د نړيوالو ترورستي ګروپونو له منځه وړل چى د امريکا او ملاتړو هيوادونو ته يى نيغ په نيغه خطر متوجه کړيدى، د هيواد د کيماوي وسلو د خپريدو مخنيوى، اود يوى رښتنى ډموکراسۍ څخه ملاتړ چى دټولو  عامو وګړو په ګټه وى لاره خلاصول  شامل دي.
که د اړيکو د خرابولو په موخه وي د امريکا متحده ايالات ښايى چى د افغانستان په سر د پاکستان سره خپلي د همکارۍ اوسنۍ اړيکى په دي بهانه وشلوى چي ګوا کى پاکستان پخپله خاوره کى ترهګرو ډلو ته پناه ورکړى او هغوي په افغانستان، هندوستان او نور ځايونو کى د ترهګريزو عملياتو څخه نه منع کوي. خو د يو کار تجويز بايد وشى چى په پاکستان باندى د امريکا د هوايى ځواکونو پواسطه د بى پيلوټه الوتکو(ډرون) حملو ته زور ورکړل شى،د اسلام اباد نړيوالى مالى منابع بايد غوڅي شي، پاکستان بايد د يو ترهګر هيواد په لست کى چى د تروستانو حمايت کوى شامل، او تحريمات ورباندى ولګول شى. خو د اسلام اباد سره د امريکا د همکاريو  اړيکو شلول به په هيواد کى په زياته اندازه ستونزي رامنځته کړي. دا کار به طالب جنګيالو ته د بيا را ژوندى کيدو توان ورکړى او د افغانستان حکومت ته به ګرانه شى چى په  خپلو پښو ودريږى. په دى صورت کى به امريکا هم ونشى کړاى چه په افغانستان کى خپل اهداف لاسته راوړي. 
همدا راز امريکا بايد کوشش وکړى چى د پاکستان سره خپلي ستونزي کمي او په عوض يى امنيت ټينګ او سياسى همکارى وکړى. واشنګټن بايد ډير ژر دى کار ته پخپل سر پاملرنه وکړى چى د متحده ايالاتو امنيت ته خطر پيښ نه شى او د اسلام اباد سره د همکارۍ خپلي اړيکي مخکى له دى چى د ناکامۍ سره مخ شى له سره نوي کړي. که چيرى دا همکارى په اوږده موده کى تر سره  شى نو امريکا او اسلام اباد ته به  ډيره ګرانه پريوځى.

١٠


نو په دى خاطر د اوباما اداره او پاکستانى مشران کوشش کوى چى  د خپلو همکاريواو اړيکو په بيا برقرارولو  په اوږدو بحثونو سره د پاکستان په پارلمان کى بيا له سره غور وکړى. متحده ايالات او پاکستان په دوه شيانو باندى د نظر اختلاف لرى چى يو يى د بى پيلوټه الوتکو يرغل او بل يى د هندوستان څخه د تهديد احتمال دى. خو  وروسته د تيرو څو کلنو بحرانى اړيکو په درلودلو سره دواړه خواوي بايد خپلي اړيکي د ضرورتونو په لحاظ په روښانه ډول چى د دواړو ګټي پکى خوندي شى وڅيړل شى.
متحده ايالات بايد د پاکستان ادراه يوى پخى انتقالى دورى ته چى په ملکى دموکراسۍ باندى ولاړه وى وهڅوى. د اساسى جوړښت  (ميکانيزم) او حساب ورکولو نشتوالى، د پاکستان د نظاميانو متواتر شتون چى ددغه هيواد  ملکى حکومتونه او د هغوي اداره يى هميشه ځپلي او  بدو عواقبو سره  مخ کړيده، په سياسى او اقتصادى حالت باندى ژور اثر شيندلى دى. پاکستان په دى که پاتى راغلى چى د هيواد د ټيټى طبقى ځوانانو ته د تعليم اسانتياوي برابري کړى، دغه فرصتونه يى له لاسه ورکړيدي چى ددغه حالت په شتون سره ددى هيواد اقتصادى حالت نشى کولى چى د ګاونډيو په بهير کى ورګډ شى او ددى خطر شته چى د هغوي څخه وروسته پاتى شى.
يوښه زيات دموکراتيک او په ملکى رهبرۍ ولاړ پاکستان به و کولى شى چى د ولس هيلو ته ځواب ووايى، قانونى نظام ته پراختيا ورکړى چى ددى کار په تر سره کولو سره به په خپل اقتصادى حالت بريالى او د ملکى او عسکرى کړيو سره به ښي اړيکي ولري. که چيرى دا کار وکړى نو پاکستان به پايدار او د خپلو ګاونډيو سره به يى اړيکي ښي شى او هم به د متحده ايالاتو لپاره په سيمه کى د ملى امنيت اهداف تر لاسه شى. متحده ايالات او پاکستان ددى موجوده ترينګلو اړيکو په درلودلو سره واشنګټن بايد د پاکستان د ملکى ادارو او بى تجربى دموکراسۍ څخه خپل ملاتړ وکړى.
واشنګټن بايد د پاکستان ټولو سياسى لوبغاړو ته ښکاره پيغام واستوى چى عسکرى کودتا ګاني او يا نورقوانين چى په اساسى قانون پورى تړلى وى د ملکى حکومتونو ړنګول به د متحده ايالاتو او پاکستان همکارى د سختو ننګونو سره مخامخ کړى. د وخت په تيريدو سره واشنګټن ديته هم اړتيا لرى چى د پاکستانى مقاماتو سره د خبرو اترو اصول د نظاميانو پر ځاى ملکى حکومت ته وګرځوى، په مستقيم ډول به دا کار په اوس وخت کى تر هغه وخته پورى چى د متحده ايالاتو پاليسى د افغانستان په باره کى د پاکستان سره د يو لړ ذات البينى ستونزو سره مخ وى امکان ونلرى. خو واشنګټن بايد د خپلو استازو حضور د عسکرى مقاماتو پر ځاى د ملکى مامورينو سره په فعالانه توګه زيات کړى. ددى څخه علاوه متحده ايالات بايد يواځى د پاکستان د ملکى رهبرۍ سره خپلي اړيکي کمى نکړي چى يواځى په حکومت کى کار کوى بلکه د ټولو سياسى ګوندونو او ملکى ټولنيزو ډلو سره هم خپلي اړيکي ټينګي کړي. واشنګټن بايد خپلى اړيکى د نوى نسل د رهبريت سره هم برقراري وساتى چا ته چى په راتلونکى وخت کى د اميد سترګي وراوړي.
١١


د پاکستان د اوږدى مودى دموکراسۍ ته د راګرځيدلو په نظر کى نيولو سره متحد ايالات نبايد چى خپلي اقتصادى او پرمختيايى مرستي په دى معنى چى په لږ وخت کى يى امنيت ټينګ نه کړاى شو وسپموي. دا بايد په دي معنى نه وى چى دا مرستي بلاعوضه دي. هغه شرطونه چى واشنګټن په دغو اقتصادى او پرمختيايى مرستو ايښي دي بايد په دى شرط وي چى حسابونه پاک او روښانه اود پاکستان حکومت بايد ديته وهڅول شي چى د اقتصادى لوړتيا لپاره پخپله اصول وضع کړى.
پر مخ تلل
په افغانستان کى د امريکا د ګټو لاسته راوړني او په عين وخت کى هلته د امريکا د لګښتونو کمول يو پياوړى سياسى ستراتيژۍ ته ضرورت لرى. دا ستراتيژى چى د دواړو ګوندونو لخوا ورځينى په کور دننه او هم ورڅخه د امتحده ايالاتو او هم د بهرنيو ملګرو  لخوا ملاتړ وشى اړتيا ده، ددي کار موخه چى سياسى بهير به پکى شامل وى او هم په پراخه اندازه حکومتى رغوني (اصلاحاتو) ته چى د افغانستان ټول خفه عناصر سره پخلا کړى او هم د افغانستان د ټولنى ټول وګړي ورڅخه په قانونى او مؤثر ډول ګټه پورته کړى اصلاح شى. واشنګټن د پاکستان سره بايد خپلي ډپلوماټيکى اړيکي بيا ښى ټينګي کړي، پاکستان بايد وننګوى (مجبور) کړى چى د افغانستان سره  د سولى د راوستلو په رامنځته کولو کى پوره همکارى وکړى او د هيواد ډموکراتيکى کولولو عمل ته بايد په اوږد مهال کى ژمن واوسى. لکه څنګه چى متحده ايالاتو په سيمه کى خپله ښکيلتيا په لوړه کچه په غاړه اخستى ده چى دا عمل بايد اوس زياتره په سياسى ستراتيژۍ باندى متمرکز او د ا بايد د خپلو عسکرى فعا ليتونو سره همغاړى کړى.
د متحده ايالاتو ډير پاليسى جوړوونکي هڅه کوي چى يو داسى روښانه نتيجى ته ورسيږي چى په افغانستان کى د يوى لسيزى مداخلى څخه غير له دى نه چى متحده ايالاتو ته يى ډير ګزاف مالى او ځانى تاوانونه رسولي دي نور څه نه دي. يو سړى بايد ديته فکر وکړى چى د (جګړى) دا اوسنۍ سياسى ستراتيژى د لاسته (بريا) راوړنو څخه ډيره ليرى او غير مطمينه ښکارى. خو په دي خاطر چى د برياليتوب يو څه چانس ولرو نو دا ټول (پورتني) کارونه بايد سر له اوسه مخکى له  ٢٠١٤ کال د انتقالى دورى څخه چى په مونږ باندى ډير ژر راتلونکى ده پيل شى."
هيله ده که ددى ليکنى په اساس چى دي ښاغلو پکى يو څه د هيلو تمه ښودلى ده په رښتيا په صداقت ګامونه واخستل شى نو په راتلونکى وخت کى به په افغانستان کى يوى رښتيانۍ سولى ته لار هواره شى.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery