مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-05-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پرديو اسعارو پر چلند دي بنديز‏ ولګول سي

نظیف الله ځیرک
له نږدې دوه لسیزو راپدې خوا د ختیځو ولایتونو په شمول د افغانستان په یو شمېر هغو سرحدي ولایتونو کې چې د پاکستان سره ګډه پوله لري د افغانیو پر ځاې د کلدارو کارول دود دي.
ځايي اوسیدونکي، ښاریان، کسبګر او سوداګر د بازارونو راکړه ورکړه په کلدارو کوي او له بده مرغه  کلدارو اوس دولتي دفترونو ته هم لار موندلې او په ځینو عایداتي ادارو کې بهرني اسعار اخیستل کیږي.
د ویښ افغان اصلاحي تحریک د سرحد شهید محمد قاسم خان د ویني نذراني له درنښت په خاطر د چهارشنبي په ورځ ۲۵ د ثور ۱۳۹۲ لمریز کال د جلال آباد ښاروالۍ میلمستون کې د ملي هویت ساتلو په خاطر د افغانیو چلند او د کالدارو مخنیوي په اړوند یوه لویه ناسته ترسره کړه، ټاکل شوی وه چې غونډه د سهار په ۹ بجو پیل شي خو د دوه غبرګو چاودنو له امله ۱۱ بجو ته وځنډیده، امنیتي مشکلاتو له امله لسګونو قومي مشرانو، هټیوالو، محصلینو او دولتي چارواکو غونډه پریښوده چې په غونډه یې منفي تاثیر وکړ خو د ډاکټر زرعلي معروف او د افغانستان بانک رئیس حاجي روح الله په تانده هڅو غونډه د قاري محمد اسماعیل هوتک له لوري د قرآنکریم په څو مبارکو آیتونو بیرته پیل شوه.
غونډه کې د افغانستان بانک مامورینو، د ننګرهار لیسي شاګردانو، د ځوانانو چارو آمریت مامورینو، د کسبګرو او اصنافو اتحادیې، د ویښ ځوانانو غورځنګ، افغان یون سراسري خوځښت، د مومندو قومي شورا، د معروف خیلو قومې شورا، ولسي ښیګڼو او د ویښ افغان اصلاحي او ټولنیز تحریک غړو ګډون درلود.
ډاکټر زرعلي معروف د ښه راغلاست سره تر څنګ وویل چې راځئ د پردیو اسعارو په چلند بندیز ولګوو او له خپل ملي هویت څخه ملاتړ وکړو، د پردیو اسعارو مخنیوی او خپل پولي واحد کارولو ته هڅه د هر افغان دنده ده.
د ختیځو ولایتو لپاره د افغانستان بانک ریس روح الله د ویښ افغان اصلاحې تحریک نه د مننې تر څنګ وویل، افغانۍ هغه مهال د بهرنیو اسعارو پر ځای دودېږي چې د مدنې ټولنو له خوا خلکو ته په دې اړه  عامه پوهاوی ورکړل شي، هر کله چې کوم قوم بل ملک ته هجرت وکړي باید له ځانه سره ښه کلتور راوړي خو متاسفانه افغانانو د پاکستان څخه ډیره ناوړه کلتور چې د کالدارو استعمال دی له ځانه سره راوړ، موږ باید هڅه وکړو چې د همدا ډول غونډو له لارې د خلکو احساس راژوندی کړو تر څو افغانۍ استعمال کړي او د خپل دولت اقتصاد پیاوړه کړي.
د کسبګرو او اصنافو اتحادیې رئیس حاجي عزیزالرحمن عرب وویل: ننګرهار کې د پردیو اسعارو د چلند ګراف ۹۹ فیصده ته رسیدلی، د دې عمده لامل یئ په خپله افغانان او په ځانګړي توګه ختیځوال ګرم وبلل ځکه چې دوئ د کالدارو په استعمال کې یو له بل سره سیالۍ کوي، او له بله پلوه دولت باید یوه ځانګړی قانون د افغانۍ د چلند او کالدارو د مخنیوي لپاره جوړ کړي او د قانون ماتوونکي دي د قانون منګلو ته وسپارل شي، عرب صیب زیاته کړه: که چیرته رسمي او دولتي ادارو ته د سلاح سره ننوتل د قانون خلاف کار دی نو کالدارو سره ننوتل د هغه نه هم ډیر لوړ جرم ګڼل کیږي، او په آخره کې یې د ویښ افغان او نورو مدني ټولنو څخه مننه او د همیشنۍ همکاري ژمنه یې وکړه.
د سرحدي زون پخوانی قوماندان جنرال محمد اکرم بشریار خپله وینا په یوه څلوریزه پیل کړه:                                     په وران کارو چې کارونه جوړوي +++ حقیقت کې ټول کارونه ورانوي                                                       دا به ډیره ساده ګې یا ناپوهي وي +++ چې بت پرست باندي بوتان ته ماتوي                                            جنرال صیب وویل: اسلحه زما یو ځوان یا سپین ږیری وژني خو کالداري زما ملي هویت وژني چې ډیره خطرناکه یې بولم، زما یادیږي چې پلار به مې ماته وویل چې کله به هم داسي وخت راشي چې افغانۍ په کالدارو پورته شي خو نن یې دا ارمان پوره شوي خو متاسفانه چې موږ او تاسو د کالدارو استعمال نه پریږدو او زما هم دغه ارمان دی چې کله به افغانان کالداري بندوي، بشریار زیاته کړه؛ زه په نظامې او حقوقي برخو کې ۴۵ کلنه تجربه لرم که چیرته دولت له ما څخه د کالدارو د مخنیوي او د پردیو اسعارو استعمالوونکو د قانون منګلو ته سپارلو دنده راکړي زه به یې په ډیره ښه توګه سرته ورسوم او په ظرف د یوه میاشت به زموږ خپل ملي هویت افغانۍ د افغانستان په ګوډ ګوډ کې دود کړم، او په آخره کې دا هم وایم چې د افغانیو د دودولو لپاره د ملي سوداګرو او دولتي ادارو مبارزه هغه وخت بریالۍ کیږي چې دوئ دغه مبارزه له خپل ځانه پیل کړي.
محمد حسن کندل زي د کالدارو د مخنیوي په اړه یو ښکلی شعر زمزمه کړ چې د غونډې ګډونوالو ستړتیا یې رفع کړه.
د ننګرهار عالي لیسي په نماینده ګۍ د یوولسم ټولګي شاګرد شاکرالله خبري وکړي او ویویل: د پوهنې وزارت څخه مو دا هیله ده چې ټولو هغه جدیدالشمول شاګردانو ته دي د افغانۍ په رواجولو کې عامه پوهاوی ورکړي تر څو ځوانان په دي وپوهیږي چې افغانۍ د دوئ ملي هویت دی.
او په پاي کې د ننګرهار ولایت د ځوانانو چارو آمریت، کسبګرو او اصنافو اتحادیې، مدني ټولنو او قومي شوراګانو پریکړه لیک د ښاغلي حمیدالله معروف خیل له لوري ولوستل شو چې په لاندینیو مادو مشتمل و:
1. په ننګرهار کې د ټولو ملي سوداګرو څخه غوښتنه کوو چې تر څو خپلي ټولې راکړي ورکړي تر دې وروسته په افغانیو تر سره کړي نه په خارجي اسعارو.
2. په ننګرهار کې د ټولو کسبګرو او اصنافو څخه غوښتنه کوو چې د ملي هویت ساتلو لپاره د خارجي اسعارو په ځانګړي توګه کالدارو پر ځاې افغانۍ وکاروي.
3. د افغانستان دولت څخه غوښتنه کوو چې د پیسو د تبادلي ټول مارکیټونه چې په غیري قانوني توګه فعالیت کوي د نافذه قوانینو د احکامو په رڼا کې د هغوئ شتمني ثبت او ټول انتقالات د بانکونو له لاري صورت ونیسي؛ نه په غیر قانوني لارو.
4. د جلال آباد ښاروالۍ او اصنافو اتحادیې څخه غوښتنه کوو تر څو هټیوالو ته لارښونه وکړي چې په خپلو هټیو کې د خرڅلاو په ټولو توکو باندي د افغانیو مناسب نرخونه ولیکي.
5. د دولت او په ځانګړي توګه د افغانستان بانک اداري او نورو اړونده ارګانونو څخه غوښتنه کوو تر څو د خرڅلاو د عمده مرکزونو څارنه او پلټنه په موثره او دوامداره توګه تر سره کړي.
6. موږ د ټولو مدني ټولنو اتحادیو او قومي شوراګانو څخه هیله کوو چې د ملي هویت پیژندني په خاطر د افغانۍ چلند پروسي نه په دوامداره ډول ملاتړ وکړي.
7. د ټولو امنیتي او کشفي ادارو څخه په کلکه غوښتنه کوو تر څو هغه اشخاص چې د افغانیو رواجولو پر وړاندي خنډ وي باید قانوني چلند ورسره وکړي.
8. موږ د ننګرهار ولایت د ځوانانو چارو آمریت، کسبګرو او اصنافو اتحادیه، مدني ټولنې، قومي شوراګاني ټولو هیوادوالو ته ډاډ ورکوو چې د خپل افغاني هویت د ساتلو په منظور د افغانیو د دودولو په برخه کې نه ستړي کیدونکي هلي ځلي کوو.
د یادونې وړ ده چې پریکړه لیک یو- یو نقل د ننګرهار ولایت مقام، ښاروالۍ، ځارنوالۍ، محکمه، ملي امنیت او د امنیې قوماندانۍ مقام ته ولیږدول شوه.
دا چې د پلان مطابق باید د غونډي څخه وروسته په جلال آباد ښار کې د کالدارو د مخنیوی په خاطر لاریون شوی وی خو د امنیتي ملحوظاتو له امله وځنډید.
غونډه د احمدزي صیب په دعایه پاې ته ورسیده
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery