مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-06-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

امريکا افغانستان کى خپلي وسلي ويجاړه وي!!!

پاچا ­ کيليفورنيا­ امريکا
سرچینه : سټار اینډ سټریفس


٢٧ جون ٢٠١٣
امريکا په افغانستان کى د بيلينونوډالرو په ارزښت جنګى سامان الات ټوټه ټوټه کوي.
Star and Stripes, Mideast Edition, Saturday, June 22, 2013
دا د پورتنۍ ورځپاڼى سرخط دى چى د امريکايى وسلو د ويجاړولو په اړه خپور شويدى. دا په واشنګټن پوست ورځپاڼه کى د ښا غلى ايرنسټو لنډونو لخوا ليکل شوى چى ما ورڅخه ځيني ټکي ژباړلى اوتاسو درنو لوستونکو ته وړاندى کيږى.
"د کندهار هوائى ډګر: د افغانستان څخه د امريکايى پوځيانو وتل د يو سخت  پړاو سره مخامخ دى ځکه چى د افغانستان ځمکنى حالت (جغرافياوى موقيعت) ډير سخت دى، متحده ايالاتو تر اوسه پورى د يو سلو اويا (١٧٠) ميلونو پاونډونو څخه زيات ګاډي او نور پوځى سامان الات پخپله له دى ويرى ويجاړ کړيدي چى د ٢٠١٤ کال د قواو د وتلو ضرب الاجل رارسيدونکى دى.
په ډيره لويه پيمانه د وسلو د ډيران کولوهڅي چى د متحده ايالتونو پوځي کارکوونکي ورته بيړنى حالت وايى رواني دي، دوى ټول سامان الات د خلکو د نظر څخه په دي منظور ليرى کړي  دي چى هغه له منځه يوسى.  دى کار په پنټاګون (دفاع وزارت) کى چى وايى په دى دومره جنګى سازوسامان چى بيرته (امريکا) ته د راوړلو نه دي يو لړ بحثونه راولاړ کړيدي. پوځي متخصصينو دا په نطر کى نيولى ده چى د اوه (٧) بيلونه ډالرو څخه زيات پوځى جنګى سامان چى د هغى څخه يى تقريبآ شل (٢٠) فيصده په افغانستان کى موجوديت لري په دي وجه بيرته هيواد (امريکا) ته د راوړلو نه دى چى يو خو دغه سامان ته نوره اړتيا نشته او بل دا چى راوړل يى ډير ګران تماميږى.
دي کار پينټاګون بيخى زيات سر بداله (سرګردانه) کړى چى ددى سامان الاتو سره څه وکړى. د افغانستان دولت ته يى ورکول هم يو لړ ننګوني رامنځته کړى چى کيدى شى دا سامان به د ځينو نورو هيوادونو په لاس کى پريوځي. او دا تشويش هم شته چي د افغانستان پوځ به ددغه وسلو څخه د کار اخستولو وړتيا ونلرى. د هغو څخه به ځينى وپلورل شى او نور به د اتحادى ځواکونو پوځيانو ته وړيا ورکړل شى.
ددي وسلو د ټوټه ټوټه او زرى زرى کولوکار روان دى وروسته به دافغانستان په کباړيانو د پاونډ (وزن) په حساب د يو څو پيسو په مقابل کى خرڅ کړل شى.ددي وسلو د له منځه وړل به په افغانستان کى د نورو احتمالى جنګونو انديښني له منځه يوسى. دا په يقين سره ويلى شو چى ددي وسلو ويجاړول به په افغانستان کى او هم په متحده ايالاتو کى چى ايا پنټاګون ددى کار مالى وړتيا لرى او يا هم کومى داسى لاري ولټوي چى د افغانستان دولت ته يو څه برخه ورکړل شى يوه اندازه سختي پوښتني به راوپاره وي.
١

تورن جنرال کوړټ سټاين چى  دمتحده ايالاتو د لوجستيکي چارو قوماندان او د افغانستان څخه د وتلو چاري پرمخ بيايى  وويل: مونږ تاريخ جوړوونکى يو او بايد دلته يو تاريخ پريږدو او هرڅه چى مونږ غواړو  هم هغسى بايد وکړو. په تاريخ کى دا زمونږ لپاره يوه لوى قهقرائى ماموريت دى چى بايد تر سره شى.
هغه زياته کړه زمونږ لپاره ډير جنجالى کار د ماينونو سره د مقاومت اود کمين نيولود هغه ګاډو د له منځه وړل او ډيران کول دي چى د(ايم­آر­اى­پى) په نوم سره شهرت لري، دا ګاډي خړبخني باډي لرى او د پرسونل د انتقال لپاره جوړ شويدي . ددي ګاډو د جوړولو لپاره پنټاګون په ٢٠٠٧ کال کى د سړک د غاړى د بمونو په خاطر د جوړولو اقدام وکړ چى بيا ورڅخه په افغانستان او عراق کى کار واخستل شو. پنټاګون وويل چى نور ددي ګاډو څخه چى شميره يى د ( ١٢،٣٠٠ څخه تر ٢٥،٥٠٠) پورى رسيږى او په ټوله نړۍ کى خواره واره پراته دى اړتيا نه ليدله کيږى. ددي ګاډو څخه به تقريبآ (٩،٠٠٠) بيرته د کويټ د لارى امريکا ته ورليږل شي. خو ددوي څخه به زياتره ګادي چى هر يو يى تقريبآ يو ميليون ډالره بيه لرى ټوټه او زري زري شى دا ځکه چى ددوي د وړلولپاره څوک قراردادى  بيوپار (مشترى) پيدا نه شو.
آلن سټيونز چى د دفاع وزارت د لوجستيکي چارو مرستيال وزير دى وويل، دي ګاډو زمونږ سره د افغانستان او عراق په جنګ کى مرسته وکړه او په راتلونکى وخت کى نور ددوي څخه د استعمال اړتيا نه ليدله کيږى. همدا راز ددي ګاډو جوپي جوپي افغانستان کى د امريکا څلورو پوځي اډو ته رارواني دي چى په کندهار کى د سور لمر لاندى ولاړ دي، ددوي د پرى کولو لپاره نيپالى او نور قرارددي کار کوونکي چى د اور ضد جامي يي اغوستي دي د ټو ټه کولو چارى پر مخ بيايى د هر يو ګاډى ټوټه کول دولس ساعته وخت په بر کى نيسى. دلته ددى ګاډو لپاره ډير لوى لوى اره لرونکى ماشينونه چى هغه بيا بوره بوره کوى ولاړ دي.
تيره مياشت د کندهار په پوځى اډه کى تقريبآ يولس ميليونه پاونډه (وزن) په حساب ددي ګاډو زري په ځينو افغان قرارداديانو باندى د پاونډونو په حساب د لږو پيسو په بيه وپلورل شوي، دا خبره ښاغلى مورګان ګن چى ددى پروژى څارونکى دى وکړه، هغه وويل چى افغان قرارداديان ددي موادو  څخه د کور جوړولو او پرزو په ډول کار اخلي. ښاغلى ګن وويل چى افغانان ددي ګاډو ټوټو پارچو ته د "سرو زرو خاوري وايى".
ښاغلى شټاين چى د کندهار د پوځى اډى څخه يى ليدنه کوله وويل،" کيدى شى ځيني خلک دا پوښتنه وکړى چى ولى دا شيان افغانانو ته نه ورکول کيږي"؟  هغه زياته کړه،  دا ډير بيړني عمليات دي او مونږ نه غواړو چى دا خاوري خځلي (ډيران) د جنګ په ميدان کى پريږدو.
٢

کله چى د متحده ايالاتو ځواکونه د عراق څخه ووتل نو يوه زياته اندازه سامان الات يى عراقيانو ته وړيا ورکړل، دا ځکه چى هغوي (عراقيانو) به امريکايانو ته وړيا تيل ورکول. امريکايى پوځى مامورينو وويل، کله چى افغانستان ته اضافه پوځيان (د اوباما په وخت کى) ليږل کيدل نو پنټاګون هم يو ښايسته ښه برخه افغانانو ته ورکړي وه خو د (ايم­آر­اى­پى) جنګى ګاډو بسپنه ورکول به په باالقوه ډول يو لړ پيچلي او بى فايدى جنجالونه راپيدا کړى چى هيڅ ګټه به و نلرى.
ډګر جنرال ريمونډ ميسن چى  د پوځ د لوجستيکى چارو مرستيال دى وويل، " که رښتيا سره ووايو نه د افغانستان اقتصاد او نه پوځ ددي وړتيا لرى چى دا جنګى سامان الات هضم کړى. مونږ نه غواړو چى افغانانو ته دا دومره سامان چى هغوي يى په استعمال نه پوهيږى او بيا په راتلونکى وخت کى د ډيرو ننګونو سره مخامخ وى ورکړو".
جنرال ميسن وويل، د امريکا پوځ په افغانستان کى د پنځه ويشت (٢٥) بيلونو ډالرو په ارزښت عمله، وسلي او مهمات ځاى په ځاى کړيدي. د ډيرو څيړنو او اړتيا په اساس ددغو وسايلو څخه تقريبآ ٧٦ سلنه (فيصده) بيرته امريکا ته استول کيږى چى ددغه سامان د ليږد (انتقال) لپاره د دوه څخه تر درى بيلونو ډالرو په اندازه مصارف په نظر کى نيول شويدي او همدا راز ځيني سامان الات چى بيا رغونى (ترميم) ته ضرورت لرى د ٨ بيلونو څخه نيولى تر ٩ بيلونو ډالرو په اندازه مصارف په بر کى نيسى.
جنرال سټاين چى د افغانستان څخه د امريکايى ځواکونو د څار چاري پر مخ بيايي په عراق کى هم ورته دنده په غاړه لرله، هغه وويل چى دا  ماموريت ډير اسان نه دى. تقريبآ دوه نيم کاله پخوا کله چى امريکايى ځواکونه د عراق څخه ټول ووتل په شروع کى دا چاري ډيري منظمى پرمخ وړل کيدي چى د هغي په نتيجه کى پوځي اډي او نور سامان الات د عراق حکومت ته  وسپارل شول. سره ددى چى امنيتى مسايل ستونزمن وو خو بيا هم تر يو حده ښه وو دا ځکه چى د کويټ هيواد د عراق سره در په ديوال وو او امريکايى ځواکونو د ځمکى د لارى دا توامندى لرله چى خپل سامان الات په اسانۍ سره  هلته وليږدوي.
جنرال سټاين وويل چى کويټ زمونږ لپاره يو حياتى هيواد وو خو د افغانستان په ګاونډ کى داسى يو هيواد نشته چى مونږ خپل جنګى سامان په اسانۍ سره هلته زيرمه کړو. خو په عراق کى دا کار اسان وو ځکه چى زمونږ ځواکونه د ځمکى د لارى کويټ ته ليږدول کيدل او هلته مو خپل سامان الات د يو کال دوه پورى ذخيره کول تر څو ددى وخت راورسيږى چى امريکا ته وليږدول شي."

٣

تبصره: يو متل دى چى وايى " يار د کوڅى تير کړه ­ خوند يى واخله رنګ يى هير کړه".  زما ښه په ياد شى کله چى په افغانستان باندى د جارج بش د جمهورى دورى په وخت کى په دى بهانه يرغل کيده چى سخت سرو طالبانو اساما بين لادن ته پناه ورکړى او هغه يعنى بن لادن په امريکا د سپتمبر د يولسمى نيټى د ترهګريزو عملياتو  طراح وو د هواله لارى يرغل شروع شو. زه به هميشه په ټيلى ويژن پورى داسى نخښتى ووم لکه سريش. د نړۍ د ډيرو هيوادونو مشرانو به د افغانستان سره د مرستو ټټر واهه او هر يو به د بيلون څخه د لږو ډالرو ژمنه نه کوله. ما چى کله ددغو مشرانو د افغانستان سره د مرستى يوه تخمينى اندازه ولګوله نو تقريبآ د درى او څلورو سوو (٣٠٠ او ٤٠٠) بيلونو ډالرو په اندازه د مرستو اعلان شوي وو.که چيرى  دا مرستي په رښتيا شوي وي نو هغه څه شوي او عامو خلکو ته يى څومره ګټه رسولى ؟ آيا دا مرستي د جنګ سالارانو، جنايتکارانو، وطنفروشانو، قاچاقبرانو او نورو وطن دشمنه عناصروجيبونو ته لويدلي دي او که څنګه؟ ځکه ددغه بيلينونو ډالرو وعدي چى د نړۍ د مشرانو لخوا شوي وي او سړى ددى بيوزلى هيواد ولس ته ګورى نو داسى معلوميږى چى يا خو دا مرستي بيخى نه دي شوي چى دا يواځى د هغه وخت د نړۍ ددروغجنو او رياکارو رهبرانو يو پروپاګنډه وه، او يا په لوى لاس د هغه چا سره شوي دي چى د افغانستان هوا، ځمکه اونوري ټولي منابع يى په پرديو هيوادونو خرڅ  کړل. پخوا دغه بيوجدانه رهبرانو هيڅ نلرل خو کله چى ددوي د جيبونو په خاطرد افغانستان د خرڅلاو معامله شروع شوه نو هر يو يى د ميلونونو ډالرو څښتن شو.  ايا ددى ډالرو د راکړى ورکړى څه حساب­کتاب معلوم دى او که څنګه؟
هم ددغه ګرما ګرمو ژمنو په لړ کى ما د جارج بش څخه په يوکنفرانس کى اوريدلى وو چى ويل يى" مونږ به د افغانستان څخه سويس جوړوو". يعنى په اروپا کى د سويس هيواد. آيا داد جارج بش سويس دى چى د افغانستان څخه يى جوړ کړيدى او که دا يواځى د جنګسالارانو سويس دى؟ ما چى په دى تقريبآ يو کال کى د افغانستان د ځينو ولايتونو او ښارونو څخه ليدنه کړى هرڅه راته ګډ وډ ښکارى يعنى سرکونه وران ويجاړ، د څښاک اوبه نشته، مرضونه ډير شوي ځکه چى روغتون نشته، د ښوونځيو او تعليمى بنسټونو حالت خراب او داسى هر شى در واخله. دا خبري چى زه کوم دا د کليو او د مرکزونو څخه د ليرى پرتو سيمو او بانډو دي نه د لويو ښارونو. ځينى يو څه مالداره خلک اوس هم خپل ناروغان يا پيښور ته وړي او يا هم ايران ته او هغه څوک چى د ډالرو سره لوبى کوى هغوي خپل ناروغان هندوستان او نورو اروپايى هيوادونو ته د علاج لپاره وړي. دلته ډيري خبري او حقيقتونه دي که سړى هغه يو په يو د څيړنى او ليکنى لاندى ونيسى نو ډيري پاڼي به ورباندى ډکي شى.

٤

اوس به ديته راشوچى امريکا ولى خپلى وسلي او مهمات ويجاړه وي خو افغان حکومت ته يى نه ورکوى او که يوه برخه يى افغانستان ته پريږدى، ايا هغه به داسى وسله وى چى افغان ملى اردوبه ورڅخه د جنګ په ډګر کى کار  واخلى؟ او که دا وسلي به لکه د پخوانى شوروى اتحاد د وخت زړو او زنګ وهلو وسلوته ورته  وي چى يواځى رنګ روغن به يى ورکړى وي او د افغان دولت په سترګو کى به خاوري وشيندي. ددى کار علتونه بايد وڅپړل شى.
په دى خبره ټوله نړۍ ښه پوهيږى چى افغانستان کى د لسو (١٠) ميلونو څخه زيات ماينونه د بيلا بيلو جنګى ډلو، روسانو او افغان کمونستانو لخوا د يو بل په ضد ښخ او کرل شويدي چى هيچا ته يى ځاى ځايګي او نقشه معلومه نده. ښه اوس دغه د ماين ضد ټانکونه او نورى وسيلي ددى پر ځاى چى امريکايى پوځيان يى افغان ملى اردو ته ورکړى، دا بهتره ګڼى چى هغه ويجاړ کړى. مونږ او تاسو هميشه په رسنيو کى اورو او ګورو چى د ماينونو او د سړک د غاړى بمونه هره ورځ څومره مالى او ځانى مرګ ژوبله د افغانستان بى دفاغ ولس ته اړوى. متل دى چى وايى "ځاى هغه سوځى چى اور پرى بليږى".
زما په نظر امريکا او نور ټول اروپايى هيوادونه به هيڅکله هم افغان ملى اردو ته پرمختللى ټکنالوجى ورنکړى، دا ځکه چى اروپايان او امريکايان ويره لرى چى دا ټکنالوجى به په اصطلاح د ترورستانولاسته ورشى او بله داچى روسان، چينايان، ايرانيان او حتى پاکستان او هندوستان په دغه ټکنالوجۍ پسى ليونيان ګرځي. که ستاسو په ياد وى د اتحاد شوروى د يرغل په وخت کى اروپايان او امريکايان د شورويانو په ټکنالوجۍ او د هغوي د خرابو شويو ټانکونو، ماتو توپونو، د جنګى الوتکو او نورو روسى ساخته سامان الاتو په ټوتو او پارچو پسى د پيښورپه ښار کى سرګردانه او لالهانده ګرځيدل چى په ډيره لويه بيه به يى په ډالرو اخستل. ښه نواوس هغه د چا خبره کله د "دادا واراو کله د ادى وار" او يا ژرنده که د پلار ده هم په وار ده". نو ددى ويرى له امله امريکايان دا بهتره ګڼى چى خپلى وسلي ويجاړي کړي خو افغانانو ته به يى هيڅکله هم ورنکړى او که چيرى وريى هم کړى هغه به داسى وسلي وى چى د کاره به لويدلى وي.


٥

يو بل متل دى چى وايى "پيشو د خداى لپاره مږه نه نيسى". عراق ته چى امريکايانو کومي وسلي ورکړى نو هغه د وړيا تيلو برکت وو چى عراق به امريکايانو ته ورکول. نو افغانستان څه سى لرى چى چاته يى  ورکړى. دا دوه دوه نيم کاله کيږى چى امريکايانو د عراق نه په مکمله توګه خپل ځواکونه ايستلى دي خو لا تر اوسه عراق پخپل حال پاتى دى. ددي نه بايد سترګي پټي نه کړو چى ځيني پيښي په عراق کى رواني دي لکه د سنيانو، شيعه ګانو او کردانو... خو کله چى امريکايان د افغانستان څخه خپل پوځيان اوباسى بيا به هغه وخت سړى قضاوت وکړى. دا بايد په ياد ولرو چى ايرانيانو، پاکستانيانو، روسانو او حتى اروپايانو چى په دى کى د انګليسانو رول ډير مهم دى د افغانستان د ټوټه او پارچه کولو لپاره د خپلو  ګوډاګيانو پوسيله ډير کار کړيدي. د عراق په څنګ او ملګرتيا کى د ايران اخوندان ولاړ دي چى د عراق د شيعه ولسمشر نورالمالکى څخه سر سختانه دفاع او ملاتړ کوى، په سنيانو يرغلونه کيږى او بى دريغه وژل کيږى. د کردانو حالت مطلق جدا دى، هلته د ايرانى، ترکى، سوريايى او نورو تيت و پرک کردانو شته والى دى چى هغه يو ځانګړى مبحث دى او ډيرو معلوماتو او تشريح  ته اړتيا لرى چى د هغو څخه تيريږم.
که تاسو د امريکايانو دا جمله ډيره په غور سره ولولۍ چى ددى ليکنى په لومړى مخ اخرنى پاراګراف کى يى کړيده يعني "ددي وسلو د له منځه وړل به په افغانستان کى د نورو احتمالى جنګونو انديښني له منځه يوسى." يعنى امريکايان په دى ښه پوهيږى چى د هغوي  له وتلو سره سم  په افغانستان کى يو لوى انډوخر راروان دى، او افغانستان به هغسى بي ياره اوبى مددګاره پاتى وى لکه څنګه چى د روسانو د وتلو څخه وروسته پاتى وو. پيل مارشال فهيم خو لا پخوا ويلى دى چى زه به د خپلو د نظار د شورا د اوباشانو سره بيا غره ته خيژم. د پيل مارشال ددى خبرى او خبردارى معنى څه کيدى شى؟
اوس که د افغانستان ځينى په هيواد مين او وطنپرسته مشران د احتمالى جنګونو څخه د مخنيوى په خاطرد امريکايانو او نورو اتحادى ځواکونو او ملکى مامورينو په موجوديت کى د وطن پلورونکو کړيو سره د تصفيى او حساب و کتاب لاري چاري و نه لټوى نو د امريکايى او ناټو پوځيانو د وتلو څخه وورسته به حالات ډير کړکيچن شى او دا به ډيره ستونزمنه شى چى دراتلونکوګډوديو مخه ونيول شى. ګرانه افغانستانه خداى دى مل شه. په ډير درنښت.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery