مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-07-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د اتصالات لخوا د قرآن عظیم الشان شپږمه کلنۍ سیالي په لاره واچول شوه

د جولای ۷مه نیټه ۲۰۱۳

 


 د افغانستان اتصالات د قرآن پاک دحسن تلاوت ۶مه کلنۍ سیالي په کابل کې په لاره واچوله.  سیالي د جولای په ۷مه نیټه پیل شوه، چې تر ۱۲ ورځو پورې به دوام وکړي. پدې تړاو د شمشاد تلویزیون په مرکزي دفتر کې یوه غونډه دایره شوه، چې پکې د دولت لوړ پوړو چارواکو، د اتصالات اداري چارواکو او د رسنیو ګڼو استازو ګډون درلود.
ددې سیالیو څارنه (داوري) د هیواد د وتلو قاریانو لخوا کیږي، پدې سیالۍ کې د ګډون په موخه د هیواد له ۵ زونونو څخه تر ۲۰۰۰ ډیرو کسانو  نوم لیکنه کړیده. ددې ازمایښتي پړاو څخه به وروسته ۳۰ تنه په بل پړاو کې د ګډون لپاره غوره شي.  
د غونډې پرمهال د اتصالات د سوداګریزو چارو مسوول یاسرابوالعمام وویل، ډیر خوښ یم، چې د حس تلاوت ددې فصل د سیالیو خبر درکړم. د اسلامي سنتونو دودول زمونږ له لومړیتوبونو څخه دي. نوموړي وړاندې وویل، د افغانستان اتصالات په استازیتوب ټولو ګډونکوونکو ته په دې سیاليو کې د  ګډون له کبله مبارکي وایم، او هیله لرم چې ګټونکي شي او ددوي دا ګډون د دوی او افغان ټولنې لپاره د نیکمرغي سبب وګرځي.
د یادولو ده، چې دا سیالۍ به د روژې په میاشت کې د روژه ماتي څخه وړاندې د شمشاد ټلویزیون له لوري خپرې شي.
په همدې حال کې د دولت یو تن کارکوونکي چې ددې سیالیو د پرانستې په غونډه کې یې ګډون  درلود وویل، اسلامي فرهنګ ته وده روکول، لکه د قران پاک حسن تلاوت زمونږ د ټولنې یوه له اساسي اړتیاوو څخه دي.
هغه زیاته کړه، دا پروګرام د اسلامي فرهنګ او سنت د ودې او پرمختګ باعث ګرځي او د ځوانانو لپاره اسلامي ارزښتونو او موضوعاتو ته د پام اړولو لامل کیږي.  اتصالات د یو اسلامي کمپنۍ په توګه تل هڅه کړیده چې د افغانانو لپاره دخدمت کولو مصدر وګرځي. مونږ د اتصالات له دې ټولو همکاریو او مرستو څخه ډیر منندوی یو او د دوی د لابریا په هیله یو.
د قرآن سیالي یو اسلامي پروګرم دی، چې هر کال د اتصالات لخوا په لاره اچول کیږي. په لومړي ځل دا سیالۍ په ۲۰۰۸ کال کې په لاره واچول شوې، چې ډیر ژر د افغانانو په مینځ کې په یوه وتلي پروګرام بدل شو. هر کال د هیواد له ګوټ ګوټ څخه په زرګونه قاریان  پدې ځانګړي او مهم پروګرام کې د ګډون لپاره کابل ته راځي، ددې سیالي د رول له مخې، د داورانو داوري، د حفظ، تجوید او د قرآن د حس تلاوت له مخې ترسره کیږي.
د یادونې وړ ده، چې ددې سیالیو له لومړي مقام څخه تر پنځم مقام پورې ګټونکو ته  د اتصالات لخوا نغدي جایزې په پام کې نیول شوېده.
د افغانستان اتصالات په اړه:-  د افغانستان اتصالات د اتصالات مخابرتي ګروپ یوه څانګه ده، چې مرکزی دفتر یې په دوبۍ کې موقعیت لري او د نړۍ یوه له سترو مخابراتي کمپنیو څخه دی. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې، اتصالات د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره اوس د هیواد یوه له پرمختللو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چې تر ۴ ملیونه څخه ډیر فعاله پیریدونکي لري. اتصالات په هڅه کې دی، چې د غوره کیفیت، نویو خدمتونو، ټیټو بیو او د هیواد په هر ولایت کې د پراخه پوښښ په درلودلو سره بازار کې غوره ځای ومومي.
له ۲۰۰۷ کال راپدیخوا اتصالات له۳۰۰ ملیونه ډالرو څخه ډیره پانګونه کړیده او لومړۍ مخابراتي کمپنۍ ده چې په افغانستان کې د 3.75G خدمتونه وړاندې کړل.
دلاډیرو معلوماتو لپاره www.etisalat.af او یا هم  www.facebook.com/etisalatafg ویبپاڼو څخه لیدنه وکړئ.
پای

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery