مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-07-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د شکرې ناروغي د آګاهي په خاطر د اتصالات د سایکل ځغاستې لوبډلې ته د لارموندنې د ۳۵ کسانو سیالي

ظفرزی

 

د اتصالات ګروپ شرکتونو لکه د عربومتحده اماراتو، افغانستان، پاکستان، سعودي عربستان، سوډان  او تانیزانیا هیوادونو د ۳۰۰۰۰ کارکوونکو څخه ۳۵ غوره شوي کسان د جولای په ۲مه نیټه د عربومتحده  اماراتو په لوبغالي کې د فزیکي او رواني ازمایښت د تیریدلو لپاره سره راغونډ شول. ددې ازموینو موخه د اتصالات ګروپ په استازیتوب د خوږې (شکرې) ناروغۍ د درملنې او وقايي په خاطر د تازه لاسته راوړنو په هکله د  اروپا ۱۳ ورځني سفر(ټور) لپاره د غوره  سایکل ځغلوونکو ټاکل وو.

د اتصالات ګروپ عمومي مشر احمدعبدالکریم جلفر وايي؛ د بیسم له لارې د روغتیایي اطلاعاتو لیږد او راټولونه ددې ښکارندويي کوي، چې کولای شو چې د ټیلیفونونو له لارې ددې ناتوانه ناروغي تشخیص، درملنې او دوامدارې څارنه له یوې لرې لارې څخه د نړۍ په ټولو روغتونو کې ګټه پورته کړو؛ نوموړي زیاته کړه  اتصالات ګروپ د خپلو ټولو شته امکاناتو او ټکنالوژي سره ددې ډول ارزښت وړ هڅو او لټو ملاتړ کوي.

ددې ازمایښتونو په پای کې د ستر ټور یا موبایل روغتیا (mHealth) د سایکل ځغاستې سیالیو لپاره ۸ کسان غوره کیږي، دغه سفر د بروکسل څخه پیلیږي چې تر بارسلونا یې د سفر پای ټکی دی او له دې سفر څخه موخه داده، ترڅو د خوږې (شکرې) ناروغۍ په  هکله د خلکو دخبروي کچه لوړه کړي او د موبایل له  لارې د روغتیايي لارو موندلو د تازه لاسته راوړنو په  لاره  اچول دي.

د یادونې وړ ده، چې دا بایسکل ځغلوونکي په خپله خوښه د اطلاعاتو د راټولونې د یو کلینکي مطالعې له مخې، چې ددغې  مطالعه موخه د څو ورځنیو لوبو اغیزه د وینې د قند د ۱ ډوله شکرې په درلودونکو او روغمنو کسانو باندې څه شی دی، دعوت کړي.

دا داوطلبان د “Dexcom G5” دستګاوو یا د قند وینې کنټرولوونکي، چې په پوستکي باندې یې نښلول شوي دي او دا اطلاعات د بیسیم په توګه د ANT+ له لارې لیږدوي سنبال شویدي. پردې برسیره، داوطلبان د بایوهارنس “bio-harness” وسیلو یا د زړه ضربان نظارت کوونکي هم د دوي په سایکلونو کېایښودل شویدي، او همدارنګه دوی ته په سایکلونو کې ځانګړي کمپیوټرونه هم نصب شویدي ترڅو ددغو اطلاعاتو او خبروي په چارو کې ترې ګټه پورته کړي.
دا ټولې دستګاوې دا ټسټونه د ANT+ له لارې د M2M واحد او موبایل له لارې د دوی د زړه ضربان او یا د شکرې اندازه ګوري او سمدلاسه یې کچه معلوموي او اړوندو دستګاوو ته یې لیږدوي. د M2M واحد دا ټول اطلاعات د براډبانډ موبایل له لارې هوا ته د web portal  کې د نشرولو لپاره استوي چې له دغه ځای څخه بیا تحقیقاتي ټیم ته لیږدول کیږي او هغوی بیا خپله څیړنه پرې  کوي.
د افغانستان اتصالات اجراییوي مشر احمدالحسني وايي دا نوښت زمونږ د کارکوونکو د تود هر کلي سبب شو.  هیله لرم، چې د افغانستان اتصالات کارکوونکي په دې سیالیو کې ښه وځلیږي.
ددې ازمایښتونو په لومړي پړاو کې ګډون کوونکي د ابوظبي د یاس مارینا په لوبغاړي کې ۸ دورې بشپړې کړي او د جولای په ۳مه نیټه یې فزیکي تمرینونه او د لوبډلې ارزونه د اتصالات اکاډمي په لوبغالي کې ترسره کړې. د یادونې وړ ده، چې یواځې ۸ کسان به غوره کیږي، تر څو د ۲۱۰۰ کیلومټره واټن لپاره چې د بلجیم، لوکزامبورګ، جرمني، فرانسه او اسپانیه هیوادونوڅخه تیریږي ګډون وکړي.
دا د GSM Association د ارتباطاتو د نړیوالې ټولنې لخوا  د اروپا شکرې د نړیوال فدراسیون سره د خوږې (شکرې) ناروغۍ د اګاهي او د موبایل له لارې د ناروغیو معلومولو د دودولو په خاطر په لاره  واچول شو.
د یادونې وړ ده، چې د اتصالات ګروپ سایکل ځغلوونکي ددې ګروپ د ۱۵ نړیوالو شرکتونو لکه عربو متحده امارات، سعودي عربستان، پاکستان، تانزانیا او سوډان هیوادونه له  ۵۰۰ داوطلبانو څخه غوره شویدي.
د یادونې وړ ده، چې وروستۍ لوبډله به د جولای په ۷مه نیټه اعلان شي. غوره شوي سایکل ځغلوونکي به د ۲۰۱۳ سپټمبر تر ۵مې نیټې پورې خپلو تمریناتو ته دوام ورکوي.

د افغانستان اتصالات په اړه:-  د افغانستان اتصالات د اتصالات مخابرتي ګروپ یوه څانګه ده، چې مرکزی دفتر یې په دوبۍ کې موقعیت لري او د نړۍ یوه له سترو مخابراتي کمپنیو څخه دی. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې، اتصالات د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره اوس د هیواد یوه له پرمختللو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چې تر ۴ ملیونه څخه ډیر فعاله پیریدونکي لري. اتصالات په هڅه کې دی، چې د غوره کیفیت، نویو خدمتونو، ټیټو بیو او د هیواد په هر ولایت کې د پراخه پوښښ په درلودلو سره بازار کې غوره ځای ومومي.
له ۲۰۰۷ کال راپدیخوا اتصالات له۳۰۰ ملیونه ډالرو څخه ډیره پانګونه کړیده او لومړۍ مخابراتي کمپنۍ ده چې په افغانستان کې د 3.75G خدمتونه وړاندې کړل.
دلاډیرو معلوماتو لپاره www.etisalat.af او یا هم  www.facebook.com/etisalatafg ویبپاڼو څخه لیدنه وکړئ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery