مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-07-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په میرمنو کې د سینې سرطان

ژباړه:کامران امیري

 

سرطان یوه ډیره خطرناکه ناروغې ده چې په عمومي توګه په میرمنو یا ښځو کې ډیر تلفات لری،د سینې سرطان په نارینو کې هم پيدا کیږي خو په ډیره کمه اندازه،مونږ په دې بحث یا څیړنه کې د میرمنو په اړه خبري کو،په دې برخه کې لومړی باید د اناتومې په اړه وغږیږو،په میرمنو کې سینه د شیدو له غدواتو څخه جوړه ده،هغه قنات چې د سینې په سر کې ختمیږي یا پای ته رسیږي د سینې شاته هغه عضلات دي چې د شا له هډوکو سره اړیکې یا ارتباط لري.
 څنګه یو سرطان وده کوي،د دانشمندانو په وینا ، یوه نورماله حجره د بهرنیو عواملو له امله په چټکې سره وده کوي،چې یوه حجره په ډیرو حجرو بدلیږي او یوه غده جوړوي،وروسته د دې غړې جدار شلیږي یا لمنځه ځي ،او سرطاني حجرې په وینه کې ننوځي،له دې امله چې وینه د انسان د بدن په ټولو برخو کې جریان لري،د بدن په نورو غړو یعني د بدن په نورو ارګانونو کې نورې غدې جوړیږي،سرطاني حجري هم د شیدو په غداواتو او هم د سینې په قنات کې وده کوي.
 په دې وروستیو کې څیړونکو، د ډي ان ای DNA په اړه په بشپړه توګه یوه څیړنه ترسره کړه،لکه څنګه يي چې د یوه ناروغ یا مریض په بدن کې یوه نورماله حجره او یوه سرطاني حجره ولیده،دوي په دې پوه شول چې تقریبا په سرطاني ډولونو کې ټول سلولونه د دې فکټورونو ۹ ډوله جوړوي،او همدا څیړنه ښيې چې دغه فکټورونه د هر کس په ډي ان ای DNA کې شتون لري،او د بهرنیو عواملو لکه،د راډیو اکټیف شعاوي،د هوا ککړتیا،خراب خوراکي توکي او نورو نورو له امله دغه فکټورونه فعالیږي.
 په امریکا کې د څيړنو د ملي مؤسسي پخوانی مدیر داکټر فرانسیس کالینز،د سرطان په څیړنو کې دغه مطالعه یو مهم بدلون په ګوته کوی ،او دري ډوله فکټورونه يي د تومور د ځپني په موخه د جینونو مسؤل یاد کړي دي او څلور ډوله جینونه د سرطان په وده کې مهم رول لري.
 عالمان په دې اند دي،په سرطان د اخته کیدو د څلور فکټورونو هغه دري مسؤل ځپونکي فکټورونه چې د سرطان لامل کیږي،کولای شو له هغې څخه د سرطان د ناروغې درمل جوړ کړو،څو د سرطان د لمنځه تلو لامل شي.
 د مخنیوي لارې چارې
د یادونې وړ ده، هره ښځه (میرمن) باید د ځان وینځلو یو حمام په وخت کې د خپل لاس په وسیله د خپلې سینې شاوخوا سیمې لمس کړي،که کومه کلولګي یا (غوټه) لمس یا احساس کړي نو له ځنډ پرته دې ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړي،او که له دغې ناروغې څخه ژر درملنه وشي علاج يي شونی دی.
 دغه راز د فرانسي په استراسبورګ ښار کې یوه پروفیسور د دې ناروغې په اړه یو کنفرانس جوړ کړ،چې د دې پروفیسور د ویناوو لمخې،غوښه او بوره د سرطان په ناروغې د اخته کیدو غذا ده،او لازمه ده چې له دې دوه خوړو څخه لږه استفاده وشي.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery