مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-07-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ختیځ ادبي بهیر پنځوسیزه ووهله

عرفان الله بیدار

(لنډه کیسه څنګه لیکل کیږي؟) ختیځ ادبي بهیر ملګرو دا اونۍ په همدې اړه بحث وکړ او د هیواد پیاوړی لیکوال او ژورنالیست محمد نعمان دوست يې د لنډې کیسې د لیکلو په اړه د ادبي درس لپاره بللی و.

بهیروالو خپله ( ۵۰ ) مه غونډه د ۱۳۹۲ کال د چنګاښ میاشتې په ( ۱۴ ) مه ،د جلال اباد ښار د میدوتیک په انګړ کې وکړه.

دا اونۍ د ناستې مشر صیام الدین پسرلی و، ویاند احمد جمال جمال و او د کوربنو په څوکیو محمد نعمان دوست او مصلح الدین قادري ناست وو.

غونډه د مصلح الدین قادري له خوا د قران کریم په څو مبارکو ایاتونو شروع شوه، ورپسي بهیر والو د تکړه لیکوال ارواښاد رازمحمد راز روح ته د مغفرت دعا وکړه او د نوموړي مړینه یي یوه ستره ضایع وبلله. د دې ترڅنګ دغونډې ګډونوالو دعرفان الله بیدار د پلار د صحت لپاره هسک دربار ته لاسونه لپه کړل او نوموړي ته يې د روغې سټې غوښتنه وکړه.

ایمل مړوند د تېرې ناستې ګزارش ولوستو او د اروزنې پیل يې محمود خزان وکړ.

هغه وه ویل : (( په تیره ناسته کي ماهم مقاله ولوستله خو ګزارش لیکونکي په داسي انداز کي یادونه کړې لکه ما چي مقاله له غونډي نه وروسته ویلي وي.))

عرفان الله بیدار وه ویل، که د نوو ځوانانود مقالو یو څه برخه ګزارش کي راخیستل شوی وی ښه به ځکه وی، چي دوی به لاتشویق شوي وی.

ایمل مړوند د پورته نیوکې په ځواب کې وویل : (( تېره ناسته کې زیات شمېر کسانو مقالې ولوستلې او ما نه شول کولی چې د ټولو په ګزارش کې راخیستنه وکړمه، یوازې هغه چې د یو ګزارشګر په توګه راته مهمې ښکاره شوې راوامې خیستلې او د پاتو نورو مې یوازې نومونه یاد کړل.))

باز محمد عابد ګزارش خوښ کړ، خو په ګزارش کې یې د ځینې اضافو جملو یادونه هم وکړه.

ظاهر عادل هم د مړوند سره همغږی و، نوموړي وویل ادبي ګزارش باید همداسي ولیکل شي او ګزارش لیکونکی باید دغونډي انځور لنډو ټکو کي وړاندي کړي.

د ګزارش تر ارزونې وروسته محمد نعمان دوست د لنډې کیسې په اړه ادبي درس وړاندې کړ او کیسه يې له پیل نه تر پایه پورې ټوله ګډونوالو ته تشریح کړه او د هغوی د پوښتنو ځوابونه يې هم ورکول.

نوموړي د دې ترڅنګ، چي لکچر وړاندې کولو په تخته هم ځینې اړینې کلیمې لیکلې.

دوست لومړی د کیسې په تاریخچه لنډې خبرې وکړې او بیا یې د پخوانیو کیسو(داستان) او اوسنۍ لنډې کیسې ( داستان کوتاه) په توپیرونو خبرې وکړې.

هغه د کیسې په تاریخچه کې وویل چې په مصرکې کیسې ویل له پخوا دود و، حتی له میلاد نه شاوخوا ۲۰۰۰ کاله وړاندې د مصر یوه فرعون ( خوفو) له کیسو سره دومره شوق درلود چې خپل زامنو نه به یې د کیسو ویلو غوښتنه کوله،زامنو به یې ورته کیسې را ټولولې او چې کله به د هغه طبع و، ورته ویلی به یې.

په اروپا کې هم کیسې لوستل له ډیر پخوا دود وې، له رنسانس نه وړاندې دور کې هم خلکو کیسو سره علاقه درلوده او د هغه وخت ځینې کیسې راټولې شوي دي.

دوست زیاته کړه په پښتو ژبه کي لومړی لیکوال ارواښاد سید راحت زاخیلی و، چې په لومړي ځل يې ((د کونډې نجلۍ )) ترسرلیک لاندې کیسه ولیکله او بله کیسه يي د ((شلیدلي پڼې )) په نامه لیکلې وه.

دوست کیسه د جوړښت له پلوه هم وڅېړله او د ځينو کیسو بېلګې يې هم یادې کړې. هغه د کیسې د پلاټ په ارزښت هم خبرې وکړې او وه یې ویل چې د قوي پلاټ کیسې چې په سمه بڼه ولیکل شي، تر ډېره په ذهن کې پاتې کیږي او ښه اغیز لري.

هغه د مکالمو په برخه کې وویل چې دا باید د کرکټر له شخصیت سره سمې وي او داسې نه وي چې څوک یې په وینا وال شک وکړي.

له ادبي درس وروسته د کرکتنې برخه پیل شوه او عرفان الله بیدار خپل غزل کرکتنې ته وړاندې کړ.

چی مطلع یي داسي وه:

که غریب یې که مالدار یې زما یار یې

که هر څومره کلانکار یې زما یار یې

محمود خزان مطلع روانه وبلله. ضیاالدین همت مل هم د خزان ملاتړ وکړ.

ویاند لومړي بیت ته لاړو:

ښه ډاډه مې دزړګي کورته رادرومه

ته د دغه ځای حقدار یې زما یار یې

نعمان دوست بیت خوښ کړ، خو بازمحمد عابد ورسره ونه منله او زیاته یي کړه که بیدار زما وړاندیز ومني اوداسي یې کړي لا به ښه شي:

((ته د دغه ځاي تاجدار یي زما یار یې))

خزان ورغبرګه کړه چي بیت که په خپل حال پاتې شي ډیر به ښه وي.

ظاهر عادل بیا ویل که کوم ملګری د غزل خوبۍ او خرابۍ وايي باید دلیل ورسره ولري، چې ولې يې خوښ کړ او یايې ولې خوښ نه شو؟

د غزل بل بیت داسې و:

چې زما مظلوم ولس درکې ارام وي

که خزان يې که بهار يې زما یار يې

خاورې منت بار ورسره جوړ نه و او ویل يې چې په خزان کې څوک ارام نه وي نو ځکه سم ځای نه دی یاد شوی. خو همت مل بیا ویل، چي شاعر خپله خوشحالي د اولس خوشحالي ګڼي. نوموړي د بیلګې په ډول د رحمان بابا دابیت راوړ : (( لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم / که خزان راباندي راشي که بهار.))

عابد هم بیت ښه وبللو او د کاروان صیب بیت یې څه داسې ولوستو:

(( شاعره اوس نو یو رنځور منی په ما راوله / په نوره ټوله دنیاګۍ لکه بهار تیر شه ))

او درېیم بیت څه داسې و:

که دغلو سره کېنې په کار مو نه یې

که ریښتونی خدمتګار یي زما یار یې

عابد وویل بیت ګونګ دی او په معنی یې شاعر ښه پوهیږي.

څلورم بیت داسي و:

ستا له مخه رب دا ټول جهان پیدا کړو

ته دټول جهان سردار یې زما یاریې

همت مل وویل ،چي بیت یو څه تکراري دی، خو دلته پرځاي راغلی او دغزل خوند یي دوه چنده کړی. عادل وویل، چي غزل ته همدي ښکلا وربښلي، چي هر بیت یي جلا جلا معنی لري .

ویاند پنځم بیت ته لاړو :

تا د شعر ګلان د زړه په وینو لوی کړل

ته ددې ګلبڼ مالیار یې زما یار یې

عابد وویل، چي بیت ډیر ښکلی دی، خو که بیدار په کي خپل نوم ځای کړی وی لابه ښه راغلی وی.

ویاند مقطع ولوسته چي داسي وه:

وا بیداره زه به ولې منکریږم

زما یار یې زمایار یې زما یاریې

مړوند وویل چي بیدار مقطع کي خواري نه ده کړي او له سره یي تیره کړې.

ورپسي د شعر څښتن بیداردریځ ته وبلل شو. نوموړی له بهیروالو مننه وکړه او د ګډونوالو لارښوني یې اغیزناکې وبللې.

تر کرکتنې ورسته یوه ازاده مشاعره وشوه چي لسګونه شاعرانو په کي خپل شعرونه وویل .

د مشاعري وروسته صیام الدین پسرلي ته بلنه ورکړل شوه چي دغونډي ارزونه وکړي. پسرلي غونډه ښه وارزوله .

راتلونکي اونۍ ته پریکړه وشوه، چي ایمل مړوند به نثري لیکنه کره کتنې ته وړاندې کوي.

غونډه غرمه ناوخته پاي ته ورسیده

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery