مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-07-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د اروپا د سایکل ځغلونې د سفر لپاره د اتصالات ګروپ نهه تنه کارکوونکي غوره شول

ظفرزی

ابوظبی، د عربو متحده امارات، د جولای ۳۰مه ۲۰۱۳
د خوږې ناروغي د خبرتیا د کچې د لوړولو او ددې ناروغي د درملنې په هکله د نوي لاسته راوړنو د خپروي په خاطر د اتصالات ګروپ لخوا د سایکل ځغلوني سیالي لپاره ۹ تنه غوره شول، دسایکل ځغلونې دغه سیالي به  د اروپا له ۵ هیوادونو څخه تیریږي.
دا سیالي چې ۲۱۰۰ کیلو متره واټن به د سایکل له لارې ترسره کوي، د سپټمبر په میاشت کې پیلیږي. د نهو کسانو دغه لوبډله د اتصالات کارکوونکو د عربو متحده اماراتو ، افغانستان، پاکستان، سعودي عربستان، سوډان او تانیزانیا هیوادونو له  کارکوونکو څخه د یوي ازمایښتي ارزوني په ترڅ کې غوره شوه.
د اتصالات ګروپ اجراییوي مشر عبدالکریم جولفروویل، کومو نوماندانو چې په دې ارزونه کې ګډون کړی وو، ټولو وړتیاوې درلودې او د دوی له مینځه د غوره کسانو ټاکل ډیر ستونزمن وو. نوموړي زیاته کړه، ددې ارزښت وړ نوښت کارکوونکو څخه چې نه یواځې اتصالات ګروپ مګر د مخابراتو د ټول سکټور لپاره یو بې ساری دی مننه کووم.
د ویلو وړ ده، چې سیالی کې د ګډون لپاره دغه ۹ کسانو په خپل هیواد او د عربو متحده اماراتو کې  تمرینونه ترسره کړل. دا تمرینونه د سایکل ځغلوني جزیره یاس فارمول ۱  لوبغالي کې تر تود لمر لاندې ترسره شول، د لوبغاړو روغتیایي کتنه او سایکل ځغلونې سیالي د قاهري په سړکونو او اسلام اباد کې  ترسره شوې.
د افغانستان اتصالات غوره شوی لوبغاړی مسیح الله احمدزی وايي، شکرې ناروغي لپاره د مبارې په خاطر د سایکل ځغلوني په ۲۱۰۰ کیلومټره واټن سایکل ځغلونې په لوبډله کې په خپل شتون ډیر ویاړم او زما لپاره یو ستره موکه وه چې ګډون مې وکړ. او همدارنګه د دوه ستونزمنو پړاوونو څخه تیریدل او دې لوبډلې ته لار موندل زما لپاره یوه غټه لاسته راوړنه ده. ډیر  خوښ یم، چې ددې پروګرام د یو ستر  ملاتړي د افغانستان اتصالات د استازي په توګه په دې سفر کې ګډون کووم.
باید یادونه وکړو، چې د عربو متحده اماراتو، سعودي عربستان، مصر، پاکستان، تانزانیا، امریکا، کاناډا، ایټالیا او افغانستان څخه غوره شوي سایکل ځغلوونکي ددې سیالیو په بیلابیلو پړاوونو کې  به ۱۳ ورځې د سایکل سواري ترسره کوي. دا سیالي له بروکسل څخه پیلیږي او په همدې ترتیب به د څو هیوادونو په کوربه توب دوام ومومي. فیصل یوس الریایسا اماراتی او هم هیوادی داکتر منیر زوحدی به ددې سیالیو وروستی او ستونزمن پړاو چې د پیرنه غرونو په څوکو کې به تیریږي بشپړوي.
داتصالات سایکل ځغلوونکي ددې ګروپ له بیلابیلو برخو  څخه ټاکل شویدي. ددې ګروپ څو سایکل ځغلوونکي لکه محمد رضوان چې د خپلې  کورنۍ لپاره د خوږې (شکرې) ناروغي د یو ملاتړي په توګه غوره شوی دی.
همدارنګه ۵ تنه سپمول (ریزرف) شوي سایکل ځغلوونکي هم غوره شویدي، په داسې حال که چیرته له ۹ کسانو څخه یو تن ګډون ونه کړي نو له دوی څخه به یو تن بیا د نوموړي په ځای په دغه سفر کې ګډون کوي. دا سایکل ځغلوونکي عبارت دي له عثمان علی اکبر د PTCL شرکت لخوا، احمد شکیب د افغانستان اتصالات لخوا، عمراکاشا د مصر اتصالات تلخوا، رضا اکرم د یوفون او فراسر ګراهام د اتصالات ګروپ لخوا.
د یادونې وړ ده، چې ددې سایکل ځغلوونکو تمرینو نه به د سیالي تر پیل د  سپټمبر تر ۵ مې نیټې پورې چې د بلجیم په بروکسل ښار کې به پیلیږي دوام ومومي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery