مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-08-09   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

کندهار : ارغنداب تر ټولو باامنه ولسوالي ده .

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ چارواکي او خلک وايې چې د بهرنيو سرتيرو په وتلو سره د دې ولسوالۍ امنيت ډاډمن شوی دی او خلک تر پخوا ارام دي .
ارغنداب د کندهار ښار په لس کيلومترۍ کې پرته ولسوالي ده چې څه وخت مخکي ناامني خورا پکښي ډيره او په باغونو کې د وسله والو طالبانو مرکرونه وه .

ارغنداب د کندهار يوه سمسوره ولسوالي ده چې د دې ولايت ديري ميوي د همدې ولسوالۍ څخه تر لاسه کيږي .
هغه ورځ نه ده هيره شوي چې  د دې ولسوالۍ په باغونو کې د وسله والو طالبانو مرکزونه او د سړکونو پر غاړو به د دولت سره د تړاو په تور خلک په رڼه ورځ وژل کيدل .
د دې ولسوالۍ د منارې په سيمه کې يوه وخت د دولت جوشي عملياتو د طابانو زيات مړي پريښودل .
اوس د ولسوالۍ چارواکي  او خلک وايې چې امنيت يې خورا ډاډمن شوی دی او خلکو د ارام سا اخستې ده .
د ولسوالۍ ولسوال شامحمد احمدي د اميت د سميدو لوی لامل د خلکو همکاري او د وسله والو کمزوري بولي .
د ولسوالۍ د شورا مشر حاجي محمد سلطاني هم ورته څرګندوي کوي او وايې کله چي بهرنيو سرتيرو د ارغنداب ولسوالي پري ايښي ده دلته امنيت سم شوی او خلک خپل ورځني کارونه تر ډيره په ډاډمنه  فضا کې پر مخ وړي .
د هيواد د مشهوري ميوي انار ډير حاصلات هم د دي همدې ولسوالۍ څخه دي ، ارغنداب په معتدله هوا کي هره ورځ د کندهار ښار ، ګاونډيو ولسواليو او ولايتونو د زرګونو ميله والو کوربه وي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery