مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-08-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دافغان ادبي ناستې ځلورويشتمه غونډه په ولولو پاى ته ورسېده!

اسماعيل سعيدي

د ناروې هېواد په پلازمېنه اوسلو کې د افغان ادبي ناستې غړو، يو شمير شاعرانو او د ادب او فرهنګ مينه والو نن ورځ د ٢٠١٣ کال د اگست د مياشې لسمه د يوې پرتمينې اختريزې غونډې او مشاعرې په بڼه خپله ځلورويشتمه غونډه تر سره کړه. پدې غونډې کې د اختر سره يو ځاى د استقلال د استرداد ځلورنوييمه کليزه هم ولمانځل شوه.
 د غونډې پيل د ښاغلي مولانا صاحب فضل هادي له خوا د کلام الله مجيد د ځو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه، بيا ځوان شاعر او د پښتو ادب پيژندل شوې ځېره ښاغلى اجمل اټک يوسفزي ته بلنه ورکړل شوه چې د غونډې په اړه ګډونوالو ته خپله وينا واوروي.
 ښاغلى اټک صاحب ميلمنو ته ښه راغلاست نه وروسته داختر او د خپلواکۍ د ٩٤ کليزې د مبارکۍ تر څنګ په غونډه کې د ګڼ شمېر شاعرانو، فرهنګيانو او فرهنګپالو حضور د افتخار وړ وګڼه او د افغان ادبي ناستې پراخيدونکى بهيرېې د سالمه، افغانستان شموله او صادقانه هځو پايله وبلله. دويم ويناوال د حبيبيې د ليسې پخوانى استاد ښاغلى محمد سالم يوسفزى وو. ښاغلي استاد يوسفزي د افغانستان داستقلال د استرداد په هکله ډېر جامع او ملي وينا وکړه چه د ټولو حاضرينو د استقباله سره مل وو. ورپسې د پښتو ژبې تکړه شاعره آغلې لينا احمد د خپل يو غزل او يوه ځلوريزه حاضرينوته واوروله چه د ټولو حضارو تاوده هرکلي سره مل شوه
 همداراز د دري ژبې نامتو ليکوال او شاعر محترم سيد نادر خرم ته د خپل د شعر د اورولو بلنه ورکړل شوه چه د ښاغلي خرم صاحب خوندور شعرونه د ټولو حاضرينو د پام او استقبال سره مل شول. همدا رنګه بل ويناوال وتلی او پېژندل شوى شاعر او ليکوال استاد دلجو حسيني وو چې د شعر ويلو تر څنګ يې د ادبي ناستې له برکته د منورو افغانانو د يووالي په ارزښت او دافغانستان داستقلال په اړوند لنډې عالمانه خبرې وکړې.
 بيا مشاعره پيل شوه اوپه پرلپسې توګه بلل شوي شاعران شعرونه او ادبي ټوټې ېې د غونډې حاضرينوته واورول، چه دغو اغليو او ښاغليو په کې خپل شعرونه واورول:
 ښاغلى جاويد رباني وطنيار، ښاغلى استاد محمدالله ناقد، ښاغلى استاد وارث خان حبيبي، محترم جنرال صاحب رباني خان وطنيار، ښاغلى احمد جان پاييز، محترم ډګروال الحاج محمد اسحٰق امانزى، آغلې نرګس نعيمي، محترم ډاکټر صاحب افسر خان شينوارى، ښاغلى عصمت عطا ترخيل، محترم ډاکتر صاحب پاييز، مېرمن انيسه ژواک رحيمي، ښاغلى پسرلی ژواک، پېغله عاطفه رضايي ، ښاغلى ريدي ګل ساپی، ښاغلى نواب حسين خيل، ښاغلى رودوال هادي او ښاغلى تضاد حسيني.
 نوموړي غونډه د ډاکتر صاحب نذير نعيمي له خوا وارزول شوه او وړانديز وکړ چې د افغان ادبي ناستې مينه وال ورځ په ورځ ډېرېږي او همدا نن هم دا دی مينه وال پدې تالار کې نه ځايږي نو لازمه ده چې د راتلونکو غونډو د لا انتظام دپاره ديو لوى سالون بند و بست وشي.
 په پای کې د غونډې له يو تن کوربه ښاغلي الحاج ډګروال امانزي نه هم مننه او کورودانى وشو، او د ادبي ناستې په اړوند د ميرمن انيسه ژواک رحيمي مسلسله هځې وستايل شوې.
 پورتنۍ غونډه چې د ماسپښين پر څلور بجو پيل شوې وه دشپې پر اتو بجو پای ته ورسېده.
 په درنښت
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery