مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Rahat Gas
دخپریدو نیټه : 2013-08-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پاکستان به په ۶ میاشتو کې نوي ترهګریز لوي ډګر شي

ژباړه : نوروهاب څپاند
سرچینه : رشېین ټوډی نیوز

 

لیکونکی : ویلیم انګډل

د پاکستان او چین تر منځ اړیکې داسې وده کوي چې د هغې له امله د سیمې اقتصادي نقشه یو مخیزه بدلېدلی شي. اوس دا اړیکې د بیلتون پالنې تر ګواښ لاندي راغلي او ښایي دا بیلتون پالنه په ناڅاپې توګه په یو بل ترهګریز ډګر واوړي .
 
واشنګټن لګیا دی د طالب جنګیالیو د تعقیبولو په نیت د پاکستان د پولو د ننه د پرمختیایي مرستو د کولو په نامه د ډرون بمباریو ته ادامه ورکوي او په دې توګه غیر ملکیان په نښه کوي . د پاکستان صدراعظم نواز شریف چې کله د مۍ په میاشت کې انتخابات وګټل لمړۍ سفر یي بیجینګ ته وکړ او هلته یي د چین له صدراعظم لې کېقیانګ سره وکتل . د پاکستان فدرالي کابینې د بیجینګ او اسلام اباد د خبرو اترو پیل کېدل او د تفاهم د هغه یادښت لاسلیکول تصویب کړل چې د هغې له مخې به « دچین ـ پاکستان د اقتصادي دهلیز » اوږد مهالی پلان او د دواړو هېوادونو د پرمختیایي چارو د وزارتونو د عمل پلانونه په کې وده مومې .
 
د چین او ګاونډي پاکستان تر منځ د نوي تړون اهمیت په دې کې دی چې د هند د بحر په پاکستانۍ غاړي پروت د ګوادر بندر به د چین د سینکیانګ د لیري لویدیز ښار کاشغر سره ونښلول شي او د ۲۰۰۰ کیلو مترو په واټن به د سوداګرۍ د بنسټونو دهلیز چټکه وده وکړي . ښایي دا لامل وي وي چې پاکستان چین ته د خپل هېواد دسړکونو له لاري د سوداګرۍ او انرژۍ د دهلیز د رامنځته کېدو وړاندیز کړی دی . د دې کار څخه به موخه دا وي چې د منځنې ځتیځ څخه تیل د ګوادر چاڼ ځایونو ته راوړل شي او بیا د سړکونو ، پایپلاینونو او یا ریلوي له لاري چین ته ولیږدول شي .
 
سینکیانګ د چین د تیلو د وتلو زیرمو زړه تشکیلوی اوهغه د تیلو او غازو د لیږد د لوي ساحې په توګه پیژندل کیږي . که مطرح پروژه په پلې کېدو راشي میلیونونه یورو لګښت غواړي . د رپوټونو سره سم چين د داسې پروژي له پاره د اسانه پورونو د برابرولو تابیا کوي . د دې پروژي په اساس به د اورګاډې د پټلۍ بنسټونه د فارس د خلیج څخه د تیلو او غازو او د افریقا څخه د معدنې موادو او غلو دانو د لیږد مهمې کرښې وي او د دې نوي پروژي د زړه حیثیت به ولري .
 
د دې پرمختیا سره سم به د ۶ میاشتو په د ننه کې په ناڅاپې توګه دا ساحه د « ویري اچونې » په لوي ډګر واوړي او ورو ورو به د اورګاډې د پټلۍ د ویجاړولو لامل شي . دا حالت ماته د لمړۍ نړیوالي جګړي څخه د مخه ، عثماني امپراطورۍ ته د جرمنې د برلین څخه بیا تر بغداد پوري د اورګاډې د کرښې د ایستلو ، خاطره را یادوي چې له امله یي برتانیا مجبوره شوه چې د تزاري روسیي او فرانسي سره اتحاد وکړي او په ۱۹۱۴ م م کال کې لمړۍ نړیواله جګړه ونښلې .
 
د اسیا ـ خلیج اقتصادي طاقت :

چین اړتیا لري چې د افریقا د سرچینو ، خوړو او معدنې موادو څخه ګټه پورته کړي ، له دې کبله د دې سیمو تر منځ سوداګرې غوړیدلي ده . د ۲۰۰۰ م م کال څخه را په دیخوا د عربي متحده اماراتوسره د چین سوداګرۍ ۱۵ځله زیاتوالی موندلی چې په ټوله کې یي ارزښت ۳۷ بلیون امریکایی ډالرو ته لوړیږي . داسې اټکل کیږي چې تر ۲۰۱۵ م م کال پوري به دا رقم تر ۱۰۰ بلیون امریکایي ډالرو پورته شي . همدا اوس په دوبۍ کې د ۲۵۰۰ په شاوخوا کې چینایي شرکتونه او اداري موجودي دي . د چین لوي بانک ( ایي سي بې سي ) او د چین بانک ( بینک اف چاینا ) د خلیج په شیخ نشینو کې څانګې لري او دوي غواړي د سوداګرۍ دوه اړخیزه راکړه ورکړه د امریکایي ډالرو پر ځاي په چینايي « رینمنبې » وکړي .
 
دمدرحاله چین د تقریبا ۶۰۰ کیلو مترو په واټن د چین او پاکستان تر منځ د لوي لاري په نوي کولو او عصري کولو بوخت دی . دا لویه لار ( کی کی اچ ) په ۱۹۸۶ م م کال کې جوړه شوي چې له کاشغر پیل کیږي او پاکستان ته ننوځې ، دهِغې نوي کېدل به د لویو کانټینر لرونکو درنو وسایلو د تګ راتګ له پاره اسانتیاوي برابري کړي او د ګوادر بندر سره به ونښلیږي . چین او پاکستان اوس په دې لګیا شوي چې د ګوادر بندر او سینکیانګ دواړه د اورګاډې د شبکې په وسیله ونښلوي او د دې پروژي مالي تمویل د چین له خوا کیږي . په دې توګه د ګوادر بندر او د هغې څخه غزیدلي لویه لار ( کی کی اچ ) چین ، منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو ته په یو سوداګریز دهلیز اوړي . دلته به د انرژۍ ، د لیږد د وسایلواو صنعت یو مرکز پرانستل شي او دا به د عربو د بحیري څخه چین او د منځنۍ اسیا بډایه هېوادونو ته یوه مخامخ او اقتصادي لاره وي .
 
ګوادر د نړۍ لوي ژور سمندري بندر دی او د جوړښت چاريیي په ۲۰۰۲ م م کال کې پیل شوی دی ، د نقشې او جوړښت وروستۍ مرحلي یی د چین په ګډه همکارۍ سرته ورسېدي . دا بندر د فارس دخلیج په دروازه کې خوراډیر جیو ستراتیژیک اهمیت لري او په راتلونکې کې د دوبۍ د بندر وړ متبادل یا ځاي ناستی دی . په ۲۰۱۱ م م کال کې پاکستان په ګوادر کې د یوي سمندري اډې د جوړولو له پاره چین ته وړاندیز وکړ ، چین باید دغه وړاندیز ته غبرګون وښیې او پنتاګون هم دا مسأله له نږدي څاري .
 
دا پروژه د عایداتو په بڼه پاکستان ته بلیونونه ډالر راوړي او د ۲ ملیونو په شاوخوا کې دندي او شغلونه زیږوي .
 
پاکستان او چین داسې تړون لاسلیک کړی چې د هغې له مخې به د بریښنا انرژۍ ته اړ پاکستان وکولاي شي چې د هېواد د ننه د ډیامر ـ بهاشااو بنجې بریښنا بندونه جوړ کړي او د اوبو بریښنا ته به لاسرسی ومومې .
 
چین غواړي د ایران څخه هم غاز وارد کړي ، له دې کبله نیت لري د ایران ـ پاکستان د غازو د هغو نل لیکو سره ځان ونښلوي چې د پاکستان له پولي ( ګلګت ـ بالتستان ) څخه تیریږي او تر سینکیانګ پوري رسیږي .
 
په پلان کې ده چې چین او پاکستان د پاکستان په بیلا بیلو برخو ، د اورګاډې د پټلۍ په اوږدو او ګوادر بندر کې د نوي صنعتي ښارونو د جوړولو په موخه تړونونه وکړي .
 
د ګوادر بندر د هرموز تنګې سره په نږدي واټن کې پروت دی ، دا امکان شته چې هغه د منځنې اسیا او چین په دروازه واوړي . هغه د نړۍ ۳ مهمې ستراتیژیکي ـ اقتصادي سیمې یاني منځنی ختیځ ، سهیلي اسیا او منځنۍ اسیا سره نښلوي . د دغه اهمیت له کبله هغه نوي جګړي زیږولی شي او د کلنۍ ترانزیتې سوداګرۍ له لاري بلیونونه عاید وصولولی شي . د سعودي عربستان د پالیسۍ په یوه برخه کې د بدلون د پیښېدو له امله دا هېواد او د خلیج نور هېوادونه مینه ښیي چې د چین سره سوداګریزي او اقتصادي اړیکې ولري .
 
د روان کال د جنورۍ په ۳۰ مه پاکستان د ګوادر د بندر اداره او فعالیت د چین د یوي کمپنۍ په واک کې ورکړ او د ایران ـ پاکستان د غازو د پایپلاین تړون یی هم لاسلیک کړ . پاکستان هڅه کوي چې هغه هېواد ، ایران او چین په خپلو کې نږدي وي . دا هغه څه دي چې واشنګټن یي د ځان سرخوږی بولې .
 
دګوادر بندر ډیر اهمیت لري یاني دا به داسې متبادله سوداګریزه لاره وي چې د پخوانۍ هغې لاري په پرتله چې د ۸۰۰۰ کیلو مترو په اوږدوالې د فارس د خلیج څخه پیل کیده ـ د ملاکې د تنګې نه اوښته او د چین تر ساحلي څنډو پوري رسېده د واټن او وخت په لحاظ ډیره لنډه وي . دا لاره به دواړو غاړو یاني د خلیج هېوادونو ، د افریقا هغه برخې چیري چې چین په کې فعاله دی او اسیاته ، ستري اقتصادي ګټې ورسوي .
 
واشنګټن مینه نه لري چې چین د انرژۍ د تهییه کولو په برخه کې زیاته خپلواکې ولري ، له دې کبله ښایي د هوساینې احساس وکړي چې د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې چیري چې ګوادر پروت دی هلته په دې ورستیو وختونو کې جنګیالي بیلتون پاله غورځنګ سر را اوچت کړی او وده مومې .
 
په ۲۰۰۶ م م کال د امریکا متحده ایالاتو د پوځې ځواکونو په مجله کې کولونل رالف پیټرز « د وینوپولي » تر سر لیک لاندي یوه مقاله خپره کړي او په هغې کې يي لیکلي دي : یو ښه شانته منځنی ختیځ به څه ډول بڼه ولري ، د کومې توکړي په هکله چې د امریکا د متحده ایالاتونو په راتلونکې بهرنۍپالیسۍ کې یوغیر طبیعي بدلون پېښیدل څرګند شي . پیټرز دا ډول بدلون ته په اشاري د خپلواک بلوچستان د جوړیدو بلنه ورکوي . د هغه بلنې ته د امریکا او پاکستان د چارو کارپوه سلیګ هریسن چې د ( سي ایې ای ) سره د ټینګو اړیکو څخه برخمن دی غبرګون ښودلی . هغه په ۲۰۰۶ م م کال کې د پیټرز څخه وروسته په یوه احساس پارونکې مقاله کې چې په لوموند ډیپلوماټیکه اونیویارک ټایمز اخبارونوکې خپره شوه ولیکل : د خپلواک بلوچستان غورځنګ په « خوټېد » دی . د خپلواک بلوچستان د جوړیدو له پاره بلنه ۴ کاله وروسته له هغې وشوه کله چې چین د ګوادر د بندر د ابادولو لومړۍ مرحله پیل کړه .
 
د روان کال د جون په ۱۵ مه د بلوچستان پلازمینه کویټه کې په هغه موټر بس کې چې یو شمیر زده کوونکې او وسله وال په کې سپاره وه ترهګریز ځان وژونکی برید وشو چې په پایله کې یيدوه درجنه مړي پرځاي پریښودل . د بلوچستان ازادې بښونکې پوځ ( بې ال ای ) چې یو جنګیالی بیلتون پالی غورځنګ دی د دې یرغلونو د تر سره کولو مسؤلیت په غاړه اخستی . په دې لړ کې یوازي ( بې ال ای ) نه ده چې دا ډول چاري پلي کوي ، یانې کله چې ټپې شوي زده کوونکې په چټکئ روغتون ته لیږدول کېدل ، په لاره کې د پاکستاني طالبانو یا لشکر جهنګوي ( ال جی ) د پټګنې یا کمین سره مخامخ شول .
 
( بې ال ای ) د حکومت په تیل ځایونو او د غازو په نل لیکو باندي په یرغلونو کې لاس لري . د پاکستان حکومت په هند تور لګوي چې د ( بې ال ای ) ترشا ولاړ دی . هندوستان په دې نږدې وختونو کې امریکا او جاپان ته په پوځې اتحاد کې نږدي شوی ، ځکه چې چینایي ضد کږلیچی لري .
 
د جولاي په ۲۹ مه یو لړ جهادي جنګیالیو چې په راکټونو او درنو وسلو سمبال وه د پاکستان د شمالي وزیرستان په قبایلي اجنسۍ کې د ډیره اسماعیل خان په لوي زندان یو سنجول شوی یرغل وکړ . دا سیمه سهیلې وزیرستان ته نږدي ده او له دې سیمې څخه د ګوادر نه سینکیانګ ته د اورګاډي لویه لار او نل لیکې تیریږي . د دغه یرغل په پایله کې د هغه زندان څخه د ۲۵۰ تنو په شاوخوا کې بندیان چې د لشکر جهنګوي غړي وه خوشي شول .
 
په سینکیانګ کې ترهګریز یرغلونه :

سینکیانګ هم په دې وختونو کې د ایغور دبیلتون پاله مسلمانانو د ښورښ له امله زیانمن شو. په تیر جون کې د ۱۰ میلیونوایغوریانو کور د ۲ ترهګریزو بریدونو ښکار شو او ۳۵ تنه په کې ووژل شول . دا پیښه د ۲۰۰۹ م م کال د جولاي د ۵ مې د ښورښ د څلورمې کلیزي څخه څو ورځې وړاندي په پلازمینه اورمچې کې وشوه . په هغه ښورښ کې ۱۹۷ تنه له منځه ولاړل .
 
د ایغور جهادي ترهګر د ایغور د خپلواک سازمان له خوا چې مقر یی په ترکیه کې دی ګمارل کیږي . هغوي د جګړه ایزي تجربې د حاصلولو له پاره سوریي ته استول کیږي . که هغوي له ځانه وړتیا وښودله بیا بیرته د د ترهګریزو بریدونو له پارهسینکیانګ ته لیږل کیږي .
 
د چین د رسمې ورځپاڼې ګلوبل ټایمز د رپوټ له مخې د جولاي په لمړیو کې د ایغور د مسلمانانو له ډلي څخه ممتې الېلي په سینکیانګ کې ونیول شو . په هغه باندي د اوسنیو ترهګریزوکړنو او ښورښونو د څپو د راپورته کولو تور پوري دی .
 
چینایي ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې ۲۳ کلن الېلي پولیسو ته ګویانده شوی چې هغه د یو زده کوونکې په توګه د ختیځ ترکستان د اسلامې غورځنګ ( اې ټې ایي ام ) نومې سازمان له خوا په استانبول کې ګمارل شوی . الېلي په داسې مهال ونیول شو چې هغه غوښتل سینکیانګ ته د راستنېدو سره سم په یو لړ فعالیتونو لکه د تاو تریخوالي د سیوا کولو ، یو لړ بریدونو ته د سازمان ورکولو او په هغه کې د خپل جګړه ایز مهارت د زیاتولو په چارو لاس پوري کړي . هغه اقرار کړی دی چې هغه د ختیځ ترکستان د اسلامې غورځنګ ( اې ټې ایي ام ) له خوا سینکیانګ ته د راستنېدو په نیت ګمارل شوی دی . ( اې ټې ایي ام ) یو ترهګریز سازمان دی چې په سینکیانګ کې د اسلامې دولت د جوړولو موخه لري . دا سازمان ، د ختیځ ترکستان د ښوونې او پیوستون د ټولني ( اې ټې اې اس ای ) تر څنګ یو سازمان دی . نوموړي ټولنه یو جلاوطنه ګروپ دی او په استانبول کې قرار لري .
 
د چین د ترهګرۍ ضد فعالیتونو د چارواکو په وینا ، د ایغور ځوان مسلمانان هڅول کیږي چې استانبول ته د زده کړو له پاره ولاړ شي . هلته په رسېدو د ( اې ټې ایي ام ) او ( اې ټې اې اس ای) له خوا په غړیتوب نیول کیږي او بیا د القاعدي او نورو جهادي ګروپونو سره یو ځاي د جهاد په نیت سوریي ته اړول کیږي . که د سوریي د جګړي د ډګر د ازمایښت څخه بریالي راووتل ، له دې جملي د ایغور جهادیان بیرته د چین سینکیانګ او د هغې څخه وروسته ، هغه نوي ډګر ته چې د ګوادر نه چین ته د اورګاډي او سړک لويه غزیدلي لار یا د « ځمکې پل » بلل کیږي ، استول کیږي .
 
د چین د چارواکو په قول ، د ( اې ټې اې ای ) مقر په استانبول کې دی . دا سازمان د څیړنو ، رسنیو ، ټولنیزو چارو او د ښځو د ښوونې د چارو څانګې لري . د دې ټولنې موخه داده چې د سینکیانګ « مسلمانانو ته ښوونه او روزنه ورکړي » او د اسلامې دولت د جوړولو له لاري هغوي « خپلواک » کړي . انور یوسف تورانې په ۲۰۰۴ م م کال په واشنګټن کې د ختیځ ترکستان جلاوطنه حکومت جوړ کړ . واشنګټن د دې ګام پورته کوونې په وړاندي کوم غبرګون ښکاره نه کړ ، لیکن نورو هېوادونو په تیره بیا چین غبرګون وښودلو .
 
د ( اې ټې ایي ام ) او ( اې ټې اې اس ای ) سره د استانبول د اړیکو شتوالی کومه ناڅاپې خبره نه ده . د استانبول اسلامپالي صدراعظم رسیپ تایپ اردوعان د ۲۰۰۹ م م کال د ایغور د ښورښ د اسلامپالو ګډون کوونکو ملاتړ وکړ او هغوي یي خپل ملګري او ترکي خلک وبلل .
 
په مسأله د دې دومره ټینګار سره سره اوس یوه پوښتنه را ولاړیږي ، ایا د چين او پاکستان د انرژۍ او سوداګرۍ دهلیز چې د ګوادر څخه تر سینکیانګ پوري غزیږي څومره زیان منونکی ښکاري ؟ یانې کله چې چين او پاکستان تړون کوي ، سمدلاسه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د صدراعظم نواز شریف د لېدلو له پاره اسلام اباد ته سفر کوي ، یا دا چې د امریکا متحده ایالات د پاکستان د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه د ډرون ګزارونو ته ادامه ورکوي او په پایله کې لږ تر لږه ۶ وګړي وژل کیږي . دا هم د پاملرنې وړ ده ، د جون د میاشتې راهیسې چې نواز شریف صدراعظم شوی ، دا د امریکا د متحده ایالاتو د ډرون ۴ م یرغل دی چې په زیږه شمالي وزیرستان چیري چې سینکیانګ ته پري لار غزیدلي ده ،تر سره کیږي . د پاکستان د کلکو او پرله پسې اعتراضونو برسیره واشنګټن نه ده منلي چې د ( سي ایي ای ) له خوا روان ډرون بریدونه ودروي .
 
په پایله کې د ( سي ایي ای ) د ډرون روان بریدونه ، په بلوچستان کې د لشکر جهنګوي او بلوچ ازادۍ بښونکې پوځ یرغلونه ، د ترکیي او سوریي څخه سینکیانګ ته د جهادیانو استول ، په راتلونکو څو میاشتو کې د چین ـ پاکستان د بنسټیزو پلانونو د پلي کېدو د لارو چارو پیلېدل ، دا ټول د بلوچستان په ایالت او د هغې نه پورته سینکیانګ کې نارامۍ زیاتولی شي . پاي

spozmai radio mainport aicts
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery