مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-08-25   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

( AJSC ) : د خبريالانو او رسنيو په وړاندي تاوتريخوالی زيات شوی دی .


په افغانستان کې د خبريالانو د خونديتوب ټولني په روان ۲۰۱۳ کال کې د خبريالانو په وړاندي د تهديد او تاوتريخوالي د پيښو څخه د زياتوالي خبر ورکړ .
هغه راپور چې په کابل کې د دې کميټي د مرکزي دفتر څخه خپور شوی دی پکښي د هيواد د ټولو ولايتونو د رسنيو او خبريالانو حالت پکښي بيان شوی دی .
په راپور کې د روان کال تيري شپږي مياشتي د خبريالانو دپاره د تاوتريخوالي ډکي بلل شوي دي او وروستۍ درې مياشتي د لمړيو شپږو مياشتو په پرتله نوري هم  ستونزمني يادی شوي دي .
په راپور کې ويل شوي دي چې ، د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۶ کلنو تر منځ دوره د افغاني رسنيو دپاره طلايي دوره وه او په دې موده کې رسنۍ وغوړيدي او خورا ډير پرمختګ يې وکړ؛ په دې موده کې افغان دولت هم د رسنيو څخه پوره ملاتړ کاوه .
راپور خبر ورکړی دی چې د تيرو شپږو مياشتو ډيري تهديد اميزه پيښي هغه وي چې د پيښو ځای ته په ورتګ سره د امنتي ځواکونو له لوري د خبريالانو سره ناوړه چلند شوی دی او حتی ډبول او وهل شوي هم دي .
تر دې وروسته مرموزي وژني او لفظي ګواښونه دوهمه برخه ياده شوې ده چې امله يې خبريالان اړ شوي دي څو د خبريالۍ دندي ته شا کړي .
په راپور کې افغان دولت تورن شوی دی چې پر رسنيو د فشارونو له امله خبريالان اړ کوي څو ځانونه سانسور او د دولت په خوښه خبرونه خپاره کړي .
په راپور کې د هر ولايت مطبوعاتي حالت او رسنيز فعاليت ته جلا جلا کتنه شوې ده او هلته ټول حالت بيان شوی دی .
په راپور کې د ۲۰۱۱ کال راهيسي د رسنيو د اقتصادي حالت په اړه هم انديښنه ښودل شوې ده او خبر ورکړل شوی دی چې مخ پر زوال رواني دي .
په وړاندي شوي شپږمياشتني راپور کې د رسنيو مرکزي ادارې يادی شوي دي چې خپلو خبريالانو ته د امتيازونو په ورکولو کې يې زياته کمه هڅه کړې ده .
په راپور کې د ښخينه خبريالانو په اړه هم انديښنه ښودل شوې ده او د دندي مهال تر ټولو ښخينه خبريالاني له ستونزو سره مخ ښودل شوي دي .
په راپور کې د هغه يو څلويښتو پيښو يادونه هم شوې ده چې د روان لمريز کال په لمړيو شپږو مياشتو کې د بيلابيلو رسنيو خبريالان ور سره مخ شوي دي .
د راپور په نتيجه کې ويل شوي دي چې په هيواد کې د رسنيو او خبريالانو په وړاندي رواني ستونز ي او د تاوتريخوالي د کچي لوړيدو د ژورناليزم مسلک او رسنيو راتلونکی د ګواښ سره مخ کړی دی .
په راپور کې وړانديز شوی دی چې افغان دولت دي د رسنيو د غوړيدو دپاره رښتيني هڅي وکړي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت دي د رسنيو قانون ته عملي جامه ور واغوندي .
د خبريالانو د خونديتوب ټولني پر ټولو رسنيو ږغ کړی دی چې خپلو کارکوونکو ته دي مسلکي زده کړي ورکړي، د خبريالانو د خونديتوب دپاره دي د رسنيو ادارې همږغي قوي کړي او نړيواله ټولنه دي د رسنيو او د بيان د ازادۍ په تړاو روښانه دريځ خپل کړي .
د افغان خبريالانو  خونديتوب کميټه، د افغان خبريالانو  او مدني ټولني د کارکونکو يوه غير دولتي او غير حزبي شبکه ده چې د خبريالانو د خونديتوب او د هغوي د امنيت د ټينګښت لپاره او د افغاني او بين اللملي رسنيئو د خونديتوب په موخه جوړه شوې ده.
دا کميټه د کابل د کنفرانس د وړانديز پر اساس دد رسنيو د پلويتوب د بين المللي سازمان (IMS) له خوا جوړ شوي ده.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery