مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-08-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دوو کندهاري لوبغاړو د فوټبال ملي ټيم غړیتوب تر لاسه کړ

راحیله جواد

دکندهار فټبال پاڼي  او کندهار فټبال فراسیون  د معلوماتو لمخي  د کندهار دوه تنه فوتباران (عبدالقدوس ساحل او خالد عمران) د هيواد د ۱۹ کلنو فوټبال ملي لوبډلي ته غوره سوي دي.

ټاکل سوې چي دوی ډېر ژر د ملي ټيم په ترکيب کي د سياليو لپاره متحده عربي اماراتو ته ولاړ سي.

دکندهار فټبالران  او کندهاري ځوانان د فوټبال د ملي فدراسيون د دغه ګام هرکلی کوي او هيله لري چي د ملي ټيم د پياوړتيا او ملي والي لپاره دي دا ډول نور ګامونه هم واخيستل سي.

خو تر څنګ يې کندهاري ځوانان او لوبغاړي  اندیښنه لري  چي دا وار د پخوا په شان په ملي لوبډله کي د کندهاري لوبغاړو حضور نمايشي او د يو څو ورځو لپاره نه وي، بلکي هيله من دي  چي د هغوی حضور دوام پيدا کړي.

دا اندېښنه دوی ځکه څرګندوي  چي پخوا هم د فيض په شان د کندهار ځيني تکړه فوټبالران ملي ټيم ته غوره سوي، خو وروسته په مرموز ډول بيرته لېري کړل سوي دي.

تر ډيره کندهاری لوبغاړي  په کابل کي دالمپیک اداره او فدراسیونونه په  دې تورنوي چي د لوی کندهار دسپورت سره په ملي ټيمونو کي د مور او میرې چلند کوي  او تر ډیر ملي ټيمونه  د هزاره او تاجک ورورنو لپاره ځانګړي کوي .  په داسي حال کي چي په پښتنو کي تر هغوی زیات استعدادونه موجود دي . او ملي ټيمونه باید د استعدادونو په بنا وټاکل سي نه د سیمو دتعصبونو په بنسټ .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery