مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-08-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کلاسيک پېژندنه (ګزارش)

نعمت الله صديقي

 

ځواک پښتو ادبي ټولنې مياشتنۍ تنقيدي غونډه په خپل دفتر کې د ۲۰۱۳عيسوي کال د مارچ په ۲۲مه نيټه د ښاغلي رحمت شاه رحمت په صدرات کې د درويش اورکزي لخوا د تلاوت کلام پاک په سپيڅلو اياتونو پېل شوه چې د وياندوی چارې فضل جان سليم ترسره کړې، دا ځل غونډې ته پروفېسر وزير شادان د کلاسيک پېژندنې په اړه لکچر ته رابلل شوی و، چې د غونډې په لومړۍ برخه کې يې ګډونوالو ته لکچر ورکړ،
 ښاغلي شادان وويل
کلاسيزم د لاطينې ژبې ټکي (Classicus) نه اخستې شوی دی، چې مطلب يې ماډل، نمونه يا مثال دی. په لغت کې کلاسيک د زوړ، اعلی درجه او ادبياتو عاليه په معناو راغلی دی. ګويا هغه قديم ادب چې د يو معيار حېثيت ولري کلاسيکي ادب بللى شي.
 د ادبي اصطلاحاتو په لغات کې د يونان او لاطين زوړ متوازن ادب ته کلاسيک ادب ويلی شي.
 ده زياته کړه،
د کلاسيک کليمې سره سم په ذهن کښې قديم، عظيم ادب مخې ته راشي. يو داسې ادب چې هغه د مادل او نمونې په توګه راوړلی شي. په دا قسم ارفع ادب کښې زيات زور په هئيت (ساخت) وي. افاقيت، عقليت، اسدلال، اصول او اعتدال د کلاسيکيت اهم صفات ګڼلی شي.
 ښاغلي شادان د پروفېسر ستار لواغري د کلاسيکيت په اړه کړی تعريف داسې وړاندې کړ،
”کلاسيکيت د نوي په ضد کښې راځي. هغه کار چې روايت مطابق وي کلاسيکيت دی او چې د روايت پر ضدو وي جديد دی. د هر دور جديديت مخې ته راځي. کلاسيکيت د رائج روايتي ادب لاره ده. کلاسيکيت د روايت يوه محدوده دائره ده چې د مقرره اصولو، بندشونو او د اسلوبو څخه بغاوت نه کوي. په کلاسيکيت کښې عموماً داخلي فکر وي.“
 ښاغلي شادان د سانت بيو حواله ورکړه ،
”په عامه توګه د کلاسيک ټکی د هغې زوړ ليکونکي دپاره پکارولی شي، د چا چې ډېر زيات تعريف او ستاينه شوې وي چې د هغه جامعيت او ځانګړتيا منلی شوې وي. چې د هغوي د تعريف څخه هر څوک خبر وي.....
 د کلاسيک لغظ په دغه معنو کې اول ځل روميانو استعمال کړو. د رومن خلکو به د خاصې ډلې هغه ښاريانو ته کلاسيک وې د چا ګټه (امدني) به چې د يو خاص حد څخه زياته وه او د کومو ښاريانو ګټه وټه به چې د هغه مقرر حد څخه کمه وه هغه به يې په خاصه ډلې کې نه شمارل او هغوي ته به يې کلاسيسم(Classem) په نوم يادونه کوله په مجازي معنو کې(Classicus) لفظ د استعارې په طور اول ځل د دويمې صدۍ لاطيني ليکوال اُلس جيليس استعمال کړو او دغه لفظ يې په خصوصي توګه د ليکوالانو سره وتړلو او دغه ټکی د هغه ليکوال دپاره پکارولی شوه چې د ذکر وړ به وو. يو خاص اهميت به يې لرلو او تخليقي پايه به يې د عامو خلکو نه پورته وه“
 ده وويل،
دا وو د کلاسيک لنډ تعريف چې تر څه حده مو تر نورو حوالو په راوړلو سره وکړ. راځو دې ته چې کلاسيک کومې اهمې ځانګړتياوې لري. په لنډه توګه يې لومړی د محمد اقبال وزيري او د اردو ژبې نقاد سېد عابد علي ځانګړتياوې را اخلو.
 ”لوړ ملي توب او د ټاکلو اصولو او نورمونو جدي څارنه د کلاسيزم ځانګړتياوې دي. برسيره پر دې د کلاسيزم بله ځانګړتيا دا وه چې ژوندۍ ايډيايي نمونو کې انځور وه د کلاسيزم اساسي ټکر د اخلاق وجيبي (دندې) او د شخصي احساساتو تر مېنځ وو د درې ګونو يعنې وخت، ځای او عمل يووالی د مثبتو او منفي پرسوناژو کره وېش يې نورې ځانګړتياوې وې“
 ده د نورو ځانګړتياوو په حواله وويل،
” تر څو چې د معنې، مغز او خيال تعلق دی، نو کلاسيک ليک هغه خيال لري چې افاقي او نړېوال وي. دويم د اخلاقياتو احساس لري. دريم د کلاسيک رغوڼه هله کېږي چې ماحول سازګار وي او عموماً د هغې نه پس د قوم او ملت په سياسي او معاشرتي ډول زوال پېل کېږي. د هيئت له مخه د کلاسيک اسلوب، سنجيدګي، اعتدال، وقار او د احساس استحکام دی.“
 ښاغلي شادان د کلاسيزم سره د رومانټسيزم يادونه وکړه، کلاسيزم او رومانټيسېزم يې دوه بېله بېل تحريکونه، رجحانات، دودونه او اصطلاحات وبلل او د کلاسيزم او روماڼټيسزم دوه بنيادي تفاوتونه يې بيان کړل چې لومړی د پابندۍ او دوهم د ازادۍ په نوم ياد کړل، ده زياته کړه
 ” کلاسيکيت او رومانيت دوه داسې ادبي اصطلاح ګانې دي چې تر ډېره حده د يو بل په ضد راغلې دي. چې کله د کلاسيکيت همنوا زيات شوي دي نو هغه دور يې د کلاسيکي دور په نوم بللی دی او چې کله رومانيت عام شوی دی. کلاسيکيت روايت دی. د ټاکلي شوي اصولو پابندي ده. د راکښلي معيار پېروي ده، ولې رومانيت د روايت نه بغاوت دی، د خوشالۍ ازاده سندره ده. د قلامت په خلاف د جدت لاره ده.“
 ده د پروفېسر داور خان داود حواله راوړه،
” د دنيا هر ادب تقسيم عام طور سره د کلاسيکي ادب او رومانوي ادب په ذريعه شوی دی. د رومانوي ادب دپاره تنوع، عمل، حرکت او ځلنده مستقبل ډېر اهم دی. کلاسيکي ادب لفظ و بيان او اسلوب ته توجه ورکوي. دې کې د تنوع برعکس د وخت او تنظيم عنصر زيات جوت دی.“
 ده په دې اړه د حفيظ صديقي د کلاسيکيت او رومانيت تر منځه د توپير حواله مهمه وګڼله،
 ” چې کله يوې فنپارې ته د کلاسيکيت فنپارې نوم ورکولی شي نو ددې عام مطلب دا وي چې په کې د موادو په ځای هيئت ته توجه ورکړلې شوې ده. تکنيکي غړوندي په جذبه او بيان حاوي دي. په جذباتو کې د لاهو کېدو په ځای د ضبط او اعتدال نه کار اخستلی شوی دی. ادب پاره چې په کوم هيئت کې ده. د هغه ټولو اصولو پابندي شوې ده. د فني او ادبي روايت پوره پوره خيال ساتلی شوی دی. په تخيل او تخليق يې د ادبي اصولو او قاعدو کرښه راکښلې ده.“
 ښاغلي شادان زياته کړه،
د کلاسيزم او رومانټيسيزم په حقله مختلف نقادان مختلفې رايې لري. ځنې نقادان داسې هم شته چې د کلاسيزم سره جذباتي تړون لري او رومانټيسيزم ته په ښه نظر نه ګوري او ځنې نقادان رومانټيسيزم غوره ګڼي او کلاسيزم ښه نه يادوي.
 ده د پروفېسر حواجه محمد ساېل بېلګه ورکړه چې هغه د رومانيت په مرسته د کلاسيکيت غندنه کوي،
 ” د رومانيت نه اګاهو د اتلسمې صدۍ کلاسيکي ادب ۱۹۶۶‌ء تا ۱۷۹۸ء په روايت، قدامت او ځنې فرسوده اصول بنا وو. غېر فطري او تر ډېره حده رسمي وو. سياسي او غېر يقيني وو او ددې کلاسيکي ادب شاعران محض د حکومت وخت اله کار وو هغوی عام عوام څخه هېڅ مينه نه وه. دغه وجه ده چې د دوي مصنوعي طرز تحرير کې هېڅ حرکت نه وو. د دوی شاعري بس صرف د لاطينۍ ژبې د ګرانو الفاظو زخيره وه. په دې قسمه ادب خلاف يو باقاعده تحريک، احتجاج، رد عمل او نفرت پيدا کېدل فطري امر وو چې د رومانيت په شکل کې ظاهر شو.“
 ده د حواجه محمد ساېل د مخالفې رايې وروستو د کلاسيکيت په وکالت د نونسمې صدۍ ګويټې حواله د ذکر وړ وګڼله او ويې ويل: ګويټي ليکي
 ” زما په ذهن کې يوه نوې خبره راغلې ده چې ددې خبرې وضاحت په ښه ډول کولای شي. زه کلاسيک ته صحت مند او ورمانوي ته بيمارنوم ورکوم. په دغه مانو کې نيبل انګ جن ليډ ته هغه رنګ کلاسيک ويلای شي څرنکه چې ايليټ ته کلاسيک وايي. ځکه چې دا دواړه ليکونه صحت مند، مؤثر او د زور نه ډک دي زموږ نوي ليکونه زيات روماني دي په دې وجه نه چې نوي دي بلکې په دې وجه چې کمزوري او ناروغه دي. يو زوړ تصنيف ته موږ په دې وجه د کلاسيک درجه نه شو ورکولی چې هغه زوړ دی ، بلکې په دې وجه چې هغه مضبوط، مستحکم، تازه، پرمسرته او صحت مند دی. که چېرې موږ په دې رنګ د کلاسيکيت او رومانيت فکر وکړو نو موږ ته به خپله لاره صفا په نظر راشي“
 ښاغلي شادان وويل:
په هر حال موږ ويلای شو چې کلاسيزم او رومانيزم دوه مختلف مکتب فکر دي، دوه مختلف ادبي رجحانات دي چې په اول کې په هيئت، فورم زور ورکولای شي او دوهم کې موادو ته په درنه سترګه کتلی شي په اول کې د روايت او زړو طريقو ته پاملرنه کېږي او دوهم د هغې څخه د بغاوت نوم دی. اول د عقل او دليل خبره کوي، دوهم د جذباتو، احساساتو او وجدان په اساس تخيلي دنيا سازوي.
 ده زياته کړه:
په کلاسيکيت کې د يو دور د خاصو ليکوالانو خاص معيار په نظر کې ساتلی شي او د هغې په اثر کې ليکونه دوام مومي. په کلاسيکيت کې د روايت خيال ساتلی شي. هغه قديم روايتي انداز خپلولی شي. ځکه پرې ځنې نقادان د قدامت پرستۍ تور هم لګوي.
 ده وويل:
د روايت پر ضد جدت مخې ته راځي که د ارتقايي مرحلو سره سم جدت د روايت کلبوت واچوي. دغه رنګ ژوند هم يو ارتقايي عمل دی، يو جهد مسلسل دی، چې د وخت د تقاضو په سمون کې بدلون راځي. ځينې روايتونه د ژوند سره سم روان وي او ځينې په جدت بدل شي او کلاسيکيت هم هله پيدا کېږي چې يو دور د ادب په لحاظ خپل عروج ته ورسېږي او ورپسې تر څه حده د ادب په هنر د جمود سيوری خپور شي. ادب خاموشه شي. څه موده پس چې ادب سترګې وغړوي او د تاريخ په رڼا کې د خپل عصر مطالعه وکړي نو هغه تير دور ته چې لوړتيا لري د کلاسيکيت درجه ورکړي. او په ډېر زيار هم هغه شان ادب نه شي تخليق کولی کوم چې د کلاسيکي ادب په نوم يادولی شي البته ژوند د پرمختګ نوم دی. روميانو د يونانيانو تقليد وکړو، د يونانيانو کلاسيکي ادب يې د خپل دور دپاره يو معيار وګرځولو د هغوی په نقش قدم يې قدم کېښود په دغه سبب د کلاسيکيت په خواله د يونان سره سم د روم نوم هم يادولی شو.
 ده وويل:
د اولسمې صدۍ اخر او اتلسمې صدۍ کې يو څو اروپايي ليکوالانو مثلا جان ډاريډن، اليکزينډر پوپ، ډاکټر جانسن او د يو څو نورو د کلاسيکيت په خلاص مټ وکالت او پېروي وکړه د کلاسيکيت يو نوی دور مخې ته راغی چې نقادانو ورته د (New Classicism) نوم ورکړو.
 د پښتو ادب په حواله هم دغه مثال داسې ورکېدلی شي چې موږ خوشال خټک او رحمان بابا تر اوسه پېدا نه کړای شو خو د کلاسيزم په حواله د شلمې صدۍ د حمزه بابا نوم په وياړ اخستی شو چې د يو قسم (New Classicism) کړه وړه په کې څرګند ليدی شي.
 وړم مستقبل ته د ماضي روايت
زه د خپل حال د ولولو سره ځم
ښاغلي شادان په مجموعي ډول د کلاسيکيت ځانګړنې د ارواښاد صديق روهي له کتابه د بېلابېلو پوهانو نظرونه په دې ډول وړاندې کړل،
 اخلاقي خاصه:- په کلاسيکيت کې عموماً د لوړې درجې خوبۍ ذکر کېږي د انسان ناوړه خيواني خاصيتونو څخه ځان ژغوري. دوی منطقي او اخلاقي عمالو ته زيات پام کوي.
 ”کلاسيک ليکوال هغه انساني عواطف او احساسات ښکاره کوي چې په ټولو بشري افرادو او تاريخي دورو کې عموميت لري. دی خپل احساسات او تخيلات نه څرګندوی بلکې د انسان رويه په افاقي طريقه (Object method) شرح کوي.“
 ژبه:- په کلاسيک ادب کې ژبې ته زيات پام کولی شي د کلاسيک ادب ژبه صفا، همواره، روانه، کلکه او ښکلې وي. اتبذال د کلاسيکيت برخه نه ده
 ده د سېد عابد علي عابد حواله ورکړه،
”دا څنګه کېدای شي چې د کلاسيک مضمون دې د لوړې درجې وي. او اسلوب يې عاميانه او بازاري وي.“
 ”په کلاسيکيت کې د ژبې په حقله ډېر احتياط کولی شي چوڼ چوڼ لفظونه پکارولی شي، ويلی شي چې نامتو ليکوال راسين په خپلو اثارو کې د ۸۰۰ ټکو څخه زيات ټکي نه دي استعمال کړي.“
 ”کلاسيک ليکوال په مضمون کې زائد، نامفهوم او نامانوسه الفاظ نه پرېږدي او زيار باسي چې د مطلب مغز په ښکاره او لنډ ډول افاده شي. کلاسيک ليکوال د کلماتو په استعمال کې له پوره دقته او اختياط څخه کار اخلي.“
 ښاغلي شادان په پای کې وويل چې زما د خبرو سره د اختلاف ګنجايش شته د کلاسيکيت په اړه پر ځای ددې چې خپل قضاوت ولرم، ډېری ځای مې ځکه په نورو حوالو خبره وکړه چې زموږ مقصد کلاسيک پېژندنه وه، خدای دې وکړي چې دا خبرې ستاسو لپاره مؤثرې وي، بيا هم د ځواک پښتو ادبي ټولنې په شمول د ټولو ملګرو مننه کوم، چې ماته مو په يوې موضوع د خبرو کولو وخت راکړ،
 د غونډې په پای کېد لنډو سوالونو او ځوابونو وروسته د غونډې ريس ښاغلي رحمت شاه رحمت په خپلې صدارتي وينا کې وويل، د ادبي غونډو په تسلسل کې په ځانګړې توګه د ځواک پښتو ادبي ټولنې لکچرې او مذاکراتي غونډې په لومړي ځل د کوهاټ په سيمه کې په دومره معياري او مقدار په حواله وينم، ده د پروفېسر شادان لکچر د کلاسيک پېژندنې په حواله بيخي د فهم وړ وګاڼه او د ملګرو په سوالونو او هغو ته په ځواب ورکولو يې د غونډې د ملګرو ادبي مطالعه او مشاهده د پښتو ادب د نوي نسل نيک شګون وګاڼه، ده نوی نسل بختور ياد کړ، چې دا ډول مباحث ورته په څه نا څه توګه وړاندې کېږي. ده د خاطرې په ډول وويل کلونه پخوا مې د يوې مشاعرې د نظامت چارې ترسره کولې رومان ساغر ته مې د روماني شاعر لقب ورکړ، هو هغه د سټيج پر سر وويل، زه روماني شاعر نه يم، زه له رومان سره سره د وخت او دوران شاعر هم يم، استاد رحمت وويل دا مغالطې اوس هم شته چې موږ په ډېرو داسې اصطلاحاتو نه پوهېږو چې لاعمل يې زموږ مطالعه نه کول دي. ده د شعر ليکل کافي وبلل او په نثر کې يې د کموالي يادونه وکړه، د ښاغلي رحمت شاه رحمت له وينا وروسته مشاعره پېل شوه چې د ګڼ شمېر مينه والو تر څنګ استاد رحمت شاه رحمت، درويش اورکزی، فضل جان سليم، پروفېسر وزير شادان، عدنان بخاري، سردار احمد همراز، نعمت الله صديقي، ډاکټر صابر شينواری، شېررحمان بېتاب، سېد جمال شاه جمال، عبدالوحېد صامت، عبدالرحمان افغانيار او فضل الرحمان افغان برخه واخسته.
 غونډه فضا مازديګر پای ته ورسېده.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery