مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-09-01   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

وسلوالو‌طالبانو په اندړو کې لس بې ګناه ملکیان وژلي دي

سید جلالزی
چارواکي وايي، چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې وسله والو لس ملکي وګړي وژلي دي.د اندړو ولسوال محمد قاسم ديسيوال وويل،چې د اوو تنو ملکي وګړو مړي نن غرمه په چهار دېوال کې وموندل شول.هغه وايي،چې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي او دا نه ده معلومه،چې طالبانو له کومه ځايه راوستي وو او ولې يې وژلي دي.د ولسوال په وينا،وسله والو طالبانو اوس د ملکي کسانو وژنې ته مخه کړې،پرون مازيګر يې پر يو ملکي موټر بريد وکړ او دوه کسان يې په کې ووژل او درېيم کس،چې ټپي وو،وروسته په روغتون کې سا ورکړه.د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت وويل،چې له غرمې راهيسې تر اوسه ټول ١٤ مړى ور وړل شوي دي.د نوموړي په خبر،چې اوه مړي د اندړو له ولسوالۍ وروړل شوي،چې د سورکي په کلي کې وژل شوي وو.د ډاکټر همت په خبره،غرمه د څلورو سيمه ييزو پوليسو مړي هم ور وړل شوي،چې د قره باغ په ولسوالۍ کې په جګړه کې وژل شوي وو او دغه راز اوس مازيګر د پنځو طالبانو مړي هم ور وړل شوي،چې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې په خواجه عمري ولسوالۍ کې وژل شوي دي.دبې ګناه ملکیانو د وژلو پړه دتل په څېر بیا هم وسلوالو طالبانو پرغاړه وانه خیسته
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery