مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-09-10   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

ماين چاودني په ميوند کي يو چوپان وژلى دى

لودين

 

د کندهار چارواکي وايې چې د دې ولايت  په ميوند ولسوالۍ  کي يو تن چوپان د طالبانو له خوا د يو ښخ سوي ماين چاودني له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

 د کندهار د مطبوعاتي دفتر څخه خپره سوي خبرپاڼه وايې چې ، دغه چوپان  تيره ورځ ديادي ولسوالۍ د عشق آباد په ساحه کي د خپلو څارويو سره يو ځاى ديو عامه لاري څخه د تېرېدو په حال کي وو،  چي د طالبانو له خوا پر ښخ سوي ماين  ختلى او نوموړى ماين پر چادېدلى دى.

 سرچينه وايې چې ، نوموړى چوپان په لومړي سر کي ټپي وو چي د پوليسو له خوا روغتون ته بېول سوى خو  بيا يې هلته ساه ورکړې ده .

وسله والو طالبانو د دولت د دې ادعا په اړه څه نه دي ويلي .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery