مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-09-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ختیځ ادبي بهیر ملګرو خپله کلیزه ولمانځله

ایمل مړوند

 

د جلال اباد ښار سختې ګرمۍ ورورو خپل څادر راټولولو، د ( ۱۳۹۲ ) کال د وږي میاشتې ( ۲۱ ) مه وه، چې د ختیځ ادبي بهیر ملګرو خپله ۶۰ مه اونیزه کوله.

دا ناسته بهیروالو خپلې یوکلنې کلیزې لمانځلو ته ځانګړې کړې وه. غونډه د جعمې په مبارکه ورځ سهار نهه بجې خاورې مینت بار د قران عظیم اشان د څو مبارکو ایاتونو پر تلاوت پرانیستله. د دریځ چارې احمد جمال ثاقب مخکې وړلې، مشري يې د انجینر ستانه میر زهیر شینواري په غاړه وه او میلمانه يې د ننګرهار د اطلاعاتو فرهنګ ریس اورنګ صیم او ډاکټر اسدالله ښالیز وو.

په سر کې ضیاالدین همت مل راغلو ملیمونو او بهیروالو ته هرکلی، ښه راغلاست ووایه او په تېر یو کال کې يې د ختیځ ادبي بهیر په کارونو لنډې خبرې وکړې.

نوموړي همدارنګه د یو شمېر بهیروالو نه مننه وکړه، چې د بهیر په چارو کې يې وخت ناوخت منډې تړلې کړي او دا بهیر يې د دې جوګ کړ، چې خپله یو کلنه کلیزه ولمانځي.

ایمل مړوند (( ختیځ ادبي بهیر په تېر یوه کال کې )) تر سرلیک لاندې خپل ګزارش ولوستلو چې د ختیځ ادبي بهیر یو کلن کړي مزل او کارونو ته په کې ځای ځای تم شوی و.

ورپسې محمود خزان خپله لنډه لیکنه چې د ختیځ ادبي بهیر د فعالیتونو په اړه يې کړې وه ولوستله. صیام الدین پسرلي هم د ختیځ ادبي بهیر د تېر یو کال د کړیو کارونو او په کې د خپل رول په اړه لنډه لیکنه ګډونوالو ته واوروله.

بازمحمد عابد د ټولنیزو ناستو د ګټو او ارزښت په اړه خبرې وکړې او دا ډول ناستې يې د اړیکو او د استعدانو د غوړولو لپاره بهترین مرکزونه یاد کړل.

نوموړي وویل، ختیځ ادبي بهیر ډېر نوي ځوانان شاعران کړل او د هغوی د استعدادونو په روزلو کې يې مهم رول لوبولی دی.

نوموړي د بهیر کارونه لکه لمر ښکاره یاد کړل، او د دوستانو ترمنځ د اړیکو جوړولو او راشه درشي په برخه کې يې هم بهیر د پام وړ ځای وبللو.

استاد ابراهیم همکار بیا ختیځ ادبي بهیر د یو لابلاتوار په نوم یاد کړل. هغه وویل: (( ختیځ ادبي بهیر د یو لابلاتوار په شان دی، شاعران او شعرونه په کې چاڼ کیږي او همدا چاڼ د استعدادونو د روزلو یوه ښه لاره ده.))

همکار زیاته کړه، په دغه ډول غوڼدو کې اکثره کشران برخه اخلي او داسې ډېر کسان چې نن په ډېرو مهمو ځایونو کې کار کوي سرچینه يې د همدې بهیرونو نه اخیستې  او همدا ډول غونډو روزلي دي.

نوموړي د افغان ادبي بهیر د ملګرو ځينې خاطرې او د یو شمېر ملګرو نومونه واخیستل چې د بهیر په ناستو کې د ګډون له امله يې ډېر زیات پرمختګونه کړي دي.

ښاغلي همکار خپل ځان هم د بېلګې په توګه یاد کړ او په خپل پرمختګ کې يې د افغان ادبي بهیر په غونډو کې د ګډون څرګند اغیز یاد کړ.

نوموړي د ختیځ ادبي بهیر اونیزې ناستې هومره اغیزناکي یادې کړې لکه د ادبیاتو د یو پوهنځي.

شاعر او لیکوال امرالله امید د ختیځ ادبي بهیر په کال پوره کیدو خوښي څرګنده کړه او زیاته يې کړه : (( ختیځ ادبي بهیر په یو سيڅلې هدف رامنځ ته شوی و، احداف يې پاک وو او همدا لامل دی، چې نن تر دې ځای پورې راورسیدلو.))

استاد عبدالقیوم میشواڼي هم د بهیر په غونډو کې د ځوانانو د ګډون پر ګټو او لاسته راوړنو وګړیدو. هغه وویل چې ختیځ ادبي بهیر تراوسه پورې ډېری ځوانان وروزل او دا چاره لا روانه ده.

استاد میشواڼي زیاته کړه دې ډول بهیرونو داسې کسان روزلي دي چې منظمې زده کړې يې نه دي کړي، خو نن په ټولنه کې ډېر با اغېزه خلک دي.

عزت الله ځواب، بیا د بهیروالو نه مننه وکړه، چې پرته له کوم ځانګړي امتیاز څخه د بهیر د لا پرمختګ او غوړیدا لپاره منډې تړلې وهي او دادی تر یوه کاله پورې يې په بریالیتوب سره راورسولو.

ډاکټر ښالیز هم د ختیخ ادبي بهیر ملګرو هڅې د پام وړ او وستایلې نوموړي غوښتنه وکړه، چې په دې باندې بسنه مه کوئ او نور هم مخکې لاړ شئ.

قدیر ملنګ د یواځوان بهیروال په توګه د بهیر دریځ ته ودرید او د بهیر په  ناستو کې تر ګډون ورسته يې په خپل ځان کې د بدلونونو په اړه برخوالو ته خبرې وکړې.

بشري یو مست ترنم وکړ چې ګډونوال يې راويښ کړل او په تودو چکچو بدرګ شو.

ورپسې د ننګرهار د ولايت ویاند احمد ضیا عبدلزي خبرې وکړي، هغه د ختیځ ابي بهیر یو کلنې کړنې وستایلې او په ننګرهار کې يې د دې بهیر جوړیدل یو لوی کار یاد کړ.

هجرت الله ناصري د لغمان ولایت د ادبي بهیر په نمایندګۍ خبرې وکړې او د بهیر د کلیزې مبارکې يې وویله.

د کونړ نه راغلي شاعر او لیکوال شفیق الله شادب هم د ختیځ ادبي بهیر کارونه د ستاینې وړ یاد کړ او د ملګرو نه يې هیله وکړه، چې خپلې چارې نورې هم وغځوي او په ختیځ میشتو سیمو کې د نورو بهیرو او ادبي حرکتونو سره ګډې ناستې جوړې کړي.

د کلتور ریس اورنګ صیب د غونډې په ورستیو شیبو کې خبرو کولو ته پورته شو. نوموړي وویل: (( د ختیځ ادبي بهیر بنسټ د داسې محلصو ځوانانو لخوا ایښودل شوی دی، چې په خپلو کې ډېره مینه او حلوص سره لري.))

هغه د دې بهیر د چټک پرمختګ یو لوی لامل د بهیروالو ترمنځ د بې کچې مینې او حلوص درولودل یاد کړل. زیاته يې کړه همدا لامل دی، چې بهیر تر دې ځایه رسیدلی دی، چې نن يې د یو کلنې کلیزې په جوړویدو سره ټول شوي یو.

ریس صمیم زیاته کړه بهیروال باید خپل کارونه نور هم ګړندي، پراخه کړي او خپلې کړنې او هڅې تر ولسوالیو پورې وغځوي او د لرو پرتو سیمو ځوانانو سره ګډې ناستې وکړي.

نوموړي وویل چې ختیځ ادبي بهیر د مینې، ادب او کلتور یادولو یو لوی مرکز دی او د فرهنګ ریاست پر دغسې یو مرکز او ځونانو ویاړ کوي او په کلتوري مسایلو کې ترېنه د مرستې تمه لري.

د غونډې په پای کې د ناستې مشر انجینر ستانه میر زهیر شینواری د خبرو لپاره دریځ ته پورته شو. هغه د بهیر د یوکلن کیدو له امله ټولو ته مبارکي وویله او د بهیروالو هڅې يې د ستاینې وړ یادې کړې. زیاته يې کړه د ختیځ ادبي بهیر لپاره يې نوې کاري کړنلاره جوړه کړې ده او تردې ورسته باید بهیروال هڅه وکړې، چې په خپلو اونیزو ناستو او غونډو کې نوښتونه وکړي او په خپلو چارو کې هم نویوالی او بدلونونه راولي.

د یادونې وړده، چې ختیځ ادبي بهیر خپله یو کلنه کلیزه پر ۶۰ مه اونیزه غونډه کې ولمانځله، چې د ختیځ زون د شاعرانو او فرهنګیانو سربېره په کې د هیواد د یو شمېر نورو ولایتونو څخه راغلو ملګرو هم برخه اخیستې وه.

د غونډې په پای کې د ختیځ ادبي بهیر د چارو د سمبالښت لپاره چې کوم ۱۵ کسیز بورډ جوړ شوی و، هغوی سره کښېناستل او د بهیر د چارو د ښه سمبالو په موخه يې یو کارې لنډ مهالې ډله وګورمارله چې د بهیر چارې به مخکې وړي او په خپلو ټولو کارونو کې به د بورډ د غړو نه مشوره اخلي.

باید وویل شي چې ختیځ ادبي بهیر ملګري هره اونۍ خپله اونیزه ناسته د جلال اباد ښار د میدیوتیک په انګړ کې سهار نهه بجې پیل کوي او تر غرمې ناوخته پورې دوام کوي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery