مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-09-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کرکټ مو اسمان دی خو باران له فوټبال راښکته شو.

عطاالله خوږیاڼی


موږ د نړۍ د هغه بې وزله،غریبو او په ځانګړي ډول هر وخت د غمونو څپو وهلی قوم یو،موږ تل د ټوپک ډز اوریدلی،د مرګ مو خبر اوریدلی،د غم مو سندرې غږولي،خو د خوښیو د سمندر تر غاړې هم ناست نه یو.
مشران هم ونه توانیدل،چې د کړاونو له دغه زولنو څخه مو خلاص کړي،ښه وو،چې لوبغالی پیدا شو او په لوبغالې کې لوبې هم پيل شوې.
زموږ د تکوندو،فوټبال ... او کرکټ  لوبغاړې په لوبغالي کې وو،ملي سرود ته په نامه دریدل،بیراغ یې نورو ته هم ډالۍ کړې وو او خپله یې هم د په افتخار له ځآنه تاو کړې وو،ملي ژبې یې هم په زرګونو تلویزیونو باندې واورولې.
هغه افغانانو چې د خپل شهید پسې اوښکې تویولې،د دوی په بریا یې په شونډو موسکه او په لیمو یې راښکته شوې اوښکې وچې پاتې شولې.
خو دغه اوښکې راته تر ډېره د کرکټ ملي لوبډلې وچولې،دوی خو له چمنې خضورې څخه تر نړیوال جام ورسیدل،هو ستاینه یې هم شوې خو ... دوی به یواځې د کاروان په تګ سره بدرګه کېدل،په یوې غونډې کې به یې ستاینه کېده،خو موږ فکر کاوه،چې بس ستاینه همدومره وي خو خبر نه وو،چې ستاینه بل ډول ده .
شکر چې فوټبال لوبډلې مو پاکستان مات کړ،له هندوستان یې غچ واخیست او دا بریا رښتیا هم د ستایلو ده خو دغه بریا د کرکټ په پرتله د اسمان او ځمکې توپیر لري،کرکټ مو نړیوال جام ته رسیدلی او دوی یواځې د اسیا یوه برخه کې له تم دي.
هو ګیله له خپلو کیږي،موږ په پدې سترګې نه پټو،چې د فوټبال ملي لوبډلې د ستاینې تر شاه د چا لاس  وو،مسؤلینو ته یو چا ذهنیت ورکاوه،چې باید لوبډله وستایل شي،هغه کسان چې فوټبال په ځآن پورې تړي،په رښتیا ډول د فوټبال ملي لوبډلې ته د ستاینې زمینې برابرې کړې،ولسمشر ته یې میدان ته د ورتګ ذهنیت ورکړ،په پارلمان کې یې دبولې چارې ورته پیل کړې،په تلویزیونو کې د مرستو اعلانات ورته پیل کړل او دغه لوبډله له اټکل څخه هم ډیره ونازیده .
موږ خوښ یو،هغه هم زموږ اتلان دي،خو که د پارلمان رئیس فوټبال ته کار کوي نو مرستیال ( یاسیني) او مشني يې د پښتنو کرکټ ته هیڅ هم نشي کولای.
چې د مشرانو جرګې مرستیال فوټبال ته کار کولای شي نو جنابې مسلمیار خو دهغه رئیس دی کنه ولې د کرکټ کارنامې هیروي.
که ولسمشر مو ملي فکر لري،نو ولې شهزاده مسعود چې ځان یې سلاکار هم بولې نه خبروي،چې کرکټ مو نړیوال دی او فوټبال له مو لا له اسیا څخه ندې وتلی.
که عطا محمد نور له مزاره مرسته کولای شي،نو ګل اغا شیرزي خو د کرکټ له حال خبر دی کنه ...
موږ وایو تېر په هیر،اوس هم اوبه خړي ندي،اوس هم کرکټ ملي لوبډله لوبې لري،نړیوال جام ته لاره موندې،مشران ورته باید پاملرنه وکړي او کله چې لاره پیدا کړي نو خامخا به مو بیراغ د نړۍ په زرګونو تلویزیونو د بېلابېلو ژبو خلک وګوري،سرود به مو واوري او د میلیونو خلکو په وړاندې به خپل سرود ته لاس په نامه دریږي،نو چې دومره ویاړ ته لاره مومي نو باید نازولو ته یې له اوسه کار وکړو
هسې نه چې زموږ د کرکټ اتلان له موږ خفه شي،ګیله وکړي او هغه لوړ کړی بیراغ مو یو ځل بیا ځوړند نشي.
کنه بیا داسې ونشي،چې زموږ اسمان کرکټ د وچکالې په موسم کې یواځې لمر ورکولو ته پرېښودل شي او ټول باران راباندې فوټبال راپرېږدي .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery