مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-09-21   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

نیویارک ټایمز :اوباما ته د پوتین خبرې

 


ژباړن: آغامحمد قریشي
د سوريې ورستي حالت ته په کتو زه اړ کړم چې له امریکايې چارواکو سره نیغ خبرې وکړم، دا په داسي حال کې ده چې زموږ تر مینځ په کافي اندازه اړیکې هم نسته.
 د روسې او امریکا تر مینځ اړیکو ډېر پړاونه تېر کړي، په سړه جګړه کې یو د بل پر وړاندي ولاړ وو، خو له بله اړخه مو په مګلرتیا نازیانو ته ماته ورکړه، د ملګرو ملتونو د سازمان بنسټ مو ددې ډول خونړیو پېښو د مخنیوي په موخه رامینځ ته کړ، د ملګرو ملتونو بنسټ ايښودونکې په دې پوه وو چې دهغوی موافقې کولای سي پر سوله او جګړه پوره اغېز ولري، د امریکا په خوښه د ملګرو ملتونو په منشور کې د امنیت شورا ته د ویټو حق ورکړل سو. د لورو د غوره نظریاتو او پوهې پایله ده چې لسیزي په دې خوا د نړیوال امن اړیکې پر ځای سوي.
 هیڅوک نه غواړي د ملګرو ملتونو برخلیک د ملتونو د ټولنې په څېر واوسي، چې د خپلې کمزوۍ له کبله ورانه سوه، که ځواکمن هیوادونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له واکه پرته نظامي عملیات کوي، دا شونې ده چې د ملتونو د ټولنې له برخلیک سره به یې مخ کړي.
 امریکا په داسي حال کې پر سوریې باندي د حملې خبره کوي چې نه یواځي د هیوادونو، بلکي د سیاستوالو او مذهبي مشرانو له لوري هم ورسره مخالفت کېږي، پر سوريې د امریکا حمله به نه یواځي بې ګناه وګړو ته مرګ ژوبله واړوي، بلکي د سوريې له پولو به هم د جګړې اور واوړي. دا حمله په څرګنده د ظلم څرګندونه کوي ، د ایراني هستوي سلاوو او د فلسطین د لانجې په اړه چې څومره هڅې سوي په اوبو لاهو کړي، په پایله کې به یې د نا امنۍ لمن تر منځني ختیځ او شمالي افریقا ورسي، په دې کار سره به د نړیوال قانون سیستم له ځواک او قوته وغورځول سي.
 په سوریه کې د مختلفو مذاهبو پیروان ژوند کوي، پکې روانه وسلواله جګړه د حکومت او مخالفینو تر منځ ده، په سوریه کې د ډیموکراسۍ پلویان کم دي، له حده زیات یې تندلارې او بنسټپال جنګیالي دي چې له حکومت سره یې په وسلواله جګړه لاس پورې کړی.
 له عربي ممالکو څخه د پیسو په بدل کې جنګیالي ګمارل سوي او په سوریه کې جګړه کوي، په سلګونو جنګیالي له غربي هیوادونو او آن له روسې څخه دي، دا د سوچ وړ خبره ده، فکر نه کوئ چې دا به د نورو هیوادونو په ځانګړې توګه د روسې خلکو ته یو ډول ذهنیت ورکړي؟ د لیبا له جګړې وروسته اوس افراطیان مالي ته ولاړه او دا زموږ لپاره یو لوی ګواښ دی. په لومړی سر کې روسیې د سوریې خلکو ته مشوره ورکړه چې خپل راتلونکی د مزاکراتو له لاري جوړ کړي، موږ د سوریې د حکومت ننګه نه کوو، بلکي د نړیوال قانون ننګه کوو، او باید ورته ژمن اوسو، اړتیا ده چې په دې ډول مسالو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او نړیوال قانون ته مراجعه وسي، نړیوال قانون دی چې نړیوالې اړیکې یې تر یو بریده ساتلې، که نه په دې کړکېچنه او بلواګره نړۍ کې به اړېکې لا نورې هم ترنیګلي سي ، قانون تر دې دمه قانون دی، که مو خوښ وي که نه باید غاړه ورته کښېږدو، په ننني نړیوال قانون کې یواځي د ځان د دفاع په موخه او یا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړې له مخي باید له زوره کار واخستل سي، له دې پرته بل هر ډول جګړه او زور کارونه د ملګرو ملتونو د منشور سره په ټکر کې دي، دا ډول زور کارونه یرغل او تېری دی.
په دې کې شک نسته چې په سوریه کې زهرجن ګاز کارول سوی، خو هغه په تمامه معنی د حکومت د مخالفینو له لوري کارول سوی، هغوی د خپلو بهرنیو ملګرو له لوري هڅول سوي، وینو چې د افرطیانو او تندلارو پلوي کېږي.
 امریکا ته اوس د نورو هیوادونو په کورنیو جګړو کې له نظامې زور څخه کار اخیستل عادي دي، ایا دا د امریکا اوږدمهاله غوښتنه ده؟ زه په دې کې شک لرم. په میلنونو وګړي امریکا ويني چې د ډیموکراسي پلوي نه کوي، پر ځای یې له زور او جبر څخه کار اخلي، له څو هیوادونو یې تر دې شعار (یا به مخالف یې یا به دوست؟ ) لاندي اطلاف جوړ کړی. دا ثبوت سوې چې زور یې نه ګټي، دې ته څوک ځواب ویلای سي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتو وروسته به په دې هیواد کې څه پېښېږي؟ لیبیا پر توکمونو او قبېلو ووېشل سوه، په عراق کې کورنۍ جګړه په زور کې ده چې ډېر شمیر وګړي یې هره ورځ د قربانۍ شاهدان دي، په امریکا کې هم ډېر وګړي همدا نظر لري که یې حکومت پر سوریې حمله وکړي دا به یې تېروتنه وي او هغوی وایې دا به د عراق په څېر پایلې له ځان سره ولري. حمله به د څومره ماشومانو او ښځو په قربانۍ پای ته ورسي، حال دا چې ویل کېږي ، د خلکو د حقونو لپاره جګړه کوي.
 نړۍ په خپل غبرګون کې غوښتنه کوي، که پر نړیوال قانون حساب نه کوئ، نو د خپل امنیت لپاره نوري لاري ولټوئ، یو شمېر هیوادونه کوښښ کوي په زیات شمېر وسلې لاسته کړي، په وینا یې که وسلې ولرې، هیڅوک به دي مخ ته ونه درېږي.
 موږ باید د جګړې ژبه پرې کړو، باید د پرمختللي ډیپلوماتیکي او سیاسي لارو چارو څخه کار واخلو، په تېرو څو ورځو کې د جګړیزو عملیاتو د له منځه وړلو لپاره یو فرصت پید اسوی، د امریکا متحده ایالات، روسیه او د نړیوالې ټولنې نور هیوادونه باید له دې فرصته ګټه پورته کړي چې سوریه چمتو ده د خپلو کیمیاوي وسلو واک د نړیوالې ټولنې په واک کې ورکړي، ترڅو له راتلونکو خطرونه څخه په امن کې وي، خو د اوباما له خبرو داسي ښکاري چې د امریکا متحده ایالات له زوره کار اخلي.
 زه د امریکا د ولسمشر غوښتني چې له روسې سره د سوريې د لانجې په اړ خبري کوي هرکلی کوم، موږ باید یو ځای کار وکړو چې خپله همدا هیله ژوندۍ وساتو، موږ یوې موافقې ته ورسېدو چې په شمالي ایرلنډ کې به په جون کې ناسته ولرو، خبرې د مزاکرې پر لور یوسو.
 که موږ د سوریې پر وړاندي د نظامي عملیاتو مخ نیوی وکړو دا د نړیوال نظام او چاور په ګټه ده، خپل منځي اړیکې به هم ښې اوسي، دا به زموږ ګډه بریا وي، دا به زموږ تر منځ تفاهم، هماهګۍ او ښو اړیکو ته ور پرانیزي او اوسنی ترینګلی حالت به له منځه یوسي.
 له ولسمشر اوباما سره زما شخصي اړیکې پر اعتماد استواري دي، دهغه خبرې چې د سه شنبې په ورځ یې خپل ولس ته کړې وې په غور ولوستلې، زه دې سره همغږی نه یم چې امریکا ته دا ډول ځانګړنه ورکوي، وايي د امریکا پالیسي داده: هغه څه چې امریکاته ځانګړتیا ورکوي، دا هغه څه دي چې موږ له نورو بې جوړې ښيي. دا ډېره خطرناکه ده چې خلک وهڅول سي ځان له نورو بې جوړې احساس کړي، په نړۍ کې لوی هیوادونه، واړه هیوادونه، ماړه او خوار هیوادونه، له پخوا ډیموکراتیک او نوي د ډیموکراسي په لټه هیوادونه سته، د ټولو پالیسۍ توپیر لري، موږ ټول یو له بل سره توپیر لرو، خو کله چې له څښتنه د رحمت غوښتنه کوو، دا هم باید درک کړو چې خالق موږ ټول په یو شان خلق کړي یو.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery