دخپریدو نیټه : 2013-09-25 مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار
د ۵ وسله والو او ۱۵ ساتونکو د وژلو خبر ورکړل شو .
په زابل کې چارواکي وايې چې د افغان ځواکونو په ګډو عملياتوکې د يوه طالب قوماندان په ګډون پنځه وسله وال وژل شوي دي.
د زابل د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي وايي عمليات نن سهار پر پنځه بجې د شينکي ولسوالۍ په نژدي سيمه کې په يوازي سر د افغان ځواکونو له لوري ترسره شوي دي .
فراهي زياتوي چي په وژل شويوکسانو کي دوه کسه پاکستاني اتباع شامل دي ، نوموړي وايي دعملياتو پرمهال ۳ عرادي موټر ساييکلونه اودري ميله کلاشنکوفونه او راکټ انداز او يوه اندزه چاوديدنکي توکي هم پوليسو ته په لاس ورغلي دي ، بلخوا وسله والو طالبان وايې د کندهار ـ کابل پر لويه لار د مرکز کلات اړوند د خاجوۍ په سيمه کې يې د بهرنيو سرتيرو د اکمالاتي کاروان شل ټانکره سوځولي او پنځلس ساتونکي يې وژلي دي .
د زابل چارواکو يه دې اړه څه نه دي ويلي .