مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-10-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

البشراداري ښوونيز مرکز (١٦٨) تنه ځوانان له لنډه مهاله زده کړو فارغ کړل

benawa afghanistan
قرانمل


دتېر په څېر داځلي هم نوموړي تعليمي مرکز دنهمي دورې ځوان فارغين ټولني ته دخدمت په موخه وړاندي کړل
دا تعلميم مرکز چي له تېرو درو کلونو را پدې خوا دادارې ، کمپيوتر او اونورو بېلابېلو مضامينو په برخو  کي په وړيا ډول ځوانان  روزي پرون يې د نهمي دورې په يايله کي دادارې يا منيجمنټ  د((اداري بنسټونو ، بشري سرچينو او پلان)) تر څنګ  دکمپيو ټر د( office , graphics ,hard were )   )  سره سره  دژورناليستيکي اساساتو د مفاهمې (communication ) له څانګو (١٦٨)ځوانان فارغ کړل
دتېرو سروې ګانو په لړ کي ددې تعليمي مرکز ٣١ په سلو کي  دکاري تجريبو دتر لاسه کولو ورسته په خصوصي سکتور، سودا ګريزو چارو ، اداري دفترونو او خپل انفرادي کارونو کي  په کار بوخت دي چي دنورو تعليمي مراکز په انډول يې کاري ګراف لوړ برېښېدلى دى
دغونډي په پيل کي دقرانکريم د مقدسو تورو تر تلاوت وروسته دهمدې تعليمي مرکز ځوان ښوونکي عبدالرحمن عرفان پرانيستونکي خبري وکړي وروسته يو په بل پسې دکندهار پوهنتون ريس دکتور حضرت مير طوطاخېل ، دپوهنتون علمي مرستيال انجنير عبدالتواب بالاکرزي ، څېړندوۍ انجنير شېرشا رشاد ، دښاروالۍ وياند زمري څرګند  دموضوع اړوند ارږښتناکي ويناوي واورولې وروسته دهمدې تعليمي مرکز آمر ن قرانمل تړونکي خبري وکړې بيا زممتازو زده کوونکو ته فراغت ليکونه ور کول سول نوموړي رسمي مراسم دکندهار پوهنتون دشرعياتو پوهنځۍ استاد وسيم صاحب لخوا د دعا په ويلو پاى ته ورسېدله دنوموړي غونډي درانه مېلمانه دکندهار پوهنتون درانه ښوونکي ((استاد احمدجاويد،استاد محمدظاهر،استاد عتيق الله ، استاد وسيم، استاد سلطان محمد ستانکزى )) وه  
ددې تعليمي مرکز مالي چاري دملي تاجر حاجي محمد جان لخوا ور کول کېږي چي  په وړيا ډول جريان لري
پاته دي نه وي دنوموړي تعليمي پر هر زده کوونکي تر ٢٥٠٠ افغانۍ زيات مالي لګښت راغلى ددې مصرف سر بېره دنوموړي تاجر لخوا د(٢٠٠٠) دوه زره افغانۍ په انډول له هر زده کوونکي سره مادي مرسته نوره هم وسوه څو نوموړي زده کوونکي د هيواد دابادۍ لپاره نور زده کړو ته مخه کړي 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery