مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-10-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغان کان کراټی لوبډله د نړیوالو سیالیو لپاره بلغاریا ته روانه سوه

benawa afghanistan
احسان الله احسان

افغانستان د کیوکوشین کان کراټی په نړیوالو سیالیو کې د برخې اخیستنې  په موخه نن د بلغاریا هیواد په حرکت وکړ. دغه سیالۍ د بلغاریا هېواد په کوربتوب صوفیا ښار کې د تلی میاشتی په ۱۳ او ۱۴ نېټه تر سره کیږي.
د افغانستان کیوکوشین کان کراټی منتخبه لوبډله د تلی میاشتی په ۱۱ نیټه د پنجشنبی په ورځ د کابل نړیوال هوایي ډګر نه د بلغاریا هېواد صوفیا ښار ته سفر وکړ. د افغانستان کیوکوشین کان کراټی لوبډله په نړېوالو سیالیو کې د ګډون په موخه د بلغاریا هېواد په کوربتوب د صوفیا په ښار کې جوړشوی سفر وکړ د افغانستان کیوکوشین کان کراټی شازمان ۶ کسیزه لوبډله چې دری لوبغاړي او درې رهبري پلاوي دي په یادو سیالیو کې ګډون کوي.
د افغانستان کیوکوشین کان کراټی سازمان ریس ښاغلي شیهان انجنیر سیر ازادانی په مشرۍ او مرستیال ریس سن سي محمد قهار ازاداني په ملاتړ او همدارنګه د افغانستان کیوکوشین کان کراټی سلاکار او د پکتیا ولایت کراټی ریس سن سي محمد الله صابري تر څارنې لاندې نوموړې لوبډله نړېولو سیالیوکې برخه اخلي.
 پدې سیالیو کې د افغانستان نه دوه هلکان او یوه مېرمن ګډون کوي په ۶۰ کیلو ګرام وزن کې غلام محبوب رحیمي په ۶۵ کیلو ګرام وزن کې حجت الله سمیع زاده او اغلی هایده ګلزار په ازاد وزن کې برخه اخلي.
د افغانستان کیوکوشین کراټی سلاکار ښاغلی صابري رسنیو ته وویل چې د افغانستان لوبډلې په پام کې ؤ چې ۷ کسیزه لوبډله (لوبغاړي) په یادو سیالیو کې ګډون وکړي خو بدبختانه په کابل کې د بلغاریا سفارت زمونږ ۴ نامتو لوبغاړو ته ویزې ورنکړې.
هغه لوبغاړو ته چې وېزی ورنکړل شوې هر یو محمد صبور ازادني، احمد شاه افضلي، محمد اصف افضلي او مقبول شاه ګردیوال په خواشیني سره یادو څلورو لوبغاړو ته د بلغاریا سفارت څخه وېزې ورنکړل شوې.
هغه لوبغاړي چې په نړېوالو سیالیو کې ونډه اخلې د هغوی لاسته راوړنی د یادولو وړ دي غلام محبوب رحیمي چې ددی نه وړاندی ۱۳۸۸ کال کې په هنګري هېواد کې په نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی وو او په ۱۳۹۰ کال کې په اسیایي سیالیو کې په خپل وزن کې لومړۍ مقام خپل کړېدی.
حجت الله سمیع زاده په ۱۳۹۰ کال کې په اسیایي سیالیو کې نایب قهرمان مقام خپل هېواد ته راوړ او لدې نه وروسته په ۱۳۹۱ کال کې په نړېوالو سیالیو کې په جاپان هېواد کې په لاره اچول شوی وی درېم مقام خپل کړي او اغلي هایده ګلزار په ایران هېواد ملي سیالیو کې بېلابېل مقامونه تر لاسه کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery