مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-10-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د اتصالات لخوا د اروپا ۲۰۱۳ کال سایکل ځغاسته په بریالۍ توګه بشپړه شو.

 

 د اکتوبر ۸مه ۲۰۱۳،
د اتصالات ګروپ کمپنۍ لخوا ۹ تنه ۲۱۰۰ کیلو مټره واټن سایکل ځغاسته کې د ګډون په موخه ټاکل شوي وو. دغه ځغاسته له بروسل څخه پیل تر بارسلونا پورې له ۵ هیوادونو څخه تیریده او د ۲۰۱۳ کال د سپټمبر له ۵ مې نیټې څخه یې تر ۱۹مې نیټې پورې یې دوام وموند.
ددغو نهو تنو ډله د اتصالات ګروپ د رسمي کمپنیو لکه مصر، افغانستان، پاکستان، عرب متحده امارات، سعودي عربستان، سوډان او تانیزانیا هیوادونو څخه ټاکل شوي وو او  او د لا غوره ارزونې، په لوړه کچه فزیکي او رواني ازمایښتونو لپاره په خپل هیواد او د عربو متحده اماراتو کې د تجربه لرونکي مربیانو لخوا ترې ازموینه واخیستل شوه، دا ازمایښتونه عبارت دي، د فارمولا ۱ جزیره یاس کې د وړي په توده ګرمۍ کې د سایکل ځغلونې تمرین، روغتیایي کتنې او په  قاهره او اسلام اباد کې د سایکل ځغلونې سیالي.
دغه ۲۱۰۰ کیلومټره سیالي، چې په ۴ پړاوو ویشل شوي وه،  د بلجیم، جرمني، لوکزامبورګ، فرانسې  او هسپانیه څخه تیر او په بارسلونا کې پای ته ورسید. د افغانستان اتصالات څخه احمدشکیب له خپل ملګري فیصل الریاس او منیر زوحدی اماراتي سره په څلورم او ددې سیالیو په وروستي پړاو کې چې له د فرانسې د مورلوز ښار څخه پیل او او هسپانیه په بارسلونا کې پای ته ورسید سایکل ځغاسته ترسره کړه.
احمدشکیب پدې ځغاسته کې د ګډون په هکله داسې وايي، دا زمونږ لپاره ډیره د ارزښت وړ او د عزت ځای دی چې پدې ډول یوه پروګرام کې مو ګډون  وکړ. دا لومړی ځل دی چې د افغانستان یو لوبغاړي په دې ستره سایکل ځغاستې سفر کې ګدون وکړ. دا زمونږ سره ډیره مرسته کوي، چې د سولې پیغام نورې نړۍ ته ورسوو او نړۍ ته دا وښایو چې مونږ سوله خوښوونکي ولس یو.
د یادونې وړ ده، چې د سایکل ځغاستې دغه سفر د اروپا د خوږې ناروغۍ د فدراسیون او د نړۍ د مخابراتي سکتور په ګډه همکارۍ تنظیم شوی وو. 
 د افغانستان اتصالات اجرائیوي مشر ښاغلی احمد الحسني زیاتوي؛ د GSMA  روغتیايي سفر د موبایل او روغتیا پالنې سکتور لپاره یوه ځانګړې موکه ده، چې دوامداره ملګرتیا سره لپاره لاره هواره کړي. د نویو ټکنالوژۍ سره مونږ کولای شو چې روغتیایي  اسانتیاوې په لاغوره توګه د خلکو لپاره د لاسرسي وړ وګرځوو.
نوموړي زیاته کړه، زه په ډیر باور ویلی شم چې د اتصالات د ددې ډول پروګرامونو پیاوړي ملاتړی دی او د دوي لپاره به  ډیر  د ویاړ ځای وي، چې په راتلونکي کې هم دې ډول ورته پروګرامونو کې ګډون وکړي.
خوږه ناروغي یوه نړیواله ناوړه ناروغي ده، چې د اروپا د نفوس ۸.۵ ٪ وګړي د ۱ ډول او یا هم د  ۲ ډول خوږه ناروغي باندې اخته دي او دا رقم کال په کال ډیریږي.
د GSMA د ستر سفر موخه د خوږې ناروغي په هکله د خلکوعامه پوهاوي او د درملنې نوې لارې چارې پیژندنه  ده، ترڅو ناروغان وکولای شي د نویو او تازه درملنو له لارې خپله روغتیا سالمه وساتي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery