مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-11-06   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

کندهاري زده کوونکو د رياضي په سيالي کې ۷۶ هيواده مات کړل .

دريو تنکيو کندهاري زده کوونکو د ۷۶ هيوادونو تر منځ په سياليو کې لومړي مقامونه خپل کړي او د سرو زرو مډالونه يې ګټلي دي.
ياد درې تنه تنکي زده کوونکي د کندهار ولايت اوسېدونکي او د افغان ترک عالي ليسې د نهم صنف زده کوونکي دي او څو مياشتي مخکي يې د ترکيې هيواد په جوړ سوو سياليو کې چې  د رياضي په برخه کې  د ۷۶ هيوادونو تر منځ وې لومړي مقامونه خپل کړي دي.
کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د دغو دريو تنو تنکيو زده کوونکو د بري د ستايني په موخه نن په خپل دفتر کې په کندهار کې د افغان ترک عالي ليسې د مدير او يادو دريو تنو زده کوونکو سره وليدل او دوي ته يې افتخاري مډالونه ورپه غاړه کړل.
کندهار والي يادو تنکيو هڅاندو او په ترکيه هيواد کې د  رياضي د سياليو ګټونکو ته د بريا مبارکي وويل او تر څنګ يې ددوی د زيار او کوښښ ستاينه هم وکړه او زياته يې کړه چې دا يوازي د کندهار لپاره نه بلکي د ټول افغانستان لپاره د وياړ ځای دی چې کندهاري زده کوونکي  يې د ۷۶ پرمختللو هيوادونو څخه لومړي مقام لاس ته راوړي.
کندهار والي دغه راز د ترکيې هيواد نه ستړي کېدونکي هڅي، چې د کندهاري زده کوونکو د زده کړي په برخه کېيې کړي دي وستايلې او ددوي څخه يې د ځوانانو لپاره د تحصيلي بورسونو، او نورو همکاريو غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کي يادو هڅاندو زده کوونکو هم د کندهار والي د تود هرکلي او د هغوي د زده کړو د ستايلو مننه وکړه او د ټولو ځوانانو څخه يې وغوښتل چي بايد زده کړي وکړي تر څو په هيواد دننه او دباندي کې د نورو ځوانانو په وړاندي په جګ سر ودريږي او په ډېر افتخار د افغانستان نوم د نړۍ پر لوړو څوکو وليکي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery