مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-12-23   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

د انجلۍ سرو لاسونو مړ کړم ... خدايه خراب کړي د نکريزيو دکانونه .

په کندهار کې  په نکريزو دلاسونو د سره کولو دود زيات شوی دی . 
د نکريزو خرڅونکي وايي پخوا به يوازي انجونو لاسونه سره کول خو اوس ځوانان هم د ځنيو خاصو خوشحاليو پرمهال لاسونه سره کوي .
کندهاري ميرمنو  د افغانستان د نورو سيمو په ډول د لاسونو د سره کولو دود ژوندی ساتلی او په ودونو ، اخترونو او نورو خاصو ورځو کې له کلونو کلونو راهيسې په نکريزو لاسونه سره کوي .
نکريزي يو ډول بلګونه دي چي د پوډر کيدو وروسته لاسونه په سره کيږي .
۱۸ کلنه پلوشه د کندهار دپنځمي ناحيې اوسيدونکې وايي چي لاسونه سره کول ميرمنو ته دپخوانيو زمانو څخه پاته شوی رواج دی ..
دپلوشې په وينا پخوا به ښځو لاسونه او پيښي په بشپړه توګه سره کول خو اوس مهال ښځي دغه کار په يو خاص شکل ، نقشو او ډيزاين سره کوي .
(( پخوا خو ښځو فيشين ته دومره توجه نه کول ، لاسونه او پښي به يې ټولي سرې کولي خو اوس فيشين زيات شوی دی او ښځي په خاص ډول انجوني د نکريزو په واسطه ډول ډول نقشونه جوړوي چې ښه خوند ورسره کوي ،  ( خندا ) زما نکريزي ډيري خوښيږي د ملګرو مي هم خوښيږي . ))
ليلا اوس پوره پنځلس کاله عمر لري ، پيغله ده ، ليلا وايې نکريزي يې له وړوکوالي خوښي دي او اوس هم ډير ښه خوند ورکوي .
( نکريزي خو چې زما انا او نيکه کيسي کوي د بيخي ډير وخت څخه دي ، زموږ د ټولي کورنۍ خوښي دي ، کله چې واده ته ځو او يا هم اختر وي زه او وړوکي خور نرګس لاسونه او پښي يو ډل سره کوو ، د هري ښځي خوښي دي اوس خو يې نارينه لا کاروي . ))
شل کلن توريالی هغه ځوان دی چې يوه اونۍ مخکي يې واده کړی دی ، هغه د واده د نکريزو په شپه  د لاس کوچنۍ ګوته او خپل ورغوی سره کړي دي ، ترې ومي پوښتل چې نارينه ولې نکريزي کاروي پخوا خو داسي نه وه ؟ هغه په ځواب کې راته وويل :
(( دا اوس دود شوي دي زما پلار کيسي کوي چې پخوا داسي نه وه خو اوس شته ، اوس يې ځوانان هم خوښوي ټول ځوانان چې ودونه کوي حتمي ګوته او ورغوی سره کوي . ))
بلخوا د نکريزو خرڅونکي وايي چې کاروبار يي زيات شوی دی  او اوس تر پخوا زيات کسان نکريزي اخلي .
محمد کريم چي په چهارسو کې  له شاوخوا  پنځو کالو راهيسي د نکريزو دوکان لري وايي چې پخوا به يوازي انجونو لاسونه سره کول خو اوس ځوانان هم د ځنيو خاصو خوشحاليو پرمهال لاسونه سره کوي .
(( اوس نکريزي تر پخوا ډيري خرڅيږي ، ښه ګټه هم کوي د خلکو علاقه ورسره زياته شوې ده او دلته يې کاروباريان هم ډير شوي دي ، زما خپله د نکريزو کارول زيات خوښ دي هر اختر ګوته او ورغوی سره کوم ( خندا) .))
دنکريزو په اړه ويل کيږي دافغانستان ترڅنګ په پاکستان ، هند او نورو اسيايي هيوادونو کې هم  رواج لري .
دکندهار پوهنتون استاد حيات الله رفيقي دنکريزو دتاريخچې په اړه وايي ، نکريزي د دې ترڅنګ چې دخلکو رواج دی مذهبي ارزښت هم لري .
((  په هندوستان کې تر ټولو ډيري نکريزي استعماليږي ، دا خورا پخوانی دود دی ، مذهبي جواز هم لري دلته په کندهار کې هم دا دود خورا ژوندی دی .
نکريزي دافغانستان په ادب او هنر کې هم خاص نوم لري او ډيرو شاعرانو او سندرغاړو په خپلو شعرونو ، لنډيو او غزلونو کې د نکريزو او سرو لاسونو يادونه    ستاينه کوي . .
د نجلۍ سرو لاسونو مړ کړم
خدايه خراب کړې دنکريزو دوکانونه

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery