مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-13   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د ځوان شاعر نور رحیم عاطف سره مرکه

په ونه دنګ ښايسته ځوان، تاند، په شعر کې نوښت ته ژمن او خوږژبه شاعر دی، نور رحيم د شعر او شاعرۍ دومره مينه وال دی چې کله د کومې ادبي غونډې واوري بيا يخ، ګرمي، لوږه، ستړيا، ستونزه او خنډ نه پېژني ځان غونډې ته رسوي.
عاطف آرام خوی لري، ډېرې خبرې نه کوي، تل د ملګرو د بحث منځګړی وي، دملګرو هڅوونه يې فطري عدت دی.
عاطف مو دلته له تاسې سره غږولای.
زاهد ځيرک: عاطف صيب که لوستونکو ته ځان په اړه څه وواياست؟ يانې زوکړه؟ زده کړې؟ دنده؟
 ځواب : نوررحيم عاطف د عبدالمجيد اخندزاده ځوى په ۱۳۵۸ لمريز كال د كندوز ښار اړوند چله مزار كلي كې زېدېدلی يم ، زما چي څومره ياديږدي ، زه به داسې د څلور يا پنځو كالو وم چې له خپلې كورنۍ سره پيښورته کډوال شوم د بغدادى قاعدې لومړنۍ پاڼې د كندوز ښار عرضبيګي جومات كې تر توى او زوى (ط،ظ) پورې ولوستل او پاتې پاڼې مې د پيښور جلوزو كميپ دعبدالله بن عباس په مدرسه كې بشپړې كړې ، خپلې لومړنې زده كړې مې هم په همدې مدرسه كې پيل كړې د څلورم پنځم او شپږم ټولګى اطلاع نامه مې د ملابابا په منځني ښوونځي څخه چي د جلوزوكميپ په ارهنډو خوړ كې و اخستلي. ۱۳۷۱ لمريز كال د مجاهدينو واك ته درسيدو وروسته موږ د نور هيوادوالو په څير خپل پلرني استوګن ځاى يعنې كندوز ته راغلو، د كندوز شيرخان ليسې كې ترنهم ټولګي زده كړې وكړې په هيواد د كورنيو جګړو له امله يو ځل بيا د زده كړو د بشپړلو په موخه د شاه سليم د كوتل په لوړو ژورو وخلتم او د چترال دلارې پيښور ولاړم په پيښور كې بيلو بيلو ځايونو كې دينې او رعصرې زدكړې وكړې او په ۱۳۷۹ د امام ابوحنيفه د عالي د ارالمعلمين څخه فارغ شوم له هغه وروسته مې د جلوزو كميپ په هجرت منځني ښوونځي او ثابت عالي ليسه كې د ښوونكي درنده دنده پرمخ وړې او ۱۳۸۳ يو ځل بيا خپل هيواد راستون شوم، درې كاله د ملي پيوستون دپروګرام برخه كې كار وكړ اوله هغې را پدې خوا د كندوز مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژي رياست كې د معلوماتي ټكنالوژى دلوى مدير يم؛ د خپل كار په لړ كې مې دوه ځله له هېواده بهر هم سفرونه كړي چې په ۱۳۸۹ سنګاپور ته او په ۱۳۹۲ د مصر هېواد ته سفر درلود.
زاهد ځيرک: شعر او ادب سره مو څنګه مينه پيدا شوه؟
 له ادبي كارونه سره له مې وركوټوالي شوق وو ، زموږ انستيتوت دپېښور په شاهين ټاون كې وو چي د افغان ادبي بهير غونډي هم په شاهين ټون كې كيدلې زه هم وخت ناوخت ورتلم او كله چې جلوزو كميپ ته ولاړم نو هلته مې د ميوند ادبي بهير په غونډو كې هم ګډون كاوه، كله چې د طالبانو نظام له مينځه ولاړ او اونتقالي حكومت راغی د ميوند ادبي بهير ملګري هم كابل او د هيواد نورو لاياتو ته او زه كندوز ته راغلم هماغې ورځې په دې فكر كوم شوم چې څنګه وكړم چې په كندوز كې ادبې هڅې پيل كړم بالاخره د ۱۳۸۴ لمريز كال د دليندۍ ۲۶مه مو د ځينو ملګرو په مرسته په كندوز كې دپسرلې ادبي اوكلتوري ټولنې بنسټ كيښود، چې د نومړي ټولنې مشري هم تر يو وخت ماته را وسپارل شوه.ځوانان مې ډير زيات خوښيږي او د ځوانان سره دكار كولو په وخت كې هيڅ رنګه ستړيا نه احساسوم
 زاهد ځيرک: شعر ته مو څنګه مخه وكړه او ولې؟
 عاطف: له شعر سره مې له وركوټوالي مينه وه، له اخبارونو او مجلو نه په مې چې كوم شعر خوښ شو نو په خپله كتابچه كې مې ليكلو، د ښوونځي په دوره مې د لين په سر ترانې هم ويلي كله به چې كوم ځاى پروګرام وو هم به ورتلمه او ترانې مې ويلي خو كله چې ما د افغان ادبي بهير په غونډو ګډون وكړ زه وهڅيدلم چې بايد خپل هغه احساسات اوعواطف چې له مودو مودو راهسي مې زړه كې لرل د شعر به ژپه څرګند كړم. دا كار مې هله د حقيقت جامې واغوستې كله چې ما دميوند ادبي بهير په غونډه كې د عزت الله پامير په بلنه گډون وكړ، لومړنى ليكلي شعر مې په همدې ټولنه كې د دريځ تر شا ولوسته؛ خو كله چې زما يو شعر:
خدايه كله به مې جوړ د زړه پرهر شي
 چې رقيب باندې مې غم پر ما اختر شي
 تر پايه....
د اصلاح خپرونې نه خپور شوي نو زه يې دېته وهڅولم چې بايد شعر سره خپلې تلپاتې اړيكې ټينګې كړم.
زاهد ځيرک: عاطف صيب تاسو شاعري د ټولنې اړتيا ګڼۍ او كه شعري ذوق د تسكين لپاره شعر ليكئ؟
 عاطف: زه شاعرې دټولنې اړتيا اوهم دشعرې ذوق پالنه بولم؛ ځکه شاعر د ټولنې وګړی دی، شعر يې د زړه وينې دي چې ټولنې ته يې ورکوي؛ ماته شاعر دټولنې هغه طبيب ښكارې چې صرف نخسه ليكي خو دارو ورسره نه وي او شعر ماته د تنهاى او راز هغه ملګرى ښكاري چې هميش انسان سره وي او هيڅكله يې يوازې نه پريږدي او شاعر هغه خبري نه غواړې چې له بل چاسره وكړي خپل ملګري شعر ته وايي.
زاهد ځيرک: عاطف صيب له خپله انده د ښه شعر لپاره كوم معيارونه غوره ګڼئ؟
 عاطف: زما په اند ښه شعر هغه دى چې يو نوى څه پكې ترسترګو شي، روان ولوستل شي نوى تشبهات نوي تصويرونه كنايات او هغه څه وي له تا مخكې بل شاعر په خپل كلام كې نه وي راوړي يعني زړې استعاري او تشبهات نه وي په كې، الفاظ لږ وي خو معنې په کې لويه وي. او که د شعر له جوړښت او ډولونو تېر شو، نو ښه شعر هغه دی، فرمايشي نه وي؛ الهامي وي، پرواز وکړي، را اوچت شي تر هسکه ورسېږي،لوستونكى يااورېدونكى وهڅوي، يعنې په انسان كې توپير راولي.
زاهد ځيرک: عاطف صيب ځني وايي شاعري فطري لورينه ده او ډيرو زده كړو پورې اړه نه لري، تاسو دا خبره څومره منئ؟
 عاطف: زه هم په همدې اند يم،شعريوه فطري لورينه ده،چې دالله ج له خواپه خپل بنده باندې كېږي، او رښتياهم په زياتې پوهې او زده کړې پورې باندې نده؛ځكه ډېرخلك دي چې د زده کړې كچه يې ډېره لوړه وي خوشعرنه شي ليكلاى، همداسې ډېره ښه نالوستي شاعران شته. لکه: ملنګ جان،دامقوله زه ترزياتې اندازې پورې منم
 زاهد ځيرک: ستا په اندشعر يعني څه ؟ او شاعريعنې څوك؟
 عاطف: دشعر په اړه د شعر پوهان مختلف نظرونه لرى، تر اوسه د شعر لپاره داسي يو جامع تعريف نه دى ويل شوى، چې ټولو ته دمنلو وړ وي، د شعر ځانګړنه هم په همدې كې ده چې شعر د تعريف تنګ چوكات ته ځان نه تسليموي، خو په لنډ ډول ويلی شو شعر او ادب د يوې ملت ساه ده، د نړۍ هيڅ انقلاب نشته چې لومړۍ پيلوونکی يې شاعر يې اديب نه وي، يعنې شعر هغه د ټولنې له منځه را وتلی غږ دی او شاعر ددغه غږ خالق دی.
زاهد ځيرک: عاطف صيب دا اوسنۍ ادبي بهير او په ځانګړي ډول شعر اوشاعري څنګه ارزوئ؟
 عاطف: اوسني ادبي بهير په کمي او کيفي لحاظ ښه وځليده، خو د کميت (څرګندوالي) په پرتله کيفيت (څرنګوالي) کم رنګه ده او لامل يې هم دا وي چې آزاد بازار او د بيان ازادي ده، هرچا هرڅه وويل او چاپ يې کړل، که شعر او شاعرۍ ته راشو د نثر په پرتله دا خبره په شعر کې ښه صدق کوي، فرمايشي شاعري، د شهرت لپاره شاعري....
زاهد ځيرک: په پخوانيو او اوسنيو شاعرانو كې مو دچا شعر خوښيږي او ولې؟
 عاطف: داچې په شعر كې مطالعه ډيره كمه لرم دپخوانيو شاعرانو شعرونه مي ډير كم يا هيڅ نه دي لوستې نو دې لپاره نه شم ويلي دچاشعر مې خوښيږي د حمزه بابا شاعري څه ناڅه مطالعه كړي او ډيره زياته مې خوښه ده همدارنګه د درويش دوراني استاد صديق پسرلي او پيرمحمد كاروان شعر اوشاعري مي له حده ډيره خوښيږ د رحمت شاه سايل يو نيم شعرمي هم زړه ته لويږي او په ولې يې تر اوسه نه پوهيږم.
زاهد ځيرک: عاطف صيب په خپلو شعرونو كې مو داسې كوم بيتونه دي چي ډير مو خوښ دي او په تل مو په ياد وي ؟
 عاطف: زه شعر ليكم خو څومره مې چي د ملګرو شعرونه خوښ دي خپل مي دومره نه خوښوم خو البته بي ارزښته هم راته نه دي، دا چې مشكل ده يو څوك نوى نوى په شعر ليكلو پيل وكړې او هغه هر بيت ښكلي وي زه هم په خپلو ليكلوشعرونه يو نيم بيت ډير خوښوم
 لكه :
تاچي سترګې كړلي ټيټي حيا راغله ماله نيمې لارې خپله نظر راستون
 ستاخورې زلفې چې وينم زه وايم زما د ژوند انځور دې
 شپه كه څو رڼاو خو جانان پكې ليداى نشم ماته مې جانان لكه سپوږمي په شپه كې ځان ښي
 ستاپرمخ دې خور زلفو دې رمې ته به شپونكى شم
 زه شاعر يم لا ښكلا سره مې كار دی ستا له هر ناز ادا سره مې كار دی
 ستا د زلفو بهانې مې خوښې نه دي ستا د سپين مخ له ريښتا سره مې كار دی
 زاهد ځيرک: ملګري وايي : چې عاطف د غزل په پرتله په نظم كې ښه برلاسى دى ، تاسو ډيركم نظم ليكئ او زيات غزل ليكئ لامل يي څه دى.
په دي نو نه پوهيږم چي نظم څومره ښه ليكم او غزل څومره دا مي د ملګرو قضاوت دى زما خپله په شعري فورمونه كې د غزل فورم ډير خوښيږي او غزل مي هم ډير ليكلي، نظمونه مې له لسو دولسو نه اوړي
 زاهد ځيرک: چې شېبه شېبه په زوره درنه اخلم ژونده څو به زما لاس او ستا ګريوان وي
 پورته بيت څخه معلوميږي چې ژوند ډير ستړي كړي ياست؟
 كه ريښتا درته ووايم زموږ په هيواد كې په ډير كم داسي خلك وي چې هغه له درد رنج تكليف پرته ژوند تير كړي وي او تيره وي يي ، ما هم په ژوند كې ستونزي ګاللې ناخوالې مې ليدلې ټيټې جګي مې ليدلي ټولنيزي ستونزي اقتصادي ستونزي د خپل ژوند په يو وخت كې زه داسي وم لكه ماته چي څوك دا ژوند په جيره راكوي يعني كه دا كار ونه كړم نو ګواكي ژوند مې له خطر سره مخ كيږي.
زاهد ځيرک: عاطف صيب، نړۍ نړۍ مننه، کور مو ودان.
عاط: له تاسو هم ډېره، ډېره مننه چې زه مو ددې وړ وبللم او خپل قيمتي وخت مو راته راکړ.

شعر
 كه مو دغرونو په څير لوړي حوصلي درلودى
 نن به مو جوړې په مدار كې سفينې درلودى
 اوس په نړى كې به هيچا راته بر نه شو كتى
 كه مو په لاسو كې د مينې سپارې درلودى
 اوس به موهسكه وه شمله و به ښاغلي موږه
 كه مو يوه بيرغ نه لاندې ورځې شپې درلودى
 خونكار توري به د ورور په سينه نه واى ماتې
 كه مو دا تورې د دښمن په وينو سرې درلودى


 يو درد يمه په زړه كې
 يوساز يم او سرود يم
 شپلۍ د پښتانه كې
 د ژوند خوږه نغمه يم
 د وړانكوپه راتله كې
 ښايستوكى سلايي يم
 رنجو سره باڼه كې

 يو بيت
 ستاد سترګوپه ملاتړ دومره غره شوم
 رقيبانو ته د لمر غوندې ښكاره شوم


 غزل
 بى له تا چى بل ته ګورمه خىانت دى
 زما زړه خو ستا دمىنى امانت دى
 داچى سترګو کى ىو بل سره پوهىږو
 دا انداز ګرانى د مىنى نزاکت دى
 د ګلاب په څىر اغزوىو کى دى ژوندى دى
 تل تازه ىى ستا نوڅومره لوړ همت دى
 لکه ستن د خپل وجود په غم کى نه ىم
 بل ته ګنډمه لباس دامى فطرت دى
 ستا په وړاندى مى نظر لوىږى سجدى ته
 دامى کړى ستا دحسن عبادت دى
 تورشپه کى دسپوږمى حسن ته ګوره
 تورحجاب کى د ىار حسن ترى اوچت دى
 برند نظر دى زما زړه راله مړکړى
 مړو کتو دى واړندى کړى تصلىت دى

 غزل
 زندګي مې سرترپايه مجبوري ده
 څه په ځاى ده څه بې ځايه مجبوري ده
 يار چي ماسره په زغرده قدم ناخلي
 ښكاري مينه يې له ورايه مجبوري ده
 داچې نيمه شپه له خوبه را پاڅيږم
 شاعرې مې له تر ځايه مجبوري ده
 زه به هيڅ هم درته نه وايم مين يم
 ته نو هرڅه راته وايه مجبوري ده
 ستا دحسن ټولټاكنو ته ولاړ يم
 ستا باڼه راكوي رايه مجبوري ده
 كه حالاتويم هر څو په زړه داغلى
 چاته نه وايمه خدايه ، مجبوري ده
 زه چې ګورم ته دې سترګې كړه لږ ټيټې
 بيا خپل حسن راته ښايه مجبوري ده
 دعاطف دغزل توري ستا دنوم دي
 كه شډل دي ته ستايه مجبوري ده

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery