مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د اتصالات د کار زده کولو ملي پروګرام، د یو عصري افغانستان لپاره د بري کیلي ده


کابل، د جنوري ۲۱مه ۲۰۱۴
د افغانستان اتصالات په اوږدمهاله توګه د بشري مهارتونو، د افغان کارکوونکو او په ټوله کې د افغانانو د مهارتونو لوړولو او پرمختګ ته ژمن دی.
زمونږ د ستراتیژیک پلان د یوې برخې په توګه، د افغان  ځوانانو د استعدادنو پرمختګ زمونږ له هیلو څخه دی، چې پدې اړوند اتصالات د هیواد د غوره پوهنتونونو سره لکه د کابل پوهنتون، اقتصاد، بریښناییزې انجینري او کمپیوټر ساینس پوهنځیو، د کابل پولیتخنیک او ICTI انسټټیوټت سره د کارزده کوکو ملي پروګرام په لاره واچوو. ددې پروګرام په لاره اچولو موخه داده ترڅو افغان کارکوونکي په یوه مخابراتي  نړیوال شرکت کې کاري تجربه ترلاسه او  یو غوره مسلکي کارکوونکي شي.
ددې پروګرام له مخې به ۲۸ کارزده کوونکي د ۱۰ اونیو لپاره د اتصالات مخابراتي شرکت سره په بیلابیلو څانګو کې په کار وګمارل شي.د ویلو وړ ده، چې دغه کارزده کوونکي د هغوی د پوهې کچې ته په کتو  سره د کابل پوهنتون اقتصاد، بریښناییزې انجنیري او کمپیوټر ساینس پوهنځیو، د کابل پولیتخنیک او ICTI انسټټیوټ څخه غوره شویدي.
په اداره کې د ۱۰ اونیو په دوران کې به دوی په مستیمه توګه د کارکولو مهارتونو ترلاسه کړي، چې  د دوی د د کاري استعداد په پرمختګ کې به له دوی سره ډیره مرسته وکړي. پردې برسیره یوه اندازه میاشتنۍ معاش هم دوی ته د اتصالات لخوا په پام کې نیول شوی دی.
د افغانستان اتصالات اجراییوي مشر ښاغلی احمد الحسنی وايي، په نني پرمخ روان کاري چاپیریال کې مونږ باوري یو، د غوره کار زده کوونکو پیژندل او ګمارل له غوره پوهنتونونو څخه  له ننګونو سره  مخ وي، دا د  اتصالات لخوا د  افغان مهارتونو د پرمختګ لپاره یو غوره ګام دی. دا زمونږ لپاره یو غوره موکه ده، چې د تکړه محصلینو لپاره د کاري تجربه او مالي ملاتړ زمنیه برابره کړو. مونږ د زده کړي د پروګرام له لارې د بشري منابعو د پرمختګ لپاره غټه پانګونه کړې، ترڅو د اتصالات او د یو نوي افغانستان لپاره د افغان ځوانانو د استعدادونو څخه په ګتې اخیستنې دوامداره بریالیتوب ته لاسرسی ومومو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery