مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-28   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ښځه څوک ده؟

سیدنظیم سیدي

 ښځه څوک ده ؟ د هغې شعري ټولګې نوم دی، چې په دې وروستیو کې د هېواد د پېژندل شوې سیاسي او ژورنالیستي څېرې او د افغان ښځې غږ راډیو او د ملالۍ مجلې موسسې آغلې جمیلې مجاهد له خوا لیکل شوې او چاپ شوې.
کتاب په منځواله کچه د نوموړې په مالي لګښت په (۱۱۷) مخونو کې چاپ شوی، لومړی تقریظ پرې د افغانستان د علومو اکاډمۍ مشرې څېړنپوه ثریا پوپل لیکلی، چې د آغلې مجاهد قلمي وړتیا او د ښځمنو ستونزو د رابرسېره کولو په اړه يې د نوموړې جرئت او علمیت ستایلی، ورپسې دویم تقریظ خوږ ژبې سندرغاړې، شاعرې او لیکوالې آغلې ښاپیرۍ نغمې لیکلی، چې هغې هم د ښځمنو د ستونزو په اړه د دې جرئت او قلمي وړتیا ستایلې او له نوموړې څخه يې د دې ته ورته کارونو د ترسره هیله څرګنده کړې ده او بالاخره د هغې پسې د آغلې لیکوالې د سرخبرې دي، چې په کې د هېواد د ستونزو، ناخوالو، د زمانې څپېړو د ځینو نارینه وو ناخوالو او تیریو، د ښځو مظلومیت او بې وسۍ په اړه خبرې شوي او بیا له ډالۍ وروسته يې د خپل اوږده ژوند هغه ترخې تجربې او ناخوالې بیان کړي، چې په اورېدلو او لوستلو يې په رښتینې معنا ویښ ضمیرونه دردېږي او د زمانې جبر ته په ګونډو کېږي.
ښځه څوک ده؟ کتاب د شعرونو، نثرونو او خاطرو یوه ګډه ټولګه ده، چې د لومړي مخ پر ټنډه يې(لومړی ټوک) لیکل شوی او دا خبره په خپله د دې ګواهي لي، چې کتاب نورې برخې او یا نور ټوکونه هم لري، چې که د خدای رضا وه؛ نو په ګانده کې به د نورو داسې شعرونو او خوندورو نثرونو د لوستلو شاهدان اوسو.
د کتاب منځپانګه له اره پر جنډر او ښځمنو ستونزو او ناخوالو باندې څرخي او د داسې ترخو حقایقو او ناویل شویو خبرو څخه پرده پورته کوي، چې تر دې دمه يې یا چا د ویلو جرئت نه دی کړی او یا يې هم د زمانې د څپېړو له امله خبره په ستوني کې زندۍ شوې ده؛ خو آغلې جمیلې مجاهد په ډېرې زړه ورتیا او ورکړل شوي اخلاقي جرئت له مخې دا کار کړی او په ګانده کې به هم د خپلو ځپل شویو او شړل شویو خویندو دا اواز اوچت کاندي.
په هر حال! کتاب دا او دې ته ورته نورې دردمنې، ځپلې او د ټولنې له ناخوالو څخه ډکې خبرې او څېړنې لري، چې لوستل يې ټولو په ځانګړي توګه ښځمنو ته اړین دی، نور نو ستاسې او کتاب ترمنځ نه دېوال کېږم دا تاسې او دا هم ښځو څوک ده؟ 
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery