مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-02-09   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

«استشهاد که انتحار؟!» کتاب دوهم ځل چاپ شو!

 

استشهاد که انتحار؟! کتاب، تېر کال په لومړي ځل ۱۰۰۰ ټوکه چاپ شو، دا دی اوس له ځينو زیادتونو او تصحيحاتو سره په دوهم ځل ۱۱۰۰ ټوکه له چاپه راووت، چې په ښکلي ډيزاین او صحافت سره، په (۲۰۰) مخونو کې خوندي دی، په نوموړي کتاب کې چې ښاغلي استاذ احمد ضیاء بریالي لیکلی، د قرآن کریم د مبارکو آیتونو، نبوي احاديثو، د صحابهء کرامو رضي الله عنهم د ژوند د ژوندیو پېښو، د څلورو مذاهبو د علمای کرامو، او د اسلامي نړۍ په ځانګړې توګه د عربي نړۍ د معاصرو محدثینو، فقهاوو، دعاتو او مفکرینو، د اقوالو، نظرونو او فتواګانو په رڼا کې په دقیق او مختصر ډول، د استشهاد او انتحار ترمنځ توپير پکې په ډاګه شوی دی.

په دې کتاب کې د هغو منحرفینو او محرفینو شبهاتو ته معقول او مستدل ځوابونه ویل شوي، چې غواړي د خلکو ذهنیتونه د کافرو یرغلګرو او اشغالګرو له وحشي جنایتونو او غیر انساني جرمونو څخه په بل لوري کړي، دوی ددې پر ځای چې خلکو او ولس ته د صلیبي یرغلګرو له خوا زمونږ د ګران هېواد د اشغال حکم د قرآن کریم د مبارکو آیتونو او نبوي ارشاداتو په رڼا کې بیان کړي، برعکس د افغان باتور ولس په خاوره کې د اشغالګرو شتون ته شرمېدونکي اوغیر معقول توجیهات لټوي، د خپلو شخصي عقدو، ګټو او د یرغلګرو د مصلحتونو لپاره حق ته باطل او باطل ته حق وايي، دا ډول منفورې څېرې غواړي لمر په دوه ګوتو پټې کړي. په دې کتاب کې ټول هغه شبهات ځواب شوي دي چې د جهاد او مجاهدينو په اړه، د دښمن له لوري د خلکو ترمنځ ترویجېږي.
نوموړی کتاب هم دهېواد په د ننه اوهم له هېواد نه بهر د هجرت په دیار کې له مختلفو کتابتونو څخه په رمزي بیه تر لاسه کېدای شي.

سيد هاشم نعماني

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery