مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-02-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

« آیا نجيپ پېژنئ؟!» کتاب چاپ شو!

عبد القادر پتنګ

 

 

 آیا نجیب پېژنئ؟ کتاب په اصل کې د ډاکټر نجیب سکه ورور صديق الله راهي د نوموړي د واکمنۍ پرمهال په دري ژبه د « آیا نجیب را میشناسيد؟» په عنوان لیکلی و، چې په دې ورستيو کې ښاغلي مولوي صیب عبد الخبير جاهد په ساده او روانه پښتو ژبه ژباړلی دی. له نیکمرغه دا دی اوس تازه په لومړي ځل له چاپه راووت، چې په ښکلي ډيزاین او صحافت سره (۱۶۴) مخونو کې لیکل شوی.

  د کتاب د ژباړې په پای کې ښاغلي مولوي صیب د کمونېزم د بنسټ په اړه خپله د کمونیزم د ځینو جرمني او روسي بنسټګرانو او مخکښانو له خولو ځینې نور مهم معلومات، همدا ډول د افغاني مخکښو کمونیستانو(  تره کي، امین، ببرک او نجیب )  ځينې په زړه پورې  او حیرانوونکې څرګندونې را ټولې کړې دي ، او له نوموړي کتاب سره يې ضميمه کړي دي.

 

  د چاپ ټول حقوق یوازې په مولوي صیب پورې اړه لري. که درانه لوستونکي او خواخوږي په دې اړه څه مشورې لري، کولای شي په لاندې آدرس اړیکه ورسره ونیسي:

abdulkhabeer.jahid@yahoo.com

 

 د لاسته راوړنې پته:

مستقبل خپرندويه ټولنه:

لومړی ادرس: کابل، کوټه سنګي، د سيلو د څلورم او پنځم سرک ترمنځ د شاداب ظفر بلاکونو ته مخامخ.

دويم ادرس: کابل، د دهمزنګ اول سرک، مرکز عمومي کتاب فروشي (محب زاده مارکټ).

مبایل شمېرې: ۰۷۸۸۲۲۰۵۳۰- ۰۷۸۶۶۳۰۷۳۱- ۰۷۷۸۸۷۰۳۰۵

همدارنګه په نورو ځينو کتاب پلورنځيو کې هم ترلاسه کیدلی شي.

 

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery