مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-03-20   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دنوی کال په مناسبت دمباره کی پيغام

حبيب الله غمخور
سويډن – مالمو د 2014ز کال دمارچ 19مه نوی کال مو مبارک شه که ډالی درکړم وطنه ،نوبهاربه مي ډالی وي غاړگۍدرڼوستورواوسهاربه مي ډالی وي له اوبونه ډک سيندونه ،سپينې واوري بارانونه شين اسمان،زرينې وړانگي لاله زاربه مي ډالی وي چي زماپروچودښتورنگارنگ باغونه شنه کړي دبزگرغښتلې مټي اوايثار به مي به مي ډالی وي چي دتالپاره توي شي،ته پرېگران اوتااباد کړي هغه وينه ،هغه مينه ،هغه کاربه مي ډالی وي . عبدالوهاب سرتير درنوهيوادوالو،فرهنگيانو اوفرهنگپالو! په افغاني مينه او احساس دنوی هجری شمسی ۱۳۹۳ کال دراسېدوله امله تاسو اوستاسودرنودوستانو کورنيوته دنوی کال درارسېدو له امله دزړه له کومي مبارکی اونېکي هيله وړاندي کوو. وطنداران شرافتمندوگرامي ! به مناسبت فرارسيدن سال نو۱۳۹۳ هجری خورشيدي گرمترين وصميمانه ترين تبريکات قلبی خويش را به شما هموطنان گرامي مبارک باد ميگويم . آرزومنديم سال نو، يک سال پرسعادت وپرميمنت ، صلح ، صفا، عدالت اجتماعی، حاکمیت قانون ، شگوفایی وترقی وکامگاري براي ملت ستمديده وبلاکشيده ماباشد. هرروز تان نوروز نوروز تان پيروز درنوهيوادوالو! زه نن ددې بختوري ورځي پر تاريخ له بحث نه ډده کوم دومره وايم چي دامنلې اودخوښيوډکه عنعنه دافغان ولس دوياړنواوفرهنگی افتخاراتوخاطر ه ده ، چي شاوخوا((۵۶۹۱)) کاله عمر لري . دوخت تيرېدوبه ددې ورځې دلمانځلوپه شکل اوبڼه کي تغير راوستی وي ،څه به له دې عنعنې څخه کم شوی اوڅه به پرې زيات شوی وي . اساسي خبره داده چي ددې ورځي یعني نوروزدمېلې دودتر اوسه ژوندی پاته دی . اوداپر افغان ولس ده چي داتاريخي منلې عنعنه دخپلوکلتوري وياړنوپه توگه تل پاتې وساتي . دکال په لومړی ورځ چي دنوروزپه نامه يې شهرت موندلی دافغانانوديوي ملي عنعنې په توگه دهيوادپه مختلفوولاياتواوسيمو کښې په بيلو بيلوډولونوجشنونه اودخوښۍ محافل نيول کيږي . داورځ (نوروز) په ايران،ترکيه ،سوريه ،تاجکستان ،ازبکستان ،قرغيزستان ،قزاقستان ، ازربايجان ، کردستان, عراق اويوشمير نوروهيوادوکي لمانځل کيږي . خوهلته هم ددي ورځي دياداودرناوي مراسم يودبل سره توپير لري . دنوی کال ورځ دنوي ژوند دپيل دورځې په نامه هم ياده شوې ده ،خلک پدې ورځ زياتوخوښيوپه څرگندولوسره راتلونکي ته خوښ وي ،دلاروښانه راتلونکی اوبسياژوندلپاره پلانونه سنجوي اودهغوي دپلي کولولاري چاري لټوي . له بدمرغه زموږ په جگړه ځپلي هيوادکي داڅولسيزي داورځ هم دنوروورځوپشان دافغان ولس لپاره يوه معمولي اودغمونوسره مل ورځ گرځېدلې ده،پدې ورځ هم دډيروپه کورنوکښي دغم لمڅۍ غوړېدلی وي . خوښيوډير پخواددې هيواد ، دکلي ،کور اوښارونه کډه کړې ، دراتگ اميديې دخلکوپه زړونوکې له منځه تللی اوټول دنااميديوپه منگولوکښې دخواريو،بې عدالتيو اوناخوالوسره شپې سباه کوي . دادی يوځل بياافغانان دنوی کال هرکلی پداسي شيبوکښي کوي چي تراوسه لا دزړوستونزواوناخوالوسره لاس اوگريوان يو . دټولنيزوناخوالواوبې عدالتيو دروندپېټی لادافغان ولس پراوږوپروت دی . نږدې ريارلس کاله پوره کيږي چي دوي ته پردوي دحاکم ځواک اوله بهرنه راغلو ميلمنولخوادروښانه راتلونکی وعدي ورکول کيږ ي ،نه پوهيږ وچي کله به داشپه سباه شي ؟ اوکله به دانااميدی په اميدونوبدلي شي؟ ولس ته دورکړه شو وعدودپلي کېدوبېلگې ډيري لږ ليدل کيږي ؛ له بده مرغه تراوسه لاسولي ته رسېدل خوب اوخيال دی ،دکار ،تعليم ،تحصيل اوژوندلپاره ارام اومطمين شرايط نشته . له يوي خوا له پاکستان نه راغلي دپردوسره ددښمنی ترنامه لاندي اودبلې خوددولت اودموکراسی څخه ددفاع ترنامه لاندي دخپل سره اوبي پرواپوځی عملياتوپه پايلوکښي دبې گناه افغانانو وژلواوزخمې کېدوزړه بوږنوونکی خبرونه دکورنيواو بهرنيوډله ايزه رسنيودوسايلودخبردپيل کرښه ده . دنړيوال تروريزم نوی پديده اووژونکي حرکت (ځان وژنه) اوس زموږپه هيوادکي ورځنی عادی پيښه گرځېدلې ده . پدې ديارلس کاله دميليارډوډالروپه لگښت سره چي چارواکي وايي مصرف شوی دي،نه ښوونځی دښوو نځيو په دودلرو،نه روغتونونه اونه هم دلوړوتحصيلاتولپاره وړاولازم شرايط برابردی داچې هره ورځ په الوتکو کښي زموږ ناروغان دهندوستان اوپاکستان په لور روان دي داخوپرخپل حال پرېږده . زموږ ددولتی چارواکودکړنونه داسي څرگنديږي لکه دولتي چارواکي چي په يوه هوايي ډگر کي دالوتکی په انتظار ناست اوسی .دلته هيڅوک دهيڅ کار اوهيچاپه مقابل کي مسوليت نلري،خپل سری ددولتي ارگانواوقدرت دخاوندانولپاره معمولي کار گرځېدلی ،ځکه خودافغانستان دولتی ادعاره ددولتی فساد نړيوالي قهرمانی کپ ترلاسه کړی دي له دولتي اداروڅخه فساد،خيانت ،احتکار،اختلاس،رشوت،فحشا،دملي اوخصوصي شتمنيولوټول اوغصبول،دولتي مقام څخه ناوړه استفاده ،دمطبوعاتو اوبيان درښتيانی ازادی مخنيوی ،په ولاياتواوولسواليوکښي دزورواکانو رنگارنگ ظلمونو زموږ ولس دومره زورولی چي اوس دبل چادهر شعار اوتبليغ قرباني کيږي اودخپل هيوادپر خلاف یې استعمالول هغوي ته اسانه سوی دي . همدالامل دی چی پاکستاني اوايراني چارواکی زموږ په هيوادکي دهرهغه کار دسرته رسېدوامکانات لري کوم چي زړه يې غواړي . داسي فکر کېده چي نور به پدې هيوادکي دنړيوالي ټولنې په مرسته چي ددموکراسی اوعدالت ټټر ټکوی هيواد دمحلي قوماندانانو،جنگسالارو،تنظيم سالارواودتارياکودسوداگروله منگولوخلاص شي ،دظلم اوبې عدالتی کمبله به ټوله شي ،متاسفانه دايوهم ونشول دادی په راتلونکی کال کښي دجمهوری رياست او ولايتی شورا مقام ته ټاکنيز بهير په خرپ روان دی خوزموږ ولس لاپرېشانه او اميدواری یې لږده . متاسفانه دهري ورځې په تېرېدوسره ديوي بلي تيارې اوملي ناورين دراتگ بېلگې اوعلايم ډيرېږي اودافغانا نوپرېشاني ورسره زياتيږي . درنو هيوادوالو ! دادی زموږ کړېدلی ولس يوبل کال هم شاته پرېږدي اونوی کال ته دزياتو ارزوگانو اواميدونوسره سترگي پر لاردی . دوي يوڅه غواړي هغه سوله ،ټولنيز عدالت ،سوکالي اودانساني کرامت ته درناوی . اميدواريو چې په راتلونکو ټاکنوکښي زموږ ولس دا توان پيدا کړی چې په خپله اراده اوخوښه دخپل هيوادلپاره مشر اوپه ولايتی شوراگانو کښي مشران وټاکی . ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه په راتلونکی ۱۳۹۳ کال کې دټولوافغانانوڅخه چي ددې هيواد دولسمشرۍ اوسياسي برخليک ټاکنولپاره اساسی کال دي هيله کوي چي دخپل هيواد لپاره ديو هوښيار اوافغان ولس سره دخواخوږی مشرپه ټاکلو کي دخپل ملي صلاحيت اودرايت نه کارواخلئ . زموږ په باور داولسونه اودهغوي سياسي اومذهبي لارښوداوگوندونه دي چي دوي ته دخپل رواحق نه دمعقولي استفادي لاري څرگندولاي سي . درنو هيوادوالو! دا تاسو ياست چي خپل برخليک ټاکلاي سئ،ددې لپاره چي راتلونکې موله ستونزواو کړاونونه ډکه نه وي پر ځاي ئې بولو چي په افغاني شهامت بېله هردول تبعيض نه دځان لپاره هوښيارمشر وټاکۍ. موږپدې پوهېروچي افغانان ترهرچازيات زورېدلې اوکړېدلۍ دی،له د ې امله سولي او امنيت ته تر هرچا زيات اړتيالري،ځکه بېله سولې ددې هيواد جوړونه ناشونې ده . موږ پدې باوريوچي دتاريخي تجريبواوسياسي فلسفی حکم له مخې دهر بيگانه پوځی ځواک موجوديت ديو هيواد سياسي استقلال تر سيوري لاندي راولې او دخپلواکی رنگ ئې پيکه کوې ، افغانانود يو ضرورت له مخې دامنلې چي بهرني وسلوال ځواکونه افغانستان کي دڅه مودې لپاره پاته شی ، تر څو ددې هيواد ملي امنيتی ځواک په رښتيا ملي اوپر خپلو پښو ودرېږي اوله بلې خواموږ په سياسی لحاظ داتون پيداکړوچې ديوه مقعقول دولتی مشرتابه اودولتی چارواکوپه شتونکښي دگاونډيانو تورلاسونه لنډاوخپل ولسته دخدمت چوپړسو. اوس چي په افغانستان کي دبهرنيانو دشتو اوددوي سره دمالي مرستوديارلس کاله تېرېږي،پر افغانانوده چي دخپلي ملې او وطنې دندي له مخې خپل هيواد پخپله جوړ،قومي اوسياسي بي اتفاقيو اودولتي قدرت پر سر داخلي جنگ جگړو ته دپاي ټکۍ کښيږدي . موږپدې پوهېږوچي افغانان ترهرچازيات زورېدلې اوکړېدلې دی،له همدې امله ترهرچا زيات سولي او امنيت ته زيات اړتيا لري،بېله سولې ددې هيوادجوړونه ناشونې ده . دا اړينه بولوچي په نوی کال کښي نوی ولسمشر دافغانستان دروښانه راتلونکی اوافغان ولس دبسياينې په خاطر دټولوخوابدوخواوو په گډون ديوه افغان شموله نړيوال کنفرانس دجوړېدوکار پيل اوپه جگړه کي ټول ښکېل اړخونه خپل مينځی خبرو اومفاهمې ته راوبلل شي . هيله مند يم په نوی ۱۳۹۳ کال کښې افغان زورېدلی ولس دهيواد دبيا ودانولو،سولي اواټولنيز عدالت په برخه کې تاريخې برياوي ولرې . وياړپه افغان ولس!پدې هيله چي دا کړېدلي خلک يوه ورځ دبسيا اوښېرازه ژوندڅښتن شي . په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب دروزگان ملي خپروني مسول حبيب الله غمخور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery