مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-03   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دعلمی اوادبی نړيوالی غونډی دجوړېدو خبرتيا اوبلنليک

یوځل بيابه دسويډن دمالمو ښار دخپلو منلو شخصيتونوددرناوی په وياړ دنړيوال علمی او ادبی کنفرانس کوربه وي . په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنه ،دروزگان ملي مهالنۍ خپرونه ،دافغانی کلتوری ټولنې ،اريانا کلتوری ټولنې اويوشمېرنورو فرهنگی ټولنوپه مرسته اوملاتړسږکال هم دتېر پشان دخپل هيواددعلمی او ادبی څېروددرناوي اوهڅونې په موخه دروان کال داگست په دېرشمه (۳۰)نېټه په افغانستان کښي دخوست دپوهنتون رئيس اولرغون پېژندونکی پوهنوال محمد رسول باوري ،زموږ دهيواد پېژندل سوی پياوړی ژورنالست ، د ازادۍ راډيو د جنوبي اسيا منطقوي يا سيمه ييز مشر ښاغلی اکبر ايازي ، دکابل پوليتخنيک پخوانی استاد ،ليکوال اوشاعر پوهنمل حاجي محمد نوزادي ،دبي بې سي راډيوه پېژندل سوی اوهڅانده ژورناليستي نجيبې ليمې دعلمی ،ادبی اومسلکی خدمتونو،لاسته راوړنو ددرناوی اوهڅونې په وياړ درنه اونه هېرتېدونکې نړيواله غونډه جوړېږي . پدې درنه غونډه کښي دگډون لپاره تاسودهيواد وياړلوپوهانو،ليکوالو،دغښتلي قلم اوپوهی خاوندانو دشعر اوادب مينوالوته دزړه له کومې دفعال گډون بلنه درکو و. ددې نړیوالي غونډي دجوړېدونه زموږ موخه داده چې زموږ ځوان نسل دخپل هيواد دعلمي ،ادبی اومسلکی شخصيتونوپه علمی اوادبی هڅواولاسته راوړنو خبراوله دوي سره له نږدې وگوري .ترڅوددې غونډي پوسيله وکولاي سو زموږ هيوادوال اوپه ځانگړې توگه ځوان نسل دعلوموپه مختلفوبرخوکښي زموږ دهيواددپوهانو ،اديبانو،ژورنالستانو اومسلکی شخصيتونوله هڅو،لاسته راوړنو نه په خبرېدوسره دغې علمی اوانساني گټوری لاري اوملي چوپړ ته وهڅوو. ترکومه ځايه چې پدې غونډه کښي به دنړی دنوروهيوادسوېډن مېشتی ،علمی او ادبی شخصيتونه ،دفرهنگی اومدنی ټولنو استازي ،دسويډن دولتی ،فرهنگي اوسياسي چارواکي هم گډون ولری ،غواړو په وياړسره يادونه وکړوچې پدې وسيله به موږ خپل شخصيتونه چې نه يوازي دا څلورتنه به وي چې په وياړ یې دانړيوال کنفرانس راغوښتل سوی بلکی دنړی دزياتوهيوادونه به هم زموږ نور شخصيتونه تشريف راوړی هغه به هم دکنفرانس دغوبهرنيو گډونوالوته ورمعرفی کړو . موږ خواغواړودغه عنعنه ورکه کړوچي په ژوندوني خپل عالمان اووياړلې شخصيتونه په کاڼو ولی اوپر مرگ ئي بيادويراوښکی تويوي اوساندي پرې وهی . زموږله نظره لکه دنړی نور هوښيار او وېښ ولسونه موږ هم که ديوچادرناوی،عزت اوعلمی چوپړته هڅونه دهغه په ژوند کښي وشی دابه ډيره گټوره اودهغه دخوشحالۍ اوهڅونې لامل گرځی . زموږ په باور داډيره حياتي اومهمه خبره ده،ترڅودغه شخصيت داپخپله احساس کړي چي ملت ئې دعلمی هڅواو زيار په قدر پوه اودرناوی ئې کوي . ستاسو فعال گډون به نه يوازي داچې زموږ ،مالموښار افغان اوسېدونکو اوفرهنگپالود ډيري زياتی خوښۍ لامل وگرځی،هيله منديو زموږ سره پدې درنه علمی اوادبی نړيواله غونډه کي چې زموږ دهيواد ددې وتلو پوهانوپه وياړ جوړېږي برخه واخلی . که چيري راتگ مودکودمودلايلو له مخې ناشونۍ وي هيله مند يوچي ددې غونډي په ادرس خپل پيغامونه اوليکنې زموږ په دې برېښنا پته راولېږی . برېښنا پته : ghamkhor@hotmail.com ستاسودرنو دوستانو فعال ،گډون ته سترگي پرلار . حبيب الله غمخور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery