مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-10   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

غوړمال

محمود نظری

 


 


 غوړمال بولي څوک ښوی څوک منجاور
 څوک یې ریشمال بولي څوک یې زورور
 دغوړه مال بل نوم دی واسیلین مال
 څوک یې بوت پاک بولي څوک یې منور
 څوک یې ګوداګی بولي څوک یې پست
 څوک یې برېچی بولي څوک یې خوله ور
 څوک یې متملق بولي څوک یې ټالي څټ
 څوک کاسه لیس بولي څوک یې غړانګور
 څوک یې عمال بولي څوک یې ژانی
 څوک يې ښځه بولي څوک یې کوناټور
 هغه چې هر واکمن خره ته بابا وایي
 هغه هر وخت سي دلته امر او بختور

***
لوی سړیان درښیم دي غوړه مالان
 لویه ږیره، خول پر سر او ښه پنډاور
 د سینې بر یې رستم زال وي شرمولی
 په خلکو کې نه وي ترهغه بل پسورور
 د مډالونو لاندې په لاره تلای نسي
 تر ماموت فیل وي لا ډیرغوښه ور
 له کبره په لاره داسې کوږ کوږ ځي
 تر هغه بل نه لیدل کیږي لوی څپړور
 میږي ته به سر پورته کښته کوي
 هغه سي د ټول ملت قهرمان اونومور
 پر نامه به ولاړ وي ټوله ورځ سپي ته
 لکۍ به مچوي هر ګړی د هغه لیکور
 للو پتو به دسیاست ډوکټورا لري
 بوټونه به یې پاکوي هغه د هرنوکر
 هغه نرچې خپله د بل نر ښځه سي
 ته هغه نر یو وار ځان ته کړه متصور
 هغه څوک مه بوله ته اصیل پښتون
 چې شیدې بل ته کوي غولانځه ور
 ټولو خلکو ته مالومیږي شوډنګ
 همدایې دسپي ژوند دی دبل د نوکر
 په کارغه کله کرک نیول کیږي
 که څه لوی تر شاهین وي پنډور
***
که پاچا دي غوړمال وي ولسه
 تر هغه خر کار دی هر چاته معتبر
 مرستیال یې ځان مارشال کړي
 هغه په خپله کونه خپله نه وي خبر
 دا هم یو بل ‌ډول غوړمالي ده
 دې ته وایي دخپل لاس لاندې چاکر
 هغه وزیر چې غوړمال وي ولسه
 په هغه مه کوه ته دکوم اصیل باور
 دغلط مارشال اهل غواړي خپله هدیره
 هغه ورته ټاکي دملت دغونډۍ سر
 دې ته هم تر بیخه تالي څټ وايي
 هغه بوله د نویو ښویانو تاجور
 که مسؤل د تلویزیون وي په رښتیا نر
 کله د فهیم زوی دعیادت نشر وي خبر
 داسې کسان مه بوله ولسه پښتانه
 هغه خره غوړه مالان بوله بې اثر
***
دې غوړمالانو ته څوکۍ څه په کار ده
 پستانو ته دا څوکی ښه نه دي تر قبر
 تاسو پښتنو ته څه وکړه بوټ پاکو
 مازې پالا ن سوي یاست د موشه خر
 له پښتون سره ولي دښمني کوئ
 چې په دې څوکۍ یاست اوس مستقر
 تاسو ولې وږي ددې څوکۍ سواست
 خپل نوم مو په تاریخ کې کړ دخرو ابتر
 خدایه موږ دداسو غوړمالونو ساته
 ځکه وطن مو د فسا د سو اول لمبر
***
یو چې ناحقه په پښتنو تیری وکړي
 غوړمال وایي خیر دی خوشامندګر
 دا بې غیرته پښتانه بوس بادو سوه
 د نظارله نومه سره یې همزمان سي غر
 بدګوري ؛خو غوړه مال ورته چوپ وي
 ددې غوړمالانو په خبرو مه کوه باور
 هغه چې د نفاق نفاق نارې وهي
 هغه مه بوله ددې میلتونو سیله ګر
 هر وخت د پښتون بې آبي ته خاندي
 په هر بې آبي په هغه سي لوی اختر
 زه هغه ښوی موی ارګمشر څه کړم
 چی د مصلحت په نامه غل کړې معتبر
 زه هغه غوړمال بې پته وزیر څه کړم
 بېله پښتون د هر چا وي لشم نازبر
 هغه غوړه مال مړ سترګی رییس څه کړم
 غوړمالي کوي د نظار دهر تن پرور
 پخوا به ډنګر کاتبان غوړه مالان وه
 اوس پاچا ،وزیران او رییسان سراسر
 که عالم ښوی سی غول یې پر مخ موښه
 مه پر خرابوه د پښتنو د لوړ غیرت محور
 پنډاور( برېتور)، پسورور( پلن)، څپړور(لوی پښې)، لیکور( لکۍ لرونکی ) ،پنډور(غټ)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery