کندهار چې اوسيدونکي يې د وسله والو طالبانو د پر له پسي ګواښونو سره سره بيا هم راووتل او د رايي اچولو په بهير کې يې پراخ ګډون وکړ ، اوس غواړي چې رايو ته دې درناوی وشي او له درغليو دي ډډه وشي .
د کندهار اوسيدونکي د ټاکنو دوهم پړاو ګټور نه بولي او وايې چې د ټاکنو روان بهير يې پر کاروبار منفي تاثير کړی دی .
دا په داسي حال کې ده چې د ولس مشرۍ او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې د خورا ډيرو درغليو راپورونه ورکول کيږي .
په کندهار کې د وسله والو طالبانو د ګواښونو سره سره يې بيا هم خلکو د رايي اچولو په بهير کې ونډه واخستل او د ولس مشرۍ او ولايتي شوراګانو په نوماندانو کې يې د خپلي خوښي وړ کسانو ته رايي ورکړه خو اوس يې اوسيدونکي انديښنه ښيي چې رايو ته يې درناوی نه کيږي او د ډيرو درغليو په تر سره کيدو سره کيدای شي د دوی حقيقي رايي له منځه ولاړي شي .
له کومي ورځي چې د ټاکنو خبره پورته شوې ده د هيواد د نورو سيمو تر څنګ په کندهار کې هم کاربار دريدلی دی چې له امله يې د خلکو اقتصاد ټيټ شوی او بې کاري زياته شوي ده .
د کندهار خلک د ولس مشرۍ د نوماندانو ، دولت او د ټاکنو د دواړو کميسيونونو څخه غواړي چې رايو ته يې درناوی وکړي او په دې برخه کې په درغلۍ استعمال شوي رايي ليري او د خلکو قانوني حق ورکړي .
که څه هم د ټاکنو په ورځ انديښني زياتي وي او د کندهار ښار په يو شمير سيمو کې د شپي پاڼو په ځړولو سره خلک په ټاکنو کې له ګډونه منع شوي وه خو بيا هم په دې ولايت کې د خلکو ګډون حيرانوونکی او خورا پراخ وو خو د ټاکنو د کميسيون د کارکوونکو نه تجربې او يو شمير نورو تخنيکي ستونزو دلته خلک د ځنډ او خنډ سره مخ کړل .
په دې ورځ د امنتي ځواکونو امنتي تدابير هم بريالي وه خو د ګاونډي هيواد پاکستان له خاوري پر سرحدي ولسواليو راکټي بريدونه هم وشوه .